دافغانستان د خلکو د ترقی ملی متحـد ګوند د دارالانشا اعلامیه
لکه څنګه چی ګران هیوادوال خبردی د پاکستان نظامیان او د نوموړی هیواد څارګره اداره د دی هیواد دجوړیدو راهسی تراوسه پوری زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی لاس وهنه کوی اونه پریږی چی افغانان په آرامه او سوله ایزه فضا کی ژوند وکړی، خپل اقتصاد پیاوړی کاندی اوخپل هیواد آباد او سمسور کړی او په پرله پسی توګه په بیلابیلو پلمو زمونږ دګران هیواد په وجاړه ولو بوخت دی او په دی لار کی د ګاونډیتوب ښه اصول ، داسلامی ورګلوی سپځلی ارزښتونه او د تاریخی مشترکاتو په پام کی نه نیولوسره زمونږ دګران اولرغونی هیواد د بربادی هڅی کوی اونه پریږی چی زمونږ هیواد وال بسیا ژوند وکړی.
د پاکستان نظامیګرو پدی وروستیو دری لسیزوکی له پخوا لا ډیر زمونږ د ګران هیواد دویجاړ یدو له پاره مټي راغښتی اوپه ډیره سپن سترګی ئی په خپله خاوره کی د تروریستانو ځالی ساتی او د نړی تروریستان او ترهګر ئی په بیلابیلو ښارونو کی میشت ،تربیه ،تجهیز ،مسلح او بیائی زمونږ خاوری ته دترور او سړی وژنی لپاره رالیږی؛ اود دوی په لاس جوړشوی اوتربیه شوی ترهه ګر په هیچا صرفه نه کوی . مسجدونه، روغتونونه، لوی لاری او پلونو الوزوی، سپینږیری، دینی عالمان، ښځی ، ماشومان او نور ملکی وګړی په بی رحمی سره وژنی؛ داکتران اوعام وګړی برمته کوی، لاری نیسی اوشوکی کوی، د مخدر، توکو کر لیکله ئی د خپل جنګی لګښتونو د یوی برخی د پوره کولو لپاره تشویق کړی او دا کارئی په ځانګړی توګه په تیرو څوارلسو کلو کی په ډیره بی شرمی پرمخ بیولی اولائی بیائی اود دی ټولو ناروا کارونو ترشاد پاکستان د بیرحمه نظامیانو اوپه ځانګړی ډول د آی اس آی بدنامه اداره قرار لری او پدی ورستیو کی ئی د ډیورند دکرغیړنی فرضی تحمیل شوی کرښی د رسمی کولو ناکامی هڅی هم شروع کړی. او دا شرموونکی هلی ځلی ئی لدی دری ورستیو کلونونه راپدی خواګړندی کړی ، چی ګوشتی غلام خان ، سپین بولدک او بارام شاه پیښی ئی ښکاره بیلګی دی دا دی اوس د تیره شپه (۲۳ ـ ۲۴/۳/۱۳۹۵ ) ئي به ټوله سپین سترګی د تورخم په سیمه کی د نظامی تاسیساتو په جوړولو پیل کړی چی له نیک مرغه هره پلا زمونږ اتلو امنیتی او دفاعی ځواکو نو اوپه ځانګړی توګه د سرحدی اتل ځواک له خوا د غاښ ماتوونکی غبرګون سره مخ شوی چی د افغانستان د خلګود ترقی ملی متحد ګوند دارالانشا د پاکستان دنظامیان دا ډول خائنانه کړنی په کلکه غندی او دخپل میړنی وسلوال پوځ میړانه اوسرنښند نه ستائی او د افغانستان دټولو ملی ــ د دموکراتو اوترقی غوښتو قوتونو او د افغانستان د ټولو مسلمانو ،باعزتو اوپه وطن مینو خلکو نه غواړی چی د خپل میړنی وسلوال پوځ په څنګ کی د خپل هیواد په د دفاع سنګرګی ور دیږی اوپری نږی چی دپاکستان نظامیان خپلوناولو مخو ته ورسیږی .
ژوند دی وی افغانستان وسلول پوځ!
تل دی وی افغانستان!
سر لوړی دوی زمونږ خلک!
پوهاند داکترمحمد داوود راوش
د افغانستان دخلکود ترقی ملی متحد ګوند رییس
بامداد ـ پیام ها و گزارش ها ـ ۱/ ۱۶ـ ۱۴۰۶