نگاه گذرا بر ترانه ها وسروده های عامیانه مردم افغانستان
داکتر حمیدالله مفید
سروده های عامیانه (Folk songs ) مردم افغانستان که یک بخش فرهنگ شفاهی کشورما را می سازند ، کمتر مورد رویکرد وتوجه قرار گرفته اند و در این مورد کارهای بسیار کم وانگشت شماری انجام شده است.
در کشور عزیز ما افغانستان سروده ها وترانه های فراوانی در محلات گوناگون وجود دارند، که اگر جمع آوری ، تصنیف ، تحلیل ، تشریح وتقطیع گردند، خدمت بزرگی به فرهنگ شفاهی کشور انجام خواهد شد، زیرا با گذشت سال ها اغلب این ترانه ها غبار آلود شده ودر موزیم فراموشی تاریخ سپرده شده اند .
با رشد فرهنگ کمپیوتر ، فیسبوک ، تویتیر ، بازی های کمپیوتری ، حاکمیت فرهنگ جنگ وترور ، این ترانه ها به نسل های بعدی انتقال نپذیرفته اند وآهسته آهسته از گنجینه های خیال مردم ما به سوی نابودی رخت می بندند.
سالهای میان ۱۳۴۰ تا ۱۳۵۰ و پس تر از آن که در کشور امنیت بود ، بچه ها ودختر ها روزانه در کوچه ها ، محل ها وپارک ها به بازی های گوناگون می پرداختند، گزینش برای اغلب بازی ها با سرود های آغاز می شد، که خواننده گان وخواهنده گان معنی آن ها را نمی دانستند
از دیدگاه ادبیات شناسان : فرهنگ یک کشور بر دو اصل پیریزی شده است:
یکم : ادبیات نوشتاری یا رسمی شامل : حماسه ، تراژیک ، کمدی ، سروده های غنایی وغیره
دوم: ادبیات گفتاری یا عامیانه یا ادبیات پایه دار مردمی : که سینه به سینه ، از نسل های پیشین به نسل های پسین انتقال پذیدفته اند .شامل ترانه ها ، بازی ها، دوبیتی ها، وجیزه ها، ضرب المثل ها وواژگان گفتاری مردم می باشند.
کهنترین نمونه ادبیات پایه دار مردمی یا همان عامیانه که از یونان قدیم بجا مانده است ، سروده هایست مربوط به تبار های« دوریان» که با الهام از ستیز ها وجنگ های یونانیان با فارسها بجاه مانده اند .
در ایرانویچه یا ایرانیای کهن سروده ها وادبیات حماسی گفتاری کاربرد داشت ، که به نام مرگ «سیاوش» یاد می شد.
از سده های آغازین آمدن اسلام در افغانستان کهن که خراسان نامیده می شد، دو سروده جالب به زبان گفتاری مردم بر جای مانده است :
«كهن ترین شعر مقاومت عامیانه كه در قلمرو افغانستان كنونی سروده شده و به دست ما رسیده به دنبال یك واقعه تاریخی و توسط مردم بلخ ساخته شده است. توضیح آنكه اسد بن عبد الله حاكم خراسان در سال ۱۰۸ ه . ق برای جنگ با امیر ختلان و خاقان ترك بدان سامان رفت و شكست خورده به بلخ باز گشت. بلخیان او را در شعری با لهجه دری هجو كردند كه كودكان بلخ آن را می خواندند:
از ختلان آمذیه
به روی تباه آمذیه
آواره باز آمذیه
بیدل فـراز آمذیه (۱)
در سرزمین کهن خراسان پیشین یا افغانستان ایدونی ادبیات گفتاری یا عامیانه جلایش گسترده وچشمگیری دارد. چنانی که یک بخش بزرگ ادبیات گفتاری این سرزمین با ترانه ها وسروده های گفتاری ودوره گردان خوانده وارایه می شوند .(۲).
افغانستان سرزمین تبار ها وملیت های گوناگونی است. همین چند گانه گی زبانی موجب پیدایش ادبیات گفتاری متنوعی نیز شده است که اینک نخست سروده های مردمی بر بنیاد ساختار های جغرافیایی وسپس بر بنیاد ساختار های تباری بیان می گردد:
نخست :
ترانه های محلی مردم کابل :
نخستین سروده ای که پدر ها ومادر ها برای کودکان شان زمزمه می کردند ، سروده ای نامور آه للو ، للو است . این سروده را اغلب مادران برای کودکان شیر خوار شان برای اینکه به خواب ناز فرو بروند می خواندند وچنین است :
آه للو للو للو
شاهزاده ای مادر للو
یا گل دختر مادر للو
آللوی ماه پاراه
ماه پاره در گهواره
ماه پاره را خواب برده
گهواره را آب برده.
آه للو للو للو
بچه ای مادر للو
یا: دختر مادر للو
ویا برای کودکانی که تازه سر زبان وگپ زدن آمده باشد این سروده را می خواندند:
للی للی حوضک
دور حوضک سوزک
گنجشگک ها آو خورد
پایکش لکتاو خورد
یکی کشت ، یکی پخت
یکی گفت : حقک مره کجا ماندی؟
اونه در تاق بلند.
میو . میو . میو میوتق تق تقک
در هنگامی که می گوید: حقک مرا کجا ماندی ، دست راست خورد را بالا می برند وبالا ها را به کودک نشان می دهند . هنگامی که می گویند، میو میو میو دست شان را پاین می آوند وبا با پنجه های شا سینه کودک را تق تقک می دهند وکودک می خندد واز همان آغاز این سروده را می آموزد وبه در تخته سپید ذهنش ته نشین می شود.
برای بازی گیرکان ، چشمپتکان ویا جز بازی ، باید کسی انتخاب می شد، این گزینش با سرود های زیرین انجام می پذیرفت:
این کی ؟
اون کی ؟
بان کی ؟
های تو، ده
فوته ده
این کی ؟ اون کی ؟بان کی ؟
بانکی آخری بالای هر کسی که تمام می شد، فرار می کرد وخودش را در جای پنهان می کرد ، نفر آخری، باید چشمانش را می بست و تا شمارش ده می شمرد وسپس چشمانش را باز می کرد وبه جستجوی پنهان شده گان می پرداخت.این بازی را« چشم پته کان» می نامیدند.
واین سروده بدون اینکه کسی معنی آن را بداند ، با آوای ویژه خوانده می شد.
یا سروده ای :
الم دو لم اسپارتنگ
هه کاکش دل وزیر ،
وزیر تنگ ، پیر پادشاه.
ویا سروده ای :« اتل توتل ،»
این بازی طوری انجام می شود ، که چند طفل افزون تر از دونفر ، دست ها وپاهای شان را در روی زمین می گذاشتند ، یک نفر چنین می خواند:
اتل ، توتل ،
پنجه بشین ، نان شکر
شکرک در باغ بود.
پایک ش لنگ لاش بود
شادی کمپیر!
اسپها ره کجا بستی ؟
لب لب جوی بستم!
بهر شان چه پُختی؟
بهر شان آش پخُتم
بهر من نماندی ؟
کپه ، کپه خوردند.
پایان این سروده بالای دست ویا پای هر کسی که پایان می پذیرفت ، دست وپایش را بر می داشت ، کسی که به زودترین فرصت دست وپا هایش را از زمین بر می داشت ، پادشاه می شد وآن یکی که آخری می ماند ، دزد می شد.
ویا دونفر دست های شان را به گونه نشانه چلیپا با هم محکم می گرفتند ، طوری که پا های شان با هم روبرو چسپیده تنه های شان از هم دور وبا فشار یکدیدگر را نگه می داشتند ، وبا تندی دور ک می خوردند ومی خواندند:
هه بوبه جان هه بوبه!
دسته گلُم شروبه!
شروبه ما خوردندی
پیش حاکم بردنی!
حاکم ، حاکم زن کرده
دهله به گردن کرده
نصف نانه کم کرده
جای مه در کفشکن کرده
آلله هو ! هو! هو!
کمانچه ننه آ هو!
ویا دختران به گونه ای دایره می نشستند ، سپس دستان یکدیدگر را می گرفتند وبر می خواستند وگرداگرد دورک می خوردند و چنین می خواندند. / مانده دار
تقاضا می دارم تا این سروده ها را بنگرید ونارسایی ها ویا خلاهای آنها را برملا کنید، تا این اثر تکمیل شود. ویا سروده ای دیگر محلات کشور را بر شمارید.
بامداد ـ فرهنگی ـ ۲ /۱۵ ـ ۱۰۱۲
یــوه چیغه یــم، فــریاد یمـه، غــزل یم
د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم
عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم
سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم
بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم
د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یم د رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم
ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم
په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیـدلی خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم
د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم
امـــتـیاز تـــه پـه آخــر صف کې دریـږم خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم
زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شوم نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم
د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نـه نـــه ویــریـږمــــــه، د خــــدای پــه توکل یم
چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا ( غـــفوری ) د تا د خـیال د ټـټـر ګـــل یـم
بامداد ـ فرهنگی ـ ۱ /۱۵ ـ ۱۰۱۲
د رحمان بابا شعری سمندرسیاسی څپې
نجم الرحمن مواج
په ۱۰۴۲هجری قمری کال دعبدالستارپه کورکې دپښتونستان د پېښورپه سیمه بهادرکلی کې یوماشوم وزیږید چی عبدالرحمن ونومول شو.
د خپل وخت د یو نامتوشاعر،صوفی اوعارف په توګه وپیژندل شو.دا د پښتوادب نه هیریدونکی پیاوړئ شخصیت په ۱۱۴۲هجری قمری کال له فانی نړۍ سترګې پټې کړي اما د خپل پتمن اوادبی فرهنګی رسالتوال ژوندکې یې ځان ته ترفزیکی تګ اود ژند له پولې اوښتلونه را وروسته دومره پوخ او پاتي شوني کارکړئ وو چې مړینه هډو دهغه دهیرولو توان نه لري.
د خپلوفرهنګی نه ستړۍ کیدونکی هلوځلو قلمی، ښومیراثونو له برکته دلمراوځمکې له ژوند سره سم پایی او،ورځ ترورځی قلموال اوفرهنګپال مینه وال یې د خاطرو درناوی له امله د دې، منلي شخصیت دمینه والو زړونوته د نویو ولولو راپارولو په سپېڅلې مینه نوي لارې خپلوي او دا،اغیزمن ګام لاغزونه مومي.
د دې ورځنی لاغزونې یو اغیزمن لامل زما په اند دا دئ چی د خپلی زمانی ستراونامتو صوفی اوعارف پوهاند رحمان بابا (رح ) یوازی صوفی اوعارف نه بلکې د،یو تدبیروال ټولنپوه اود سیاسي روانو حالاتو سترهمتوال جاج اخیستونکی مشرپه توګه یې خپل لوړخیال او ژورفکرد پدیدو تل ژورې پیژندنی اوسخاوتمندانه خورلوته کارولای دئ.
زموږد معاصرپښتو ادب دوه تلپاتی مشران اوستوري د رحمان بابا (رح) په اړه داسې کښلي دي.
د ارواښاد پوهاندصدیق الله رشتین یادونه:
« د رحمان بابا د پښتو شعراوادب هغه ځلانده ستوری دئ چې د لېرې اوبرې پښتونخوا په آسمان کې یو شان ځلیږي. د ده خوږنوم یا د ده د لوړي شاعر احترام د ده د روحانی اوملکوتي غږد ټولوپښتنوپه زړونو کې یورنګ موجوددئ.
د رحمان بابا کلام رنګین،عام فهمه،سلیس، روان اونازک خیاله دئ.د ده په کلام کې هرډول شعرونه موجود دي او دهرچا په ذوق برابرمطالب لري. د ده په شعرونوکې دیني،علمی، ادبی،اخلاقی، اوټولنیزمسایل،بشری، بشري مناسبات، انسانی صفتونه لکه: لوړاخلاص، رښتیا، رښتیا او صداقت، عدالت،علماو پوهه،ت قوا، اوعبادت، صبراو زغم، قناعت،نیکی، ښېګڼې، متانت، سخاوت، زحمت، او ریاضت، عزت، مېړانه اولوړهمت، ننګ اوغیرت،ځان غوښتنه اوتنګ نظري، کبراوغرور، کینه، غیبت ،حسادت اوکرکه، اتحاد او اتفاق، ورورولی، آزادي، او خپلواکي، ظلم اوستم او داسې نور خصایل ، په ډېرانساني اواسلامي فکرونونو،تصوراتو اوخیالونو کې په ډیره خوندوره اوساده ژبه اوپه ساده ژبه اوپه ډیرعالی مفاهیمو اومعناګانو کې بیان شوي ډي.»
د ارواښاد استاد الفت یادښت:
« د خیبراوتیرا، له غرونوهغه خوا د پېښورپه بهادرکلی کې یو پښتون فقیراوسیده چی خبرې یې شعراوشعریې حکمت و. رحمان بابا هَغه څوک و چې دغفلت له خوبه دبلبلو په آواز راویښ شو او د زړه مراقبه یې د ګلوله غونچو اوغوټیوزده کړه. په زړه کې یې د پاک خدای د مقدس عشق لمبې بلې دي او له ژبې یې سوزان شعرونه راوتل....»
له انسان سره د نه شلیدونکی مینی او د خپلو ټولنیز و سیاسی حالاتوته په مسولانه کتلوسره، د تصوفی اوعرفانی پخی جاذبی اومشرتوب سره سره، له خپلی ټولنې پردئ پاتی نشو او د سیاست او ټولنیز ژوند سره یې د یوه پوخ ټولنپیژاند عالم په توګه ځیرنه درلوده او د شعر په وسله یې نښه ډیره پرځای ویشتله.څنګه چی وایي:
هیڅ مې نه زده نه پوهیږم داڅه پېرشه
چې دلدارمې داغیارپه شکل څېرشه
رښتیاهم چې په سیاسی ژوند کې کله ناکله کورني او بهرنِی فکتورونه سره په ټکرکې شی. د نورو ګڼولاملونو ترڅنګه ځانمني یوغټ او پارونکئ لامل دئ چی پرپخوانیو ژمنو توره خاوره اړوی او یو، له بله سره بیلوي اود یوي سیاسی ګډې موخی ملګری دوستان او، وروڼه، چې کلونه، کلونه یې د یوې ګډې کړنلارې پرمخ بیولو لپاره د ګډو پرله پسې مبارزو او جهادپه مینه یې دګډ زندان په ګډه خونه اوسلول کې وهل اوځورول شوي، نه یوازی دا چې سره بیلوي بلکې وسله والی مخامخ جګړې ته هڅوی.
یا دا چی له زمانی نه دګیلې په توګه د روند اوبابا شاعر د خپل وخت ناځوانو شرایط داسې انځوروي:
زمانه می د رقیب له لاسه وژني
چی مې سپی ګاڼه هغه راباندې شیرشه
د شعردا بیت په اوسنی روانو حالاتو کې په کره توګه نه یوازی زموږپه هیوادکې،چې په تېروڅلورولسیزو کې زموږ ځینی ګاونډي هیوادونه له څه ستونزوسره مخ کړو،اودا هیوادونه په تیروپنځوسوکلونوکې زموږ د هیواد په پرتله کومه اقتصادی اوسیاسی بڼه لرل، بلکی د نړۍ په روانو سیاسی کړو، وړوکې په زغرده د یوې ورځنی سیاسی چلند په توګه لیدلای شو. که دهمدې سیاسی بیت منځپانګی ته وردننه شوسیاستوال دي ته هڅوي چی د دې غمیزی یعنی دا چی ډیرضعیف غلیم غښتلی کیدل اصلی لامل وپیژندل شي اود تیر برم بیاموندلو ته مټې را ونغاړي.
همدا راز د وخت سیاسی ناتارنه دغوره غزل په یوه برخه کې په رسا ژبه داسی غږباسی:
خدای د یارله هجره هیڅوک خبرمه کړه
تاخت وقتل و دا خبردرې واړه یودئ
په سبــب د ظالمـــــانوحـــاکمانو
کور وګوراو پېښوردرې واړه یودي
وردې نه شي په پردۍ زمکه هیڅوک
کور و کر و مبصردرې واړه یودي
چې دې نه په کې یو یارنه دې آشنا وي
هغه ښارو بحر و بر درې واړ یو دي
په رښتیاهم کله چې په یوه ټولنه کې د ظلم څپه په یو ډول نه یو ډول خوره شي له ژونده خوند د جګړې په سیند کې لاهوکېږي، د کوراوکلی ماحول په زندان اوپایله کې په ګور، اوړي. دا چی ویل شوي دي چی شعرد زړه آواز دئ او د ورځنی ژوندانه انځورونکئ، نو،حساس شاعرنشي کولای چې د خپلی سیمی او اوسیدونکیوله غم او زغم سره ځان شریک و نه بولی او له هغوی سره خواخوږئ نه وي. شاعراو بیاپه تیره بابا شاعر په څواړخیزه توګه د هماغه وخت تاریخی جبرغندی او په ښکلی شعری انداز له ناخوالو نه شعری عکاسی شوې تابلو د پېړیوپه پوړیوکې د حق اوعدالت سیاسی مینه والوته دا سې تاریخي یادګارپریږدي چی هم پخپله د شاعرژورلید اود انسانی انگیرتومنه اوهم د هماغې دورې رښتینې څیره په کې ښه وځلېږي اولوستونکیوته دتلپاتی اوغوره پیام لمریزه وړانګه وي. دهر ډول قومی تعصب پرضد ناره یې داده:
زه عاشق یم سروکارمي دئ له عشقه
نه خلیل نه د اوودزئ یم نه مومند
او یا دا چې:
ترخی اوښکې د عاشق آب و نمک دي
خدای دې نه کا څوک بی آب وبی نمکه
ریښتنی عاشق د خپل همنوع یعنی انسان سره د هغه له انسانی غوښتنې اوحقپالنی سره ریښتونی مینه څرګندوي په بریا، یې خوښیږی اود ستونزوهوارولو لپاره یې تروسه زیارباسی او د ورورګلویزی مینې پرمټ یې د ګڼوستونزو، ګرداوله کومې د ژغورنې ساحل څنډې ته راکاږي او خوندي کوي.
قومی تعصب په کلکه غندي او ورنه کرکه لري او د انسانی ټولنې خیرښېګڼه په دې کي ویني چی د همغږئ کلکې ارادې مزئ لامرغلین کړي.
دلته داسې نغوته لري:
حق باطل کا باطل حق کا
په سبب د روی ریا
ګوش اوهوش یې هرګزنه وي
د مظلومو په ژړا
سیاسی تنګ نظری په کلکه غندی اوهرڅه دڅوتنو شا وخوا، سیاسی لاس پوڅو، لږ کي، انډیوالانو ته منحصرکول د ډیر یوپررواحقونو څرګندتیرۍ بولی، چې د بی باوریو لمن غځوی او د ژورکړکیچ لامل ګرځي. دعدالت په برخه کې:
که بلنده مرتبه د چا په کاروی
لوی مقام دئ عدالت په دا دنیا
عدالت د اسلام سپیڅلي دین ارشاداتو،اوهمداشان دپرمختللیو هیوادونو اومدنی ټولنو بنسټیزه غوښتنه ده چی په همدي وسیله انسانی ټولنه د پرمختګونو لوړوپوړیوته لار باسي اود وروګلویزې مینې له برکته ګام په ګام د نویو پرمختګونو حیرانوونکیو پړاوونوته رسیږي.
همداشان د دښمن لنډ مهاله دوستي ته د اسې ګوت څنډنه لري:
چې دښمن یې وي له دوسته اړولې
د هغو احتیاط بویه له کومکه
دا هم یو سیاسی ژورلید، نصیحت دئ چې د دښمن په پستو خبرو دولتی واکداران تیرنه وځي اوخپل ملی دریځ ترهرڅه غوره وګڼيږ او که داسي نه وي بیا به پښیماني کومه ګته ولري او تاریخي ماتی له نه هیریدونکیو پیغورونوسره نو یو پښتونو ته پا تې شي. د لته عمل اوعکس العمل ته داسې فلسفی ژوره نغوته لري:
که ته نکړي په بل چاباندې غرض
بل به نه کاندي په ت اباندې غرض
***
له اغیارسره خندا څه په کارنه ده
له اغیارسره سودا څه په کارنه ده
سل یاری د یوه یارد پاره کړۍ شي
آشنایی دهرآشنا څه په کار نه ده
***
کله چی د اغیارټول کړه وړه د بشپړي رسوایی ترپولې رسیږي اوشاوخوا ټول حقیقتپال ذهنیت پرې شهادت ورکوي بیانوهغه پېژندل غلیم ته چي په راز،راز چمونو د خپلی تورې موخی لپاره هرې خواته لاس غځوي ددوستی لاس ورکول څه چې آن په ورین تندي کتل هم غندي.دا د سیاسی پوهی هغه اړخ دﺉ چې د شعری کلام سیاسی جوهرجوړوي.
سوله اوفتنه وال ژوند دا سې پرتله کوي:
زهرښه دئ که په صلح او صلاح وي
نه شکرې په فتنه او په غوغا
چې دوروراوعزیززړه پرې آزارشي
حاصل مه شه هغه خپله مدعا
یا دا چې:
بزرګی په دلجویی کې ده دخلکو
ته چې خلک ډوبوي څنګه بزرګ یې
دلته د سیاست هغه اړخ ته جوته او روښانه لارښوونه ده چې سیاستوال او حکومتی واکوال ښايی په ډیره ځیرتیا اومسولیت په بشپړصداقت خپل سپارل شوي صلاحیت وکاروي.
د ټولنیزسم سلوک په اړه خپله لویی ا وزړه سواندي داسی بیانوی:
کوهی مه کنه دبل سړي په لارکې
چېرې ستابه دکوهی په غاړه لارشي
کوهی کنل اووژل له قابیل نه راپه دې خوا په زرګونه ډوله د پیړیو په پوړیوکې ورځ تر ورځې په ډیره بدرنګه بڼه، بڼه بدلوی او آن دا چې انسان په اوسني روانو ورځنیوحالاتو اوکړو، وړوکې، د انسانیت وجودی فلسفی سره په زغرده ټکرکې داسې کارونه کوي چی انسانی ويښ وجدان لړزیږي، ترې کرکه کوي او پرې لعنت وایي. د عزت اوحرمت ژوند ته دا سې فلسفی نغوته لري:
چې عزت حرمت یې نه وی په جهان کې
هغه هسې ژوندون وسوزه په اور
بی عزت سړئ به خوښ دهیچا نه وي
مګرهسې بی عزت وي ځینې نور
دلته عزت او حرمت،اعتباری شخصیت نه سیوا چی د څوکۍ اوورکړشوي مقام معنا لري د اعتباروړنه ګڼي او داسې کسانوته یوازی اویوازی په خپل تنګه او، ورته تشکیلاتی کړۍ کې د بی عزتۍ له معنا ډکه نغوته ده چې داسې ژوند په اورسېزل غوره ګڼي نه ورسره همغږي او پرې ویاړل.
چې داورلمبووهلئ وي بیاروغ شي
نه رغېږي دآزارلمبووهلئ
د اورلمبوته شعری نغوته دظلم اواستکبارخورول او، د همدي ناورین په اور د انسانی ټولنې مادی اومعنوی هستی بربادولو بر بنډول اوغندنه ده.دلته بیا هم د خبروپای په توګه د رحمان بابا د شعرسمندرسیاسي څپه دومره غښتلی ده چی دهمدې بیت هراوریدونکی پرته له کوم تلکفه د شعرمنځپانګې نه دخپلې پوهې په تناسب ګټه، خوند اوځوراخیستلای شي.
د رحمان بابا سترروح ته د ارادی ګېډۍ ګېډۍ ګلونه وړاندې کوم اوشعري سمندرڅپوته یې دا نساني ټولنې اوپه تېره بیا دنوي پښت ژورپام اوڅپاند، نه تمېدونکي، ګټورتکل په هیله.
بامداد ـ فرهنگی ـ ۲ /۱۵ ـ ۳۰۱۱
د وطـن میـنـه
بې له تا به ژوندون کـــله زما آسان وي
لکه مات چې مې ورز پر ستر توفان وي
د ښکاري په سرو منګولو کې را ګير یم
لکه ویشتي غشي نېغ په زړه جانان وي
بې لـه تا بــه سخت سفر یـــوازې درومم
لکه شپه کې چې سپوږمۍ تنها روان وي
زما پر زړه ستا د یادونو څلي جوړ دي
فکر او انــد تل ستا څيرې ګریــوان وي
تل په سترګو مې رڼې اوښکې جــاري شي
چې پر تا وینم را تاو پړانګ او لېوان وي
ډکې اوښکې مې له غبرګ سترګو توی شي
چې واکمن پر کلي ښار مې تور دېـوان وي
زه له دې لرې ملکـــو دې تل څــارمه
ګنې بیا یو ورځ به جوړ دا ګلستان وي
پام و نه کړې چــې زه بـه ستـا لــه عشقه تیر یم
ستا فراق کې مې ژوند تل خــوار او پریشان وي
پښې مې سستې وس د تلــو پــه مـا کې نشـتـه
یا نړۍ په مخه کړې زلزلې او لوی توفان وي
بې له تا چې پر هر ځای یم خوار فقیر یم
لکه ژوند چې د انسان په تــور زنـدان وي
پروت پنجره کې د سرو زرو زار بلبل یم
چــې ارمــان يې آلــوته پر شنه چمــن وي
که هر څو له تانه لــــرې زړه مــې ستا دی
روح مې ډک ټول ستا له مينې او ایمان وي
ته ټول مينه ټول عــزت او شرافت يې
پرتا ویاړم بې له تا که مې ګزاران وي
زه هيڅکله به تا هیر نه کـړم وطـنه
تل نابـود دې رنګـارنګه دښمنان وي
( عبدالملک پرهیز )
بامداد ـ فرهنگی ـ ۶ /۱۵ ـ ۰۵۱۲
خشونت محکوم است!
باز هم روی سخـــن ســوی زن است
بحث شور انگیز و موضوع زن است
رنج زن ، رنج عظیـم کشــور است
چرخ مرگ و زنده گی را محور است
مظهـر آمــال انسانی زن است
با تاسف قشر قربانی زن است
تا بکی باشد زنان خوار و اسیر
کــودکی در پنجه ی کفتــار پیر
تا بکی باشد زنان زار و خمـــوش
باز کن بگشا دهان و چشم وگوش
تا نگردی چیز فهم و پخته جــوش
حرف تانرا کس نخواهند کرد گوش
خیز با گـــام جسورانه بــه پیش
جنبشی کن با هماندیشان خویش
خیز از تهدید نا مردان مترس
از خــرافات ریا کاران مترس
نهضت زن را بنا کن در وطن
قهر مان شو ، قهرمان ی مرد وزن
قـــوت زن اقـتــدار رستم است
کی زمردان در توانایی کم است
گیسویش در دست نا مردان مباد
عـــزتش تا راج اهریمــــان مباد
یاد تان باشد که روزی در وطن
می رســـد دوران آزادی زن
راه پیروزی تان در وحــــدت است
علم ودانش مر شما را عزت است
زن ستیزی ، مــــرد سالاری فنــاست
با شهامت باش زن ، حق با شماست
(عبدالو کیل کوچی)
بامداد ـ فرهنگی ـ ۴ /۱۵ ـ ۲۷۱۱