استقلال
لکه د ناوی پر مخ چی خط او خال ښه ښکاري
وطنه داسی دی نوم د استقلال ښه خکاری
دخپلواکۍ اعتبار په ابادۍ کی نغښتی
شتمن او خلاص هیواد کی ټول وطنوال ښه ښکاري
وژنی غرور د ولس د کور دننه جکره
د هری ستونزی حل کی خو استلال ښه ښکاري
وږی محتاجه ملت نوم او نښان نلری
دپرمختللی ملت برم او جلال ښه ښکاری
د آزادۍ په غيږ کی بډاۍ ملت زيب کوی
همدا ارمان ښه ښکاري همدا ايډيال ښه ښکاري
تل دی سرلوړی اوسی تل دی ودان وي وطن
هره هستي د وطن خو مالا مال ښه ښکاری
عسکر ( چالاک ) وايی جنگ بيخ او بنياد نړوي
دلته قلم ښه ښکاری دلته کمال ښه ښکاري
(عسکرچالاک )
شعر در بامداد ۱/ ۲۲ـ ۱۹۰۸
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019