د ېوه ملګري یاداښت
(٧)
هرکله چې د ترقي غوښتونکو ډلګېو فکري ټوټې او برخې، یو سالم هدف ته د رسېدو لپاره سره بسیجې شي او د یوه پېژندل شوي اتحاد په بڼه را څرګندې شي، نو دا به د ډیموکراتیک جریان د شل شوي حالت د رغېدو لپاره تر ټولو غوره بدیل وي.
د ترقي غوښتونکو ډلو ترمنځ د وخت ضایع کوونکو بحثونو، له بې موخې، بې پایلې شنډو ډیالوګونو څخه د تېرېدو، او معاصر واقېعیت ته د ننوتو لپاره اړینه ده، چې ترقي غوښتونکي کړۍ خپل لیدلوری د کرکې او کینې پرته، د روڼتیا او خوشبینۍ تر وړانګو لاندې د ننني افغانستان په اړه څرګند کړي. خپله اندنه د ترقي غوښتوونکي د لیدلورې په توګه په څو کرښو داسې رانغاړم:
د هېواد اوسني واکمنان، چې له ناټو سره د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د شلو کلونو وسله والې مقابلې او مبارزې وروسته نن د قدرت واګې په لاس کې لري، ځینې انکار نه منوونکې کارکړنې یې هم ترسره کړې دي چې په لاندې ډول دي:
- په هېواد کې د فزیکی امنیت تامین.
- د افغانستان پر ټولې جغرافیې حاکمیت، چې د مشروعیت له مهمو مؤلفو څخه ګڼل کېږي.
- د زورواکۍ، خپلسرېو اوپه هېواد کې د دښکرورو ماتول.
- له قانون څخه د ښکرورو او زورواکانو د تېښتې او معافیت پای ته رسول.
- د ګونډه ګرو په واسطه د زرګونو هکټارو دولتي ګونډه ـ غصب) شوو ځمکو راګرځول.
- پرته له بهرنېو مرستو د کورنېو سرچینو د عواېدو پر بنسټ د ملي بودجي جوړول او د هېواد بنسټیزو پروژو ته لکه د کابل سېلو ترمیم او فعالول، د پاشدان بند د جوړولو پېل، د شاه عروس بند بشپړول، د قوشتیپی کانال جوړولو کار او د ټاپی د ستراتیژیکی پروژی د کاردوام.
- د پوځي وساېطو او تجهیزاتو ترمیم او بیا فعالول لکه ټانکونه،هېکوپټرونه، د اورګان راکټونه او داسي نور.
- متوازنه بهرنۍ پالیسي او د سیمه ییز اتصال لپاره اغېزمنې هڅې.
- خو د هېواد د دوامدار پرمختګ، په ځانګړي ډول د بهرنیو اړیکو د پراختیا او د حاکمیت د بشپړ مشروعیت لپاره، ملي مشارکت چې په هغه کی ملي او سیاسي شخصیتونه شامل وي،ـ هغه چې د بشریت ضد جنایتونو، د عامه شتمنیو د غصب او فساد تور پرې نه وي) او همدارنګه د نړیوال باور او همکارۍ جلبول اړین دي. نو له دې کبله د نوموړو مهمو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره سپارښتنه کېږي چې:
- د یوه هېواد پرمختګ تر ډېره د ښځو په فعال حضور او مشارکت پورې دی، نو د ښځو لپاره د زده کړې د مناسب چاپېریال برابرول او د کاري فرصتونو هستونه د نړېوال چلن غوښتنه ده.
- سیاسي مشارکت ته د بېلا بېلو هغو قومي او سیاسي ډلګېو او هغو شخصیتونو چې د بشریت په ضد جنایتونو، د عامه شتمنېو په غصب او فساد تورن نه وي، رابلل، چې په ترڅ کې به یې د حاکمیت پراخه ټولنیزه قاعده منځته راشي.
- د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ناخالص کورني توليد د زياتوالي لپاره د کورنيو سرچينو بسيج.
د دې موخو د سر ته رسولو لپاره په کار ده چې:
الف. نوې کادري پاليسي جوړه، اعلان او هدف ته د رسېدو لپاره پلې شي؛
ب. د تجربه لرونکو، مسلکي او ژمنو کادرونو رابلل او د اړتياوو سره سمه ګمارنه.
ج. اجرائیوي، نظامي، امنيتي، اقتصادي او سياسي چارو کې له نخبه ګانو او کارپوهانو څخه د يوې «مشورتي شورا» جوړول چې د اړتیا په وخت کې خپلې سلا، مشورې وړاندې کړي.
د. د دغو اړتیاوو په پوره کولو سره، اوسني واکمنان کولای شي د خپلو روانو تګلارو په بيا کتنې سره د ځان او حاکميت يو نوی او په زړه پورې تصویر وړاندې کړي او د ستونزو له دې درانه سيورې څخه د وتلو لاره او چاره برابره کړي.
و. د نن ورځې افغانستان ګواښ نه، بلکې د يوه مدبرانه مسلکي مديريت وړه ستونزه ده، چې په ګواښ بايد بدله نه شي، ګواښ یې د هېڅ هېواد په ګټه نه دی. افغانستان بايد په يو فرصت بدل شي، چې د همکارۍ او تعامل زمينې ور سره پراخې شي او له انزوا څخه راووځي؛ همدا تګلاره د شانګهای د سيمې ډېری هېوادونه هم تعقيبوي.
په درنښت
بامـداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۲۶ـ ۳۱۰۵
Copyright ©bamdaad 2026