د آزادی ســرود
قلم به واخلمه نغمه به پخوانۍ ولیکم
د استبداد په درمنده کې به سپرغۍ و لیکم
د هر ځلمي په لاس به توره د خوشحال ورکړمه
د هرې پېغلې پر ټیکري به ملالۍ ولیکم
ژبه مې غوڅه کړه جلاده اندېښنه مه کوه
زه به په وينو ترانه د خپلواکۍ و لیکم
د استعمار خيرنې ځالې ته به اور واچوم
د استبداد په قدمونو به سېلۍ و لیکم
د هر زندان په دروازه به څراغ و ځړوم
په هر زنځیر به زمزمه د آزادی و لیکم
ژبه مې غوڅه کړه خو دا خبره مه هېروه
په سلو ژبو به سرود د خپلواکۍ ولیکم
بیا به سرو وینو ته د سرو سکروټو ژبه ورکړم
په سره شفق به حماسه د زنده گۍ و لیکم
زما د توی شوې وینې ستوري به بیا و ځلوم
په سپېره دښته به د سرو گلو غوټۍ و لیکم
د شپې سکوت پسې به شور د انقلاب راولم
په سره سهر به خاتمه د خاموشۍ ولیکم
د ویر سندره به له شونډو نه راټوله کړمه
د ژوند کتاب کې به يو فصل د ښادۍ ولیکم
په ټينگ ایمان به د جلاد مخې ته و درېږم
په تور تندي به يې ناره د آزادی ولیکم.
( صدیق کاوون )
شعر در بامداد ۳/ ۲۴ـ ۱۲۱۰
Copyright ©bamdaad 2024