افغانستان

 

وريدلاى زه دلمرله سترګې نوريم

چاته تور، وچاته شين اوچاته سوريم

دوست ته مې شمه جنت لکه خليل ته

خوغليم ته سره سکروټه سورتنوريم

چې دحق رڼاته ورکړي غزونه

زه موسى د زماني ته هغه طوريم

وم خپلواک، يمه خپلواک اوخپلواک پايم

نه دچايمه باداراونه مزدوريم

هرې لويشتي کې به ټينګ دحق سنګرکړم

دتاريخ اوږدوکې ټول منصور منصوريم

داچې چا؛ نه يم تراوسه پېژندلاى

دهريو له پوهې پورته شان شعوريم

دآسیادخپلواکۍ توغ مې په لاس کې

ددښمن په پرځولوکې مشهوريم

نهوټکېونه مې نوم افغانستان شو

لوستل کېږي چې، نه هغه لوست مستوريم

هندوکش ، پامير.، خېبر مې شاهدان دي

دتاريخ اتل ، دسیمې ځواک ، مغروريم

په لاس تش ، سترګې مړې اووچې شونډې

قناعت پانګه درنه بډاى معموريم

له شپږ لوري داورکاڼوته يم موخه

بيارغيږمه راتلونکى ته مسروريم

دپردو ،خپلو تاړاک ته ايسارپاتې

لرم زغم دپېښونه چې مات تروريم

دتودواوبوپه مينې کې تل ګورﺉ

کله وران کله سيزلاى کله چوريم

د نړۍ سیاست سیالۍ له ډېره قهره

لژندوينوکې کلونه پروت رنځوريم

مابه وپېژنی سم که راته ځيرشی

دخوشال ، ميرويس ،محمود، احمد انځوريم

دآسيا زړه يم نړۍ ته تل په نښه

هم لويديځ ، ختيځ ته لوست دلوړ غروريم

يم مواج دځمکې ژوند څپوبهيرکې

دپايښت اوپرمختـــګ پرمې مخــموريم

 

( نجم الرحمن مواج )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۴ـ ۱۸۰۸

 Copyright ©bamdaad 2024