خـوب وینـم
( خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي مانا
پروت یم سر مې ایښی د خپل یار په زنګانه)*
ناست یم د مستانو د بنډار په کاشانه
واچوه تر ژيو ساقي مسته پيمانه
یو چې دردوغم وي بل یاران د غزل بزم
جام ته نوره نه وي تردې ښکلې بهانه
لا طاقت لرم د تورتمونو هجرانو
نو څو چې راښکاریږي سور افق په رنګینه
بس په هغو پایم او په هغو ګوزاره کړم
چا چې دي راکړي څو یادونه نذرانه
ما د ښایسته وو ګوزار ډېر په زړه خوړلی
زړه مې دومره ښکلی لکه تیږه نګینه
دا ماحول د هوش نصیحتونو شېخه نه دی
دلته هنگامه ده د مدهوشو ترانه
دلته چې څوک راشي نو بیا روغ پر لاره نه ځي
یو منګل یې جوړ دی نوره ټول دي دېوانه
( ولی منگل )
* لومړي دوه بیته د غاني خان دي؛ د نوموړي د غزل په بدرګه مې دغه غزل ولیکه
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۵/ ۱۹ـ ۰۲۰۷
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019