بيـا ببيـن

بيا ببين
كه خون سرخ مردم بى دفاع من
چه شب چه روز
در كابلم و هر وجب وجبى وطنم
چسان بي هوده دفن خاک می گردد.

بيا ببين
چسان دل هاى طفل وجوان و پير
چه زن چه مرد
در ماتم سراى سرزمين من
به دست اجنبى
كباب مي گردد.

بيا ببين
كه آرزوى شوم دژخيمان مام ميهن
چه همسايه، چه هم پايه
وآن دشمن ترين دشمن اين كوهپايه
با گسيل سيل آساى
سياهى سياه
بدون مغز و گوش و چشم
بدون قلب و احساس و رحم
در هر فرصتى از زمان
چسان دستياب مي گردد.

بيا ببين
كه آدمک هاى با كله هاى پوچ
و قلب هاى از احساس تهى
براى بى سرنوشتى اين مرز و بوم
با تجارت زر و مقام
و با نوكر منشى بيشتر انعام
در ازاى رنج و درد و فغان و ناله و زارى
در ازاى جنگ تباه كن تبارى
در ازاى حراج خاک و سرنوشت
در ازاى فروش افتخار و تاريخ واگذارى
... و بالاخره
در ازاى ارزانى فرصت مناسب براى انتحارى
چسان رهياب مي گردند.

بيا ببين
سخن از پيشرفت هاى سريع
چه در زمين چه درهوا
گله از كى كنيم ما
براى برگشت به فرسخ ها
تحفه طبيبان انسانيت و آزادى
چسان نسخه هاى تشديدمرض
به سوى مرگ
كامياب ما ميی گردد.

بيا ببين
نهايت معجزه
كه از بسيارى هموطنان
بشمول چيز فهمان
چه اين چه آن ،
با ازدياد انواع فاجعه
در زمانى كوته
ساخته اند گوسفندان بيننده .
بياببين
كه زنده گى بر گردن مردم اين بيشه
چسان تناب مي گردد.

(بهروز)

 

بامداد ـ اجتماعی ـ ۳ /۱۶ ـ ۲۰۰۴

 

تقبیح فاجعه بشری و جنایت ضد بشری

 

امروز شرارت پیشه گان شریر بین المللی دریک پلان تنظیم شده درپاکستان مرتکب جنایت هولناک ضدبشری در شهرکابل گردیده ؛ و فاجعه خونبار بشری را بوجود آوردند که باعث شهادت تعداد زیاد هموطنان عزیز و مجروحیت چند صد تن گردید .

انجمن حقوقدانان در اروپا در حالیکه با شدید ترین الفاظ این جنایت را محکوم می نماید ،برعاملان طالب و شرکای عرب و بین المللی شان نفرین می فرستد.
اظهرمن الشمس است که این پلان دهشت بار تروریستی تداوم جنگ اعلام ناشده پاکستان بر ضد کشور ما می باشد که درابعاد مختلف آن ادامه دارد .
درحالیکه افغانستان قربانی ترور می باشد و بر مردم فاجعه خونبار تحمیل میگردد ، باید دولت بر طبق نورم های قبول شده جهانی و مطابق به معیارهای حقوق بین المللی که درکنوانسیون های سازمان ملل متحد مسجل گردیده است ، موضوع را درمقیاس جهانی مطرح و به شورای امنیت سازمان ملل متحد ارجاع نماید و خواستار« کمیسیون حقیقت یآب » بین الملل در زمینه گردد.

در حالیکه این پلان تروریستی همزمان با تشدید دور بهاری جنگ ها و عملیات « عمری » انجام می یابد ، دولت باید پلان های صلح و دوام کار در کمیسیون چهار گانه را مورد بازنگری جدی قرار بدهد و بر الزامیت و جلب توجه قدرت های درگیر بین المللی در زمینه تلاش نماید .

با احترام


هیات اجراییه انجمن حقوقدانان افغان در اروپا

 

 

بامداد ـ اجتماعی ـ ۲ /۱۶ ـ ۲۰۰۴

 

زما شاعرانه انځورونه

لیکوال: انجنیر عبدالقادرمسعود

هو!  زه  هغه  لیکوال  او شاعر یم، چې   د ادب  او فرهنګ  په  تیره  بیا د پښتو ادب، شعر  او شاعرۍ  زرغون   ګلبڼ  به  په   ډیرو  ښکلو او  رنګینو ګلونو  ښایسته ، سمسور، غوړیدلی، تازه  او  ښیرازه  وساتم .

زه  شاعريم   او زړه  مې  غواړي، د خيال   پر   وزرو  مخ   پر  شينکي  آسمان  والوځم  او  له  هماغو هسکو څخه   پر  غرونو  رغونو، سيندونو، سمندرونو، شنو جلگو  او  ورشوو  د  خپلو   وزرونو  سيوري   کښته   پورته   ولونم   او هغه   درستې  سترگو ليدلې طبيعي  ښکلاوې  او  رنګينۍ  د ذهني  او عيني  انځورونو  په  مرغلين  کې  و پېيم .

هو!   زه   به   په  ټوله  رښتينولۍ  هغه   ښايسته  ښکلي  پېيلی هارونه امېلونه د خپل پښتني- افغاني  شعر و ادب  په  ارته  بيرته   گلورينه   ځولۍ  کې  راو نغاړم  ،  سمسور ګلبڼ  يې،  نه   يوازې د  زمانې له  پاڼرېژو  سيليو او توپانونو  څخه راوژغورم، بلکې  له لا نويو نويو  ښايسته ښکلو  رنگارنگو گلونو سره  د  ډېرو  اوسنيو  او  راتلونکو  سترگو پر لارو ته  ور ډالۍ کړم .

زه  هغه  څوک  یم،  چې  له   پوهې،  فرهنګ   او ادب  سره    ژوره   مینه  او  لېوالتيا لرم،  او په   پېيلې  او نا پېيلو  ستونو  کې  د شاعرانه  او  هنري   تخیل، نوښتګر فکر  او  د  لوړې  پوهې  په   تړاو  پراخه   ليد لرم .

 

زه   غواړم    د خپل  سپیڅلي،  خوالگر  او  نوښتگر  قلم  د ارزښتمنو  او  ګټورو پنځونو  له   لارې  د  پښتو شعر و ادب   لمن   پراخه   او  بډایه  کړم .

زه   غواړم   هغه   لیکوال   او  شاعر   و اوسم، چې   په   خپلو  عیني   او   ذهني  انځورونو  کې   له  ولولو   څخه  ډک   انساني   پیغامونه،  لوړ  فکرونه  او  خواږه شاعرانه  رنګونه  ولرم .

زه   هغه   وينا وال  یم ، چې  له   خپل  ګران   هیواد  او    هیوادوالو  سره   ژوره   مینه   لرم،  او غواړم   په   خپلو ساندو  سندرو    کې  له   سپیڅلې  او  خوږې  مینې  څخه  ډک افغاني- پښتني  او  ملي  ولولې  د  ادب   مینه   والو  ته  په  خوږه، هنري  او  شاعرانه   ژبه   وړاندې   کړم .

زه   هغه  څوک   یم، چې  په   زړه،  ذهن   او   روان   کې   مې  د   پښتو   ژبې ،   ادب   او  فرهنگ  سپیڅلې  مینه  وړې    ولولې  څپې   وهي .

زه  هغه   ويناوال  یم،  چې  غواړم ، په   خپلو لیکنو،  شعرونو  او  ملي  ترانو  کې مې  د  افغان    ولس  پوهه  او گروهه،  ښاڅ   و غرور،  ننگ  و پت، توره   او میړانه، ویاړونه   او  ملي  پښتني  او ټولنيز  ارزښتونه   په   خورا  ښکلې  بڼه   انځور  شي؛   دا زما  انساني- افغاني  دنده  او پازه  ده  ، چې  د افغان  اولس  او  پښتون  ملت   او په   تیره  بیا  د  خپل ځوان   پښت   د  ملي   شعور د  راویښولو،  روزلو ، پاللو، پاڅولو  او هڅولو  په   لار کې  خپلې  هاندو هڅې   او تاب  و توان  ته  دوام  ورکړم ، لوړ انساني-  افغاني موخې   او ارمانونه   او  د يوه  پتمن  بسيا  او هوسا  ژوند و  ژواک   لارې   چارې   ور  پر ګوته کړم،  او د هیواد  د سمسورتیا   او  پراختیا  په  تړاو   د  دوی  ذهنیت  په  شعوري  لحاظ  د  هیواد  پالنې ،  ازادۍ، استقلال، خپلواکۍ  د  ملي  وحدت،  اتحاد او اتفاق  او  ورورولۍ  سره  اشنا  کړم .  

زه   به  په   خپلو  پنځونو کې  د  ګډ  سوله  ییز  ژوند  د  اصولو  په   رڼا  کې   د  سولې  او  سوکاله   ژوند او  د  بشر  پالنې  پیغامونه،  د  جنګ، جګړو او  جگړه   مارو  څخه ژوره   کرکه   په   پوره   نږه   ژبني  او ادبي  پرداز  سره    انځور کړم .

زه   غواړم، د خپلو ادبي  او شاعرانه  انځورونو  په   ژبه   د خپل   جنگ، جنايت  و جهل  ځپلې   ټولنې   او ټاټوبي   ترخې  خاطرې ،  د  سویو  زړونو  او څیرو ګریوانونو  تریخ،  حقیقي ،  ریښتینی  او  انساني  ژوند،  د  ټولنې  دردونه ،  د  غریبانو،  بیوزلو، مظلومانو  مسکینانو، خوارانو، غمجنو او یتیمانو  کړاوونه ،، ناخوالې  او  ستونزې،   د رنځورو او له  زد کړې  پوهې  لرې  پاتې   پرگنو،  خواري  او بدمرغي  ،  او د دغو ناخوالو او بدمرغيو د  رامنځته کوونکيو تورې  کرغېړنې  څېرې  بربنډې  کړم   او  سوز و فرياد  يې   د  نياومنو  او انسان   دوستو  نړيوالو  تر  غوږو  ورسوم ، او  د  اخلاقي، ټولنیز  ژوند  د  نیمګړتیاوو او  کمزورتیاوو  لپاره  د  علاج  ګټورې   لارې  چارې   ور پر  ګوته  کړم .

زه   هغه   وینا وال  یم  چې  غواړم   د خپلې شاعرۍ  په   رنګینه  نړۍ  کې  د  واقعي  او  عملي  تصوف  او عرفان   د  اسرارو او  رمزونو  مرغلرې  او  د  معرفت  او  د  معنوي  نړۍ   وړانګې  په  تړاو  علمي او  تحقیقي  او څیړنیز   نظریات  د  اسلام  حقیقي  او  سپیڅلي  ارزښتونو  علمي  مفاهیم  او  عملي  ګامونه  ټولنیز  عدالت،  انصاف  او پاک  نفسي،  رښتیا  او  صداقت، انساني  او ټولنیز  دردونه، خصایل  او  اخلاقي  ارزښتونه  په   ډیر  عالي ،  او  انساني  بڼه   د ادب  او فرهنګ  مینه  والو  ته   وړاندې   کړم .

 زه  هغه  لیکوال او  شاعر  یم، چې  زما  د  ترانو په  رنګین  او  غوړیدلي  ګلبڼ  کې  د  ښځو عالي  مقام  او  منزلت  ته  درناوی،  عشق، محبت، مینه  او اخلاص، جذابیت او  ښایست ، حسن او جمال،  دوستي، وفا  او صمیمیت، د  ریښتینې  مینې  راز او نیاز، سوز، ساز او ګداز، د پسرلي  رنګارنګ   او  زړه  وړونکې  نغمې، د طبعیت  د  مناظرو  رنګینه   او  هنري   ښکلا  او  همداسې   نور  عالي  او  هنري  ارزښتونه  په  ډیرو  ښکلیو او  رنګینو  تشبیهاتو، کنایاتو، استعاراتو، رمزونو  او  ښایسته سیمبولونو  کې  په  ډیر  عالي  او  شاعرانه  ترکیبونو او  ارزښتونو   باید  انځور  شي،  لکه :

د سبا  سپینه  رڼا،  د  سحرني  نسیم خوږې  وږمې،  د  سهار  بادونه،  د شنه  اسمان  ځلانده  ستوري  او  تکه  سپینه  سپوږمۍ،  د  سپوږمۍ پلوشې  او د سپوږمۍ  د  رڼا څرک،  د  افق  ښکلا،  د  اسمان  تورې  وریځې، شین  اسمان  او  د  شنه  اسمان  تر  لاندې  په  ګلزار  کې  د  بلبلانو ښایست  او  د  دوی  مست  اوازونه، خوږې  نغمې  او ترانې، تک شین  آسمان  لکه  د پیغلې کوچۍ شین کمیس چې  له  هیندارو او پاولیو ډک وي، د ګلانو د ښکلو پاڼو دپاسه  د بوراګانو بیړ،  دنښترو او چنارونو په شنو څانګو  کې د بیلا بیلو  الوتونکو او مرغیو مستې  سندرې  او شور ماشور، د هسکو  غرونو د پاسه  او د شینکي  آسمان  تر لاندې  دګربټو ،  بازانو، باښو او لیکه  لیکه   زاڼو هسکې  او ټیټې الوتنې، په  تازه، ښیرازه  او غوړیدلي ګلبڼ  کې د توتیانو مستي او د شور شتوالی، څپاند، څپاند، مست  او لیوني سیندونه  او د آبشارونو زمزمې  او غږونه، د سیندونو  د څپو غورځنګونه،  د بهاندو چینو  رڼې اوسړې  اوبه، د سیندونو، غرونواو رغونو تر منځ  ښکلي  اوزړه  راښکونکي  ږغونه او نغمې ،  په  شنوباغونو کې د چنچڼو خوږې  سندرې ،د تورو سترګو غرڅنیو دمنډو رامنډو ښکلا، په ګودرونو کې د منګیواو د پیغلو د بنګړیوشرنګهار ، په شنه  او زرغون  بهار کې  دمرغانوخوږې  خوږې کوکی‌ء، د پسرلي  رنګارنګ  او ښایسته  ښایسته  ګلونه او د ګلونو خندا  اوغوړیدل، دپسرلي  روح  نوازه  نسیم،  د ګلانو  ښکلې ګیډی  او د نارنج  غوړیدلي  او تازه ګلان ، د سنځلو په  بوی او عطرونو  معطره  او غوړیدلې فضا ، دڅانګو او د پاڼو  شینوالی، د شنو  ونو  د پاڼو رپیدا   او غږونه، د باغونو ښیرازي   او تازګي،  د ځنګلونو  او  وچ   ډاګونو، دښتو، پولې، کروندیو،  ورشوګانو  او د شنو درو  او غونډیو او ښکلو او زرغونو  شنیلیو سمسورتیا  او پراختیا، په   شنیلیو کې  د پرخو  د مرجانونو  اوریدل،  د غرونو شنې لمنې، د  وچو اوسپیرو دښتو او دکیږدیو تر څنګ  د  روانو کاروانونو  ښکلا، د باغونو  د تنکي  ګلونو او غوړیدلیو  غوټیو او ګیډیو  ښایست  او ښکلا، د څانګو او ګلونو  د وژمې  زنګیدل،  د بهار ګل څانګې   او د خاټول  غنچې، د باغ  د ګلونو دسبا پرخې  اوعطرونه، سرې غونچې ،  شنه چمنونه  او  دګلونو  د ګهیځ   پرخې، دشنو بوټو، شنو  ونو او باغونو  غوړیدل ، دګلونو  د نازکو پاڼو د پاسه   د شبنم  رڼې  رڼې  مرغلرې، د پرخی  په  ژړا کې  د ګلونو سره خندا، د طبعیت  پاکه  او  رڼه  هوا، د سبا ښیرازه  او تازه   وږمه ،  نری  باران ، پراخې  ورشوګانې، د ځلانده  لمر زرینې   وړانګې، د لمر  راختل  او د غرونو شاته   پناه کیدل  او د لمر په  زرینو پلوشو  کې  د آسمان   د څنډو سره  لمن ،  د  آسمان  د هسکوغرونو په  سر  د بوډی د ټال (شنې زرغونې) ښکلی انځور، د سحر نوې  او ځلیدلې  پلوشې،  دنګ  دنګ غرونه  او  رغونه  او  په غرونو کې  د اوچتو بازانو  الوتنې ، دغرونو په  لمنو  او څړ ځایونو کې  د شپون   خورې   ورې   رمې ،  ښایسته چمنونه   او د شپونکي  د شپیلی خوږې  نغمې او سرودونه، مستانه  موسم  او جانانه  فضا  او  په   دې   ښکلې  او رنګینه   فضا کې  د حسن او مینې شتوالې،  او همداسې دمجنون  او د لیلی  پاکه  او سپیڅلې  مینه  او د مینې جادو،  د تاندو  جنکیو  په  سپینو غاړو کې  د سپینو زرو سپین   امیلونه   او د هغوی   د سپینو  تنديو  د پاسه  سره  ټیکونه ، د سرکو شونډو  د پاسه  سور پیزوان   اوسپینې نتکۍ ، په   غوږونوکې  د لښتیو او سکڼو ښایست،   د پیمخو او شاپیریو سینګار شوي   صورتونه ، د یوې ساده،  معصومې او ښکلې  جلکې  له  حیا ډکه  څیره   لکه   د ګلو  لښته  او نازک  مزاج، حسن ، جمال او  ښایست  لکه  سپوږمی، سپینه  او تنګه  خوله   لکه   دګلو تنکې  غوټی،  نری پوزه ، سری   شونډې  لکه  ځلیدلې  سور لعل  او سری  سکروټې او د شونډو مسکا، سرې  شونډې  لکه   شراب  او شکر،  تورې   زلفې  لکه  تار  د  رباب  او سنبل  د نو بهار،  د  زلفو پیچ   وتاب   پر مخ   او مشکینې   زلفې لکه   مشک او عنبر، تورې ، مستې، غړیدلې  او نازولې  سترګې   او د تور بادام   په   څیر غټې  نرګسي  سترګې  او د سترګو  د خمار خوند، تړمې  تړمې   اوښکې  او  د زعفرانو  په   څیر  زیړ رخسار،  خنجري ، کاږه  کاږه   او ښکلي   باڼه، د ګل  مخو د حسن  اداګانې ، سپین رخسار  او ښایست ،  سپینه   غاړه  لکه  صراحي  دسپینو  زرو،  د تندي  په  سر اوربل  او پیکې،  شینکي  خالونه   لکه  ستوري  د  آسمان، لکه   سره  یاقوت   د خوبانو  سرې  شونډې ،په  سرو شونډو  د پاسه  مشکین خال ، دګوتو سره   نوکونه لکه  د یاقوتو  نګینې،  تکې  سپینې  لیچې  او سپین   مړوندونه، د قلم  په   څیر ښایسته  ګوتې  او د  سپین  لاس  ښکلي   ورغوي  ، سپینې  پښې  لکه  د  زنبق  د ګلو پاڼې،   د ویښته  غوندې  نری  ملا، تورې ، نری   اوکږې   وروځې، سپین   رخسار او اوږده  مژګان،  منور  مخ   لکه  شمس  او قمر  او  دګلاب  په  څیر  ښایسته ، لکه  دُر او ګوهر سپین  سپیڅلي غاښونه ، زنخدان  لکه  سیب  د سمرقند،  ژمنځ   شوې پیکې   او حسن   د کاکل، د تورو   ویښتو  اودل  شوې کوڅې،  لکه  د سبر  ونه   قد،  او همداسې  د مطربانو  او  مستانو  او  رندانو  محفلونه   او  د سازونو  د  تارونو  او نغمو شرنګاوې،  ساقي، پیاله،  د  صراحي  قلقل  او  یاران  او د ښایسته   ساقي  په  لاس کې  د مستو  میو جام   او د میو په   نشو کې   ډوب   شوی  ساقي، په   ګلګون  جام کې  ځلیدلي   سپین   مخونه ، په   میخانه   کې د صوفيانو  نڅا  او مستیدل  ، او  د  خراباتیانو  اوشیخانو  د جامونو  کړنګول   او  د میو  د  نشو  په  طوفانونو  کې   غرقیدل ،  په   اور کې  د پتنګ  سوزیدل   او  د  بلې  ډیوې  ځلیدل، د شمعې  خندا  او  ژړا    او همداسې  د خزان   زیړي  ګلونه،  خزان   وهلې  پاڼې   او چمنونه،   د  خزان  سیلۍ   او د  ونو او ګلونو مرګ، د غرونو  په  سرونو د نښترو او ګورګرو   ونې، په   وریځو پټ   آسمان   او د  لمر  نه   ښکاریدل،  له  غصو نه   ډکې کوڅې،   د   ورکو  ترانو  غږ، د  هجران   ځپلو حریفانو  او رقیبانو  غمونه ، د بیلتون په   صحرا  کې   ببر سری   مجنون ، د  اغزو  لاره،  ستړي ، ستومانه  او نا  امیده  مزلونه ، خړ بادونه   او طوفانونه   او د  غمونو   ویروونکې  او چاودونکې  چیغې او  د  دردونو او افتونو لوی  سمندر،  اوهمدارنګه   د تاریخي او عیني حقایقو، حوادثو، پیښو  او  د ټولنیزو  ستونزو  او  کړاوونو  تصویرونه   او  خیالونه،  دا ټول  هغه   شاعرانه   ترکیبونه ، ارزښتونه   او هنري  سمبولونه   دي، چې زموږ   لیکوال  او شاعران  ترینه   الهام   اخلي  او د شعر په   ژبه   یې  خپلو  اوریدونکو او لوستونکو  ته  په   ډیر ه  ظریفانه    بڼه   او ښکلي   رنګونو  او  ډولونو کې  ترسیموي .

زه  هیله  من  یم ،  چې  زموږ  په  ګران افغانستان  کې  د  جګړې او  جګړمار و  د ظلم،  وحشت،  او  دهشت  لمن  ټوله  شي،  د  یو  هوسا، سوکاله، خوشحاله  او  نیکمرغه ژوند  په  فضا  کې  زموږ  هیوادوال  د  ورورولۍ،  اتحاد او اتفاق،  مینې او  محبت  څخه   ډک   ژوند  ولري .

د  سولې  او  امن  په   فضا  کې  به  زما ساندې،  سندرې  او  ملي  ترانې  د  خپلو  رنګینو، عالي  خیالونو او  ژورو  فکرونو، انساني احساساتو، اخلاقي او ملي ولولو  او  پیغامونو او  د  معنوي  او  هنري  ښکلا  له  پلوه   به  د  ګران  او  قیمتي  مرغلرو څخه    ډک  وي  او  زموږ   د  ادب  په  تاریخ  کې  به   د  یو  اغیزمن  او ګټور  موخذ،  ادبي  او  فرهنګي میراث  په  توګه    خپل  ځای ، مقام  او  ارزښت  ولري ،  معاصر او  راتلونکي  نسلونه  به  ترینه  ارزښتناکه  او  بشپړه   ګټه   پورته  کړي .

دا  تاسې  او زما  شاعرانه   انځورونه!

په  ټوله  ادبي  او شاعرانه  مینه !

  

 

 

    

   

نخست بدان باز اقدام کو

دکتر حمیدالله مفید

در جنگل گروه قُچ های کله شخ و بزهای با شاخ های دراز تاریخی از ظلم وحملات وحشیانه روباه های مکار به ستوه رسیده بودند.

روباه های مکار شبانگاه با حملات تروریستی وانتحاری چوچه ها و ماده های قُچ های کله شخ وبزهای با شاخ های دراز تاریخی را می کشتند وبا خود می بردند ومی خوردند.
قُچ های کله شخ وبز های با شاخ های دراز تاریخی طی درخواستی از مقام رهبری یا پادشاه جنگل خواهان عدالت شدند واز حملات انسانگونه وتروریستی طالبانی روباه های مکار شکایت کردند.
پادشاه جنگل که خودش یک روباه بود و در یک انتخابات تقلبی در جایگاه شیر رسیده بود و لباس شیر را می پوشید ، با بی تفاوتی مساله را با مذاکرات صلح و گذشت و مدارا از امروز به فردا می کشانید.
گروه های قُچ های کله شخ وبز های با شاخ های دراز تاریخی تصمیم گرفتند تا بدون اجازه پادشاه جنگل خود شان از چوچه ها و ماده های شان پاسداری کنند و به ایجاد یک نیروی مقاومت وخود جوش حیوانی اهلی دست زدند.
نه تنها تازش های تروریستی روباه های مکار را برهم زدند ، بلکه تلافات بسیار هنگفتی به روباه ها رسانیدند. وتعداد زیاد آنها را کشتند.
پادشاه جنگل یا همان روباهی که نقاب شیر را پوشیده بود با مشاور امنیتی خود که او هم یک روباه مکار دیگر بود و نقاب ولباس پلنگ را پوشیده بود مشوره کرد.
مشاور امنیتی که یک روباه مکار بود و لباس پلنگ را پوشیده بود ، به پادشاه جنگل مشوره داد ، که هیچ  رای نزند ، او کاری می کند ، که این نیروی خود جوش دوباره خود آب و مضمحل شود.
مشاور پادشاه جنگل یا روباه مکار که لباس ونقاب پلنگ را پوشده بود . شبانگاه چند روباه مکار را در حالی که لباس های بز های با شاخ های دراز تاریخی را پوشیده بودند به سرزمین های قُچ های کله شخ  فرستاد ودستور داد تا وارد معبدگاه آنها شده وتندیسه های خدایان آنها را ویران کنند. 
فردا همین که قچ های کله شخ وارد معابد شان شدند ، دیدند ، که تندیسه های پدران آنها واژگون شده اند. پرسان و جویان کردند ، دیدند ، که چاپ پای های بز های با شاخ های دراز تاریخی درمعبد شان دیده می شوند. اندیشیدند ، که این کار را آنها کرده اند ، با واویلا و دشنام به خیابان های جنگل ریختند وشعار های ضد بز های با شاخ های دراز تاریخی دادند.
شب دیگر روباه های مکار در حالی که نقاب و پوست قچُ های کله شخ را پوشیده بودند ، وارد معابد بزهای با اخهای دراز تاریخی شدند وتندیسه های خدایان آنها را نیز واژگون نمودند.
فردا همین که بزهای با شاخ های دراز تاریخی ازخواب بیدار شدند وبه نیایش به معابد خود رفتند ، دیدند ، که خدایان آنها واژگون شده اند، کاوش وپویش کردند ، دیدند ، که چاپ های پای های قُچ ها کله شخ در معابد شان باقی مانده اند. 
بز های با شاخ های دراز تاریخی بدون سنجش وپویش به سوی گله های قُچ های کله شخ تازیدند ، جنگ سختی میان گله های قُچ های کله شخ وبز های با شاخ های دراز تاریخی در گرفت ، ونزدیک به یک ماه دوام کرد در فرایند ، هزار ها بز با شاخ های دراز تاریخی وقُچ های کله شخ کشته شدند.
مقاومت مردمی نابود ، گردید
پادشاه ومشاور امنیتی او وروباه های جنگل تا که توانستند ، گوشت قُچ وبز خوردند وبا خودبردند وگله های باقی مانده را فرمانبردار روباه های مکار ساختند . روبا ه ها با انکه تعداد شان به یک بر دهم قُچ ها کله شخ وبز های با شاخ های دراز تاریخی نمی رسید ، برای صد ها سال دیگر رهبری جنگل را درلباس شیر وپلنگ بدست گرفتند.
فرایند این داستانواره :نخست بدان باز اقدام کن

 

بامداد ـ فرهنگی ـ ۱ /۱۶ ـ ۱۵۰۴

اشـک يتيــم

دى يتيمى به من شكايت كرد
درد دل يك به يك حكايت كرد

سيل اشكش ز ديده جارى بود
ناله و گريه بى نهايت كرد

گفت كه در سال هفتم عمرم
پدرم چشم بست و رحلت كرد

مادر من اگر چه دوستم داشت
شويک ديگـرى به رغبت كرد

شوهرش مردكى كثيفى بود
كتك ام داده هـم اهانت كرد

مردك هرزه ، روز و شب با من
ز در كينه صد لجاجت كرد

بعد چند روز و هفته و ماهى
مرا از خانه راند و رخصت كرد

من بيچاره ، در بدر گشتم
روزگار رنج من ضمانت كرد

نه دگر مام ، كه مادرى مى كرد
نه پدر تا ز من حمايت كرد

نه برادر و خواهر و نه كس
تا به من اندكى رفاقت كرد

دور گردون ز كينه توزى خويش
بر سرم صد بلا و آفت كرد

زندگى خوار گشت و حالم زار
هيچكس لطف ازين جماعت كرد

شكم خالى و اين تن عريان
خنده بر اين حيات نكبت كرد

اين سپهر سبيل و سركش و دون
خوشى ام را ز ريشه غارت كرد

تاپه  رنج و ظلم و ذلت خـــويش
ثبت بر صفحه يى ز قسمت كرد

من چه كردم كه چرخ نا هنجار
رخ من زرد و گردنم پت كـرد

روز ها فـاقــه بودم و محتـــاج
كس نه پرسيد و نه عدالت كرد

آن امير عياش و مير و وزير
بر سرم هر دمى تجارت كرد

منعمان پول و ثروت خود را
صرف در راه عيش و عشرت كرد

هر يكى خون من چو باده بخورد
با چنين رسم و شيـوه عادت كرد

چون شنيدم شكايت بچه را
زندگى بر سرم قيامت كرد

بس گريست آن يتيم و عقده گشود
درد و آه اش به مـن سرايت كرد

از غم و درد و رنج و اندوهش
شعله از آه مــن شــرارت كرد

گفتم اين زنده گى يك آزمونست
كه در آن ترك شر و ذلت كرد

بايدش دست بى نوا بگرفت
بر يتيمان چنـان محبت كرد

كه نه كمبود از پدر در خود
و نه از مادر و ولايـت كرد

نـزد خـلـق جهـان شـــود مقبول
آن كه در زنده گى صداقت كرد

اندرين عصر قحط جــود و كرم
مگر احسان كسى به ندرت كرد

واعظى نيك بــزى كه اين دنيـــا
نه به كس رحم و نه مروت كرد

( زبير واعظى )

 

بامداد ـ فرهنگی ـ ۳ /۱۶ ـ ۱۱۰۴