ښــاپېــرۍ

 

ښاپېرۍ ! خبرې مه کوه گناه ده،

د حيا ښيښه نازکه ده ماتېږي

د ښايست شغله دې پټه کړه پلو کې

د ايمان درمند مې اور اخلي سوزېږي.

ښاپېرۍ دلته قدم په حساب اخله،

ستا د پښو غږ هوسخېزه موسيقي ده

موسيقي خو په څلور مذهبه کفر حسابېږې.

چې وېښته دې وينم اور راباندې بل شي

وارخطا شم ټول بدن مې په لړزه شي

د « ميالي صاحب »* پېريان راباندې کښېني

د هوس ټول شيطانان را باندې کښېني

ناببره مې په سترگو توره شپه شي

بس زما او د گناه ترمنځ جگړه شي

بیا نو « نفسِ اماره » راباندې زورشي

کرونده مې د وجود ټوله خيشته شي.

               ***

ښاپېرۍ، غږ دې شپېلۍ د وسوسو دی

او خبرې دې نغمې د هوسونو

ويښوي د گناه دېو له درانده خوبه

سستوي اومړی تار د ايمانونو.

ښاپېرۍ غږ دې په ستوني کې بندي کړه

هسې نه چې د دې ښار خلک عاصي شي

هسې نه چې د ياغي هوس بېړۍ مې

د گناه په سمندر کې توفاني شي.

ښاپېرۍ دلته آواز باندې بنديز دی

د مرغيو په پرواز باندې بنديز دی

د پڼو نغمه دې غلې کړه کوڅه کې

د هوس د وږمې ساز باندې بنديز دی

د کتاب له وسوسو ځينې را ووځه

د تازه هوا قصو ځينې را ووځه

د قلم مينه دې و باسه له زړه نه

د رڼا وينه دې و باسه له زړه نه

د خبرو خواږه وساته سينه کې

او ځلانده ډيوه پټه کړه پرده کې.

      ***

ښاپېرۍ! يوه رښتيا به درته وکړم:

ستا په دم او په قدم کې گناه نشته

خو په ما کې د هوس شيطان ويښېږي

ستا د غږ د ترنم غزل چې واورم

د تقوا د دونيا غرونه مې نړېږي.

ښاپېرۍ ته خو حسينه پرښته يې

د ژوند ساه يې لکه مينه، پرښته يې

دا خو زه يم چې ښکلا سره جوړ نه يم

غم پرست يمه، خندا سره جوړ نه يم

له پلو نه دې ډيوه راښکاره نه کړې

شپه مې خوښه ده، رڼا سره جوړ نه يم.

 

* ميا علي صاحب یا ميا علي بابا ننگرهار ولايت کې يو زیارت دی چې د عامو خلکو په عقيده پېريان يې په بند کې دي او کولای شي لېونيان ( عقلي او رواني ناروغان ) په سد او علاج کړي.

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۴ـ ۰۱۰۹

 Copyright ©bamdaad 2024