لـمــر
ای د سولی لمره وخیژه کابل باندی
وژغوره وطن زمونږ دا لوی تحول باندی
ډیر کلونه کیږی چی مرگی دلته جوپی کوی
ساندی او ویرونه دی ستم پکی چړچی کوی
راوله تودوخه مو د هیلو په گنگل باندی
لمره څراغونه کړه تکه توره شپه د جنگ
راشه د افغان په کور لری کړه لمبه د جنگ
وړانګی دی خوری کړه جل وهلی تور اوربل باندی
ای د آزادی لمره راوړه د خلاصون زیری
رواړه د وحدت زیری راوړه د تړون زیری
هر وخت به دی ستایم په سندرو او غزل باندی
ړنک کړه د تیارو بازار وځليږه ای لمره
جوړکړه د شغلو قطار وخوځيږه ای لمره
مات کانده وزرونه هر ناورین او هر توغل باندی
ای لمره روښانه او رڼا رڼا راپورته شه
ما عسکر (چالاک) ته سپن سبا سبا راپورته شه
خور کړه د خوښی پیغام زمونږ په هر درشل باندی
(عسکر چالاک)
شعر در بامداد ۱/ ۲۲ـ ۲۳۰۷
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019