دا دوه سرکه دی ستاسو سر وخوری

د زبیر شیرزاد لیکنه

کرزی صاحب نور مه ژاړه، که نه؟ زه بیا تا ته ژاړم، ته پوه شه ما دی ولس ته ډیر ژړلی دی. باور وکړه ګوره ستا ژړا ته، رښتینی ژړا څوګ نه وایی، او په تا څوګ با ور نه کوی، دلته دا ټول ولس ژاړی او د اوښکو په ځای بیا هم باور وکړه چه لپی لپی وینی له سترګو تویوی، کرزی صاحب ته پوهیږی چه دا ولس هم ته وژنی او هم د تا خلیلی او فهیم او ستاسو بللی او نا بللی دوستان یی وژنی. هم زه پوهیږم او هم ته او هم دا ولس، چه ته له هر چا مخکی خبریږی حتی له جبراییل امین نه هم ددی ولس په وژلو خبریږی، دا ځکه دد غه ولس د وژلو پلان تاسو مشترک جوړوی او بیایی وژنی، خو کله چه ددی ولس کورونه ړنګ شی بیا په ژړا شی، چه دا ولس ووژل شی، تباه شی او داسی تباه شی چه د یو کورنۍ نوم د نفوس شمیرنی اداری له پاڼو هم پاک او ورک شی، او بیا چه مونږ وژاړو ناری او سوری ووهو او فغان مو آسمان ته ورسیږی چه ولی مو وژنی؟ او ته بیا د دی غیرتی ولس، سرلوړی سرونو ته سپکاوی او بی احترامی هم کوی او یو لک افغانی د دی با شهامته او میړنی ولس د وژلو قیمت ورکوی.

کرزی صاحب! نور مه ژاړه، تا زمونږ او زمونږ د قوم سرونه لیلام کړی، تا هغه سرونه چه سر یی هیچا ته ټیټ نشو خو تا او ستا بد کاره او فاسد دولت د دوی جګه غاړه راټیټ او د ملا تیر دی ورته مات کړی، خپی دی ورته قطع کړی او لاسونه دی ورته پری کړی او دا لا څه چه ګدا دی هم کړ، خو ته په دی پوه شه چه کچکول یی لا په غاړه شوی نه ده که کچکول یی غاړی ته واچاوه په ښیرو به یی لکه نور ته هم نابود شی دا ولس درد لری د دوی ښیری قبلیږی، کرزی صاحب ته پوهیږی ته څه کوی، پس د دی با وقاره او با عزته ولس له وژنی بیا په یوه بی معنا د امریکا په سفارت کی لیکل شوی تسلیت نامی او د "قالو انا لله و انا الله را جعون" په ویلو باندی ددی وژل شوی ولس او قوم د ژوند داستان ډیر ژر تر خاورو لاندی کوی، ګویا نه څه وران شوی او نه هم څوک وژل شوی قراره قراری ده.

ګوره کرزی لالا! نور مه ژاړه، ژړا نه تا ته، نه هم ما او نه زما او ستا دا زخمی وطن ته، نه ما بیوزلی ته، او نه هم زما او ستا په بمونو وژل شوی قوم، ولس او خلکو او دا وران او ویجاړ شوی وطن ته څه ګټه نه کوی دوی عمل غواړی. که چیری نور هم ژاړی ګرچه ما باور نه کاوه، ته خو واقعاً له ما او له مونږه او له دی شهید پروره ولسه هم بیوزلی یی، کوم چه حاجی فرید د میاه ګل جان لمسی درته مخامخ په ارګ کی نیغ په نیغ در ته وویل، ګوره کرزی صاحب! ته یو څه لری چه هیڅ زعیم د دی وطن نه درلود، چه هغه ستا لویه حوصله د غمیزو په مقابل کی ده، کرزی صاحب! ته په هر څه پوهیږی خو عمل نه کوی او یا د عمل توان نه لری، مونږ واوریدل خو تا هم واوریدل او هم دی د اروزګان په غرونو کی دی په رڼو سترګو او امریکایی دوربین ولیدل چه په دی مظلوم ولی سرلوړی ولس ب ۵۲ طیارو بمونه د طالب په بهانه واچول، جنتی ملا ربانی دا سیار رییس جمهور او ستا دوست او پرونی د خارجه چارو وزیر داکتر عبدالله له بیلری بمونو نه هم ناراض وه دومره په دی ولس په قهر وه او امریکایانو نه یی شکایت کاوه چه دا بمونه زر کیلویی بمونه واړه دی او ویل یی دوستان باید لوی لوی بمونه واچوی، چه دا بمونه دا وطن او دا خلک ژر نشی وژلی او تباه کولی، او امریکا له ده بمونو بیا بل څه نه درلود، که درلوده یی هغه اټوم بم وه، چه دوی یی غوښته کوله چه دا ولس دی تباه شی، چه دوی ژر کابل ته راشی او دا د قدرت تږی او لیونی تر څو قدرت د غارت او چور د پاره تر لاسه کړی، هو کرزی صاحب همداسی نه وه او همداسی چور او چپاول غا رت او تجاوز په دی ولس ونشو په دی سرلوړی ولس؟ یو ځل ته په احمدشاه ابدالی، اکبر او میرویس قسم وکړه چه زه خو به دروغ نه وایم، او مبالغه خو به هم نه په دی هکله نه کوم؟

کرزی صاحب! مونږ هر څه اوریده، هغه وخت نه مسکینیار، نه بیات او نه هم اسمعیل یون تلویزون درلود چه کوم ناوړین په وطن راغی مونږه لیدلی وای، چه څنګه بشری ناوړین په دی ولس او دغه وطن راغی او د چا له خوا راغی؟ ولی مونږ خپل دښمنان ددی وطن او ددی خاوری دښمنان ښه پیژنو، خو تا بیا په خپلو غټو سترګو دا ناوړین ولیده، چه ددغه ولس د بچو وینه د افغان په نوم که پښتون وه، که تاجک وه، که ازبک وه که هزاره وه څومره وړیا تویه شوه، کرزی صاحب! مونږ واوریده خوتا ولیده چه حاجی قدیر او داکتر عبدالرحمن څنګه ووژل شول تا د هغو د قاتلینو د محکمی عزم او وعده وکړه ولی سبا دی هر څه یو دم هیر کړه او یا یی درباندی د برچی په زور هیر کړه؟ غلی او خاموش کیناستی، کرزی صاحب! تا خو د شینوارو د واده تباهی ولیده او ورته دی وژړل، خو د هغو وژل دی هیر کړه، تا د شینډند د یو ټول کلی نابودی وژنه او تباهی ولیده؟ ودی ژړل ما هم د تا مجبوریت ته وژړل خو هیر دی کړه، تا خو د خوګیانو دسته جمعی وژل ولید ودی ژړل خو هیر دی کړه، تا د ډاکتر عبدالله د قاتلینو د نیولو او هغو ته دجزا ورکولو وعده په ژړا کی ورکړه، خو هیر دی کړه، تا د بغلان، فاریاب او جوزجان وژنی ولیدی ودی ژړل خو هیر دی کړه، تا د کندز د مظلوم ولس بمبارد ولید، ودی ژړل خو هیر دی کړه، تا د تخار د اصلی ځمکو او کورو خاوندان ولیدل چه ستا شریکانو ستا په حضور کی له خپل استوګنځی نه د امیر عبدالرحمن په ګناه وشړل، بندیان یی کړه ورته د توری وریځی په شان وغوریدی خو د سپینو وریځو په شان ونه وریدی، خو هیر دی کړه، تا د اروزګان تباهی ولیده ودی ژړل خو هیر دی کړه، تا هغه څوک چه دکور دیرش غړی یی ورته ووژل اوپه ارګ کی درته ګریوان وشکاوه هم ولید نور څه غواړی له دغه مظلوم ولس نه، کرزی لالا! شاه باس ښه هنر خو لری تا په ژړولو کی ماشالله دکتورا دی اخستی ده، خو هیر دی کړه چه د کونډو چیغه اور ده وبه سوزیږی، خو ټول دی هیر کړه، هو ما هم ولیده کوم چه مونږ ویل او دی ولس نه منله چه دا وطن ته به پنجابی، ایرانی او امریکایی راشی او دا ولس به تباه او برباد کړی، خو تا یو څه رښتیا وویل، او هر چا ومنل، هو تا چه څه وویل ښه دی وویل، تا خپلو شریکانو ته وویل، د دی وطن قاتلینو ته دی وویل، ددی وطن لوټمارانو ته دی وویل او غارتګرو ته دی وویل، ماشالله څومره ښه دی ورته وویل، چه باید ډیر مخکی دی ویلی وای، چه اوس دی ورته ویل بیا هم شاه باس کور دی ودان نا وخته نه ده ماهی چه هر وخت له اوبو راوباسی تازه ده مونږ ستا ویلو ته د سبا د پاره سخت ضرورت لاره چه عادل قاضی فیصله وکړی، تا ورته ښه وویل چه ګوری دری واری وتښتیدلی، څوک کولاب، څوک مشهد او تهران ته، څوک کویټی او اسلام آباد ته او څوک آمریکا ته وتښتیدلی او بیرته د ب ۵۲ له برکته راغلی، عوض ددی چه دغه ولس ته خدمت وکړی، چور خو مو کړ بیا هم کفایت او قناعت نه کوی، بیا هم دا ولس په تیګو او غټو ډبرو ولی.

هو کرزی صاحب! همداسی ده، مونږ او دا ولس پوهیږی چه نه تنها دوی مو په تیږو مو ولی او نور مو هم ولی دوی عادت کړی، او په مرمیو او بمونو مو هم ولی خو د څه د پاره؟ او دوی دا ستا فراری دوستان زمونږ وژنی ته پایکوبی کوی، دا ځکه دوی له پخوا چه د پردو توپک یی د تا د ویلو او زمونږ د لیدلو په اساس په اوږه کیښود، زمونږ په وژلو یی شروع کړی او ددی وطن په ورانولو یی عادت کړی او تری لذت اخلی، هو کرزی صاحب! تا وویل او رښتیا دی هم وویل چه دلته دده ولس کور لا همغه د خټو کورونه دی کوم چه د روسانو په وخت کی وه او که ارایش او رنګ شوی نو دا زما کور دی دا د حکومت د غړو مرمرین کورونه دی او یا د ولسی جرګی د غړو قصرونه دی، کور دی ودان چه تا رښتیا وویل، چه دا ته او ستا شریکان دی چه غریب یی له کوره په زوره وویسته او د شیر چور په کارته کی شیشه یی بنګلی جوړی کړی، دولتی ځمکی یی چور کړی او مرمرین او شیشه یی بلند منزل یی د خپل ولس د وینو په بدل کی جوړ کړ، هو د هیروینو فابریکی یی هم د تا او عبدالله او مرحوم ربانی د فهیم او خلیلی د دوستانو سره شریکی جوړی کړی، او بیچاره دهقان ته په یو غوایی کی غـدود ورکوی، او دوی بیا د ټول غویی غوښه خوری دوی خپله قاچاق کوی او خرڅ کوی، هو تا رښتیا وویل څه پیسی چه راغلی نیم یی هغو غلو بیرته ویوړی، چه دا وطن یی نور هم وران کړ، او نیم یی بیا تاسو داړه مارانو ته درکړی او خاوری د ولس په برخه شوی، اوس دوبی او دوشنبه تا سو ته د اروپایانو آمستردام په شان د عیاشی او میلی ښار جوړ شوی، کرزی صاحب زه پوه یم او دا ولس هم پوه ده او ته هم پوه او خبر یی، او تا د حکومت او شورا د غړو تګ دوبی او دوشنبی ته منع کړی دی، خو دوی ستا پروا نه کوی، دوی ځی او بیرته راځی ترخه په سر اړوی او خواږه د خوږو او ښکلو سره خوری، کوم چه ما به بی له خوږو او ښکلو تلخک په سر اړاوه او دوی به زما د مرګ فـتوا صادره وله، دوی چه اوس ځی شونډی هم ښکلوی خو کله چه ما به د رښتینی او روا محبت د پاره ښکلولی دوی سنګسارولم دوی کافر ګڼلم چیری دی هغه عادل ملا، قاضی او مولوی چه د دوی د سنګسار حکم صادر کړی، خو کرزی صاحب! ددی عادلانه حکم صاحبان او قاضیان راتلونکی دی ټول خبر و اوسی؟ دوی اوس هره جمعه ځی ښکلو سره په مرمرینو قصرو کی شپی کوی، دوی ډالر مصرفوی، خو په غوربند کی بیا د مینی په ګناه، چه د وی د دوبی او دوشنبی تګ او د دوی د څکلو او ښکلولو داستان پټ شی، د افغان ښځی د سنګسار حکم صادروی خو ته بیا دا غږ نه باسی او هم لکه نور دردونه هیروی، کرزی صاحب بس نور مه ژاړه کرزی صاحب مه ژاړه تا یو بل څه هم ښه وویل چه اولاد په خارج کی مه لویوه او ودی ژړل ما هم درته وژړل، هو ستا هدف دا وه چه جاسوس یی مه لویوی، ستا دا شریف احساس ته می ستا په شان وژړل، خو ته څه وا یی ته هم داسی نه یی لوی شوی، تا هیر کړی چه زما او زما د سرلوړی قوم سر دی په یو لک افغانیو لیلام کړی او د وینو تویولو ته پنځوس زره قیمت تعیین کړی، کرزی صاحب په جاسوس دی لعنت شی، کرزی صاحب دا دوه سرکه دی د تا او ستا د کابینی، شورا، معاونینو او ستا د انډیوالانو، ناټو او امریکایانو سر ډیر ژر وخوری چه هره ورځ یی یا دوی، خو تا یو ورځ ونه ویل چه د دغه دوه سرکونو په مقابل کی یی له تا څه وغوښتل او تا څه له لاسه ورکړی، که سر محقق صاحب رښتیا درته نه وایی دی او ویده وجدان یی، زه یی درته وایم، زما کلتور دی لیلام او خپو لاندی کړی زما کارګر دی نابود کړ، تا د کارګر زوی وژلی، تا د کارګر کور نابود کړی تا د کارګر روزی تری اخستلی تا د وطن ټولی فابریکی شړی کړی یا دی خرڅی کړی او یا دروازی دی ورته وتړی، او بیچاره کارګر دی په خالی لاسونو د خاورو کورته ولیږه، میرمنی یی په غاړه کی ورته لاس واچاوه ویی ژړل لکه چه زوی مړ شوی یی، خو تا د کارګر او د کارګر د ښځی ناری او فغان په خلاصو غوږونو هیڅکله وا نه وریده، او تا ورته ونه ژړل، کرزی صاحب ستا دا دوه سرکه دی د تا د شریکانو سره یو ځای سر وخوری، چه تا د دوه سرکو د پاره زما دا ټول خټـین کورونه دی راته وران کړ، زما له زلمیانو او سپین ږیرو نه دی د ګیری په لرلو د شرقی او جنوبی او غربی او شمال شرقی سیمو ولس په همدی ګناه زندانونه پری ډک کړی، تا زما د ملی اردو د وسایطو له ټوپ نه نیولی تر طیاری او ټانک له خرڅونکو دی یوه ورځ هم پوښتنه ونه کړه، ته ولی ژاړی، ته خبر نه یی؟ چه زما د قوم د سیا سرو مخ نه خسر او نه هم لیور د لیدو اجازه نه درلودله، خو نن ستا او ربانی دوستان یی را ته هغه هم د نارینه په چټلو او نا پاکو لاسو سره تالاشی کوی، او په تربیه شوو سپیـو یی هم ډاروی او هم یی خوری، ته خبر نه یی چه د شپی له خوا د بل کورته بی له اجازی تلل زمونږ د کلتور سره دښمنی ده، دا اجازه چا ورکړی، بیا هم دا پنځه بلند منزله دی په زلزلو او طوفان کی ژر ړنګ شه، کوم چه زما د وطن خټـین کورونه دی د ځمکی او هوا له لیاری بمبارد کړ بمباردوی او ړنګوی، ته خبر نه یی؟ چه هم می وژنی او هم را باندی خاندی او متیازی هم را باندی کوی، سترګی دی وړندی شه نور مه ژاړه ستا بوډاګان د حیوان په شان درته تړی د هغه چا د زوی سترګی درته تړی چه هر یرغل ګر ته یی جزا او افغانی سبق ورکړی، دا دموکراسی دی ژر په بم والوزه چه نن ایرانی آخوندان او پنجابیان او د هغو جاسوسان دی زما امیران کړه، او تا د عربو شیخان زما شاهان کړه، تا بالکل هیر کړی، چه تا ته خپل شهید پلار دی نه وه ویلی؟ چه د پنجانی زوی به ګهواره کی چه نه آرامیده او نه ویده کیده بیا یی څه په اردو ژبه ورته ویل؟ که درته یی نه وی ویلی او سر محقق صاحب هم درته نه وی ویلی؟ نو اوس له ما یی واوره کرزی صاحب! همدا، زرداری، ګیلانی، نوازشریف، میرمن بوټو او هر میجر په دی کلمه ویده شوی، آرام کرو، آرام کرو پټان اګایا، خو نن تا مجبور کړو تا مظلوم کړو چه زه د تا له لاسه خپل اولاد ته وایم احتیاط وکړی چه پنجابی بیا راغلی بم یی راوړی او بم الوزوی، څه شوه ویاړلی میرویس خان او دهغه فولادی فیصله، څه شو زړور میر مسجدی، څه شو احمد شاه ابدالی او امپراتوری یی، څه شو اکبر او د توری شړنګ یی، څه شو کاتب هزاره او د هغه پوهه او قلم، څه شو غلام نبی خان چرخی او دهغه میړانه، چیری دی صمد خان او قوی عظم یی، چیری دی خوشحال خټک، چیری دی زمونږ غازیان او شهیدان، ګوره کرزی صاحب ته او ستا یاران دی په خلاصو غوږو واوری چه افغانی بهار را تلونکی دی، خپل فراری شریکانو ته دا کلمه چه په سنګچلو خو ځه په لاړو به مو ددی وطن نه بیا وشړو، څوک به کولاب ته ځی، څوک به مشهد او تهران ته ځغلی، څوک به کویټی او اسلام آباد ته منډی وهی، په دی پوه شی دا وطن میړنی او غیرتی وارثان لری دا وطن به وژغوری او دا وطن دا وران او غارت شوی وطن به له سره جوړ کړی، او ایرانی آخوندانو او پنجابیانو ته به بیا د عبرت درس ورکړی، بیا به پیغلی می ګودر ته لاړ شی او څڼـور زلمیان به می اتڼ وکړی دا دوه سرکه دی د تا د دوستانو سرونه وخوری چه اور دی بل کړی او بیګناه می وژنی.

 

اجتماعی ـ بامداد۱۳/۱ ـ ۱۲۰۸

دیدار با رییس حزب آزاد گان افغانستان

ملاقات تبادل نظر بین محبوب الله کوشانی، رییس حزب آزاد گان افغانستان وعبدالله نایبی، رییس نهضت آينده افغانستان، به تاریخ۶ اگست ۲۰۱۳م در المان صورت پذیرفت.

در این ملاقات اعضای کمیته سراسری ایتلاف احزاب و سازمانهای دموکراتیک و ترقیخواه افغانستان در خارج کشور هر یک احمد ضیا سپهر صدیقی عضو هیات اجراییه  ن. آ. ا. و کریم شاه میر عضو شورای رهبری بخش بیرون مرزی حزب آزاد گان افغانستان نیز شرکت داشتند.
در آغاز، رفیق نایبی از فعالیت های اخیر هیات رییسه  ایتلاف احزاب و سازمانهای دموکراتیک و ترقیخواه افغانستان، در رابطه با انکشاف ایتلاف معلومات مفصل ارایه کرد.
سپس، رفیق محبوب الله کوشانی تجارب تلاش برای اتحاد نیروهای مترقی و دموکراتیک را در دهه  گذشته برشمرده، روی داشتن اراده نیرومند سیاسی، پابندی به اصول و صداقت در عمل، تاکید کرد.
در ملاقات، پس از تحلیل همه جانبه وضعیت کشور و منطقه و ابراز رضایت از روند انکشاف ایتلاف در فضای وحدت نظر، روی ایجاد حزب سراسری ترقیخواه به حیث مبرم ترین وظیفه  ایتلاف تاکید شد.

 

شعبه فرهنگ و رسانه های کمیته سراسری ایتلاف احزاب و سازمانهای دموکراتیک و ترقیخواه افغانستان در خارج کشور

 

ایتلاف ـ بامداد۱۳/۱ ـ ۱۱۰۸

 

             جشن آزادی وعید رمضان

 

به  هر آنکس که نه عیدی دارد      عرض  تبریک  چه معنی  دارد

وای  بر  گرسنه  گان   تا ریخ       رنج ایشان ز زمین تا به  مریخ  

عمر شان  بسته به  نان خشکی       آنهم  از بخت   سیه  ممکن نی

یک عمرروزه و یکماه رمضان      او  اگر عید   کند کو  لب   نان

جزرمق درنفسش نیست  زجان      گل پر پر شده   در باد    خزان

با   چنین  مظلمه از عید  سخن      زخم  خونین  و  نمک  پا شیدن

اندر آنجا که مریض ی  رنجور      یا  علیلی که به   زخم   نا سور

ز  حیا تش  نبود  جز    رمقی       چه  رسد  بر در عید  و  طبقی

کو  دوایی که  شود   درما  نش      کو علا جی که  کند   خند ا نش

عاشق مرگ خود  اما کو مرگ      نی بدل شیمه ونی خون دررگ

با ز  همان  رسم  عیدی  کردن      دل  پر خون و به لب  خند یدن

نشو د عید   فقط  روی    سخن      صرف تبریک و سلامت  گفتن 

حر مت   عید    بجا    آور دن      عدل   و  احسان ونکویی کردن

بهر کی   گفته  شود   تبر یکی       به  یتیمی  و به  آن بی  پدری؟

به مریض ی و به وضع  نفسش       به زن بیوه و بر رنج وغمش؟

با    پدر مرده   جگر  بندش را       با پسر گم  شده  فرزندش را ؟

باز  هم   خنده    وعید ی  گفتن       جگر  سوخته  به خون  آلودن

باکی   تبریک شود  گفته زعید؟      با کسیکه خوشی ازاوست  بعید

یابه  مظلوم و فراموش شده گان      به  گرو گان   و  اسیر د گران

یا    به   آنکو که   نباشد   آزاد       کی شود گفته  که  تبریکت باد 

عید  آنست  که  دلها   همه  شاد       جان  من   فدای  آزادی    باد

عید  و آزادی   به   مفهوم یکی       کو ازین هردو کجا هست یکی

هردو را غارت و پنهان  کردند       دست وپا بسته به زندان کردند

باش  کا ین مظلمه ها  تا به کجا      جشن   آزادی    کجا  راه  کجا

وای  ازین دل که بفر مانم نیست      وای ازین درد که درمانم نیست

طبع   اشعار   دل    خسته ء من      نرود  سوی  خط وخال و ختن

غم      د یر ینه   مردم   دارم      دل  به   زیر  نیش گژدم  دارم

تا  که   خورشید   بتا بد  روزی      روز گردد  شب ظلمت سوزی

پای  عید   همه گان  باز   شود      بال    آزاده   به    پرواز   شود

خواهم  آن جشن  وتبرک ها را       به    همه  نیک   و مبارک بادا  

 

عبدالو کیل کوچی

 

فرهنگی ـ بامداد۳/ ۱۳ـ ۰۷۰۸

 

 

سـور اختـر

ښکلیه ساقي راشه چې جامونه سره پورته کړو

ورځې د اختر دي چې  غمونه سره پورته کړو

 

راشه چې نظر مې ستا د سترګو سین  کې ووینځم

راشـه چـې د عمـر آرمانــونه  سره پــورتــه کــړو

 

راشه چې دا سرې جامې  په میو کې رنګینی کړو

راشه د کنډول پر ځـای خمــــونه سره پـورته کړو

 

راشه چې دخم په زړه کې وینې په مستیو دي

بیا په میکـــده کې خمــارونه سره پورته کـړو

 

مینـه هــوسیــــږي قرباني د مینانــــو ته

ډلې د مستانو کې سرونه  سره پورته کړو

 

یه ســـاقي  راځــه چې په سکروټـــو تنـــــده ماتـه کړو

زړونه پرې خړوب  کړو، سره اورونه سره پورته کړو

 

سور اختر ځلیږي،  د ګلونو هره  پاڼه کې

ووره شبنمه!  چې ګلونه  سره پورته کړو

 

کاوون توفانی

کابل (۱۳/۶/۱۳۶۳)

فرهنگی ـ بامداد۴/ ۱۳ـ ۰۷۰۸

 

     هنر گام زمان


امروز نه آغاز و نه انجام جهان است

ای بس غم و شادی که پس پرده نهان است

گر مرد رهی غم مخور از دوری و دیری


دانی که رسیدن هنرگام زمان است

تو رهرو دیرینه   سر منزل عشقی

بنگر که ز خون تو به هر گام نشان است

آبی که بر آسود زمینش بخورد زود

دریا شود آن رود که پیوسته روان است

 باشد که یکی هم به نشانی بنشیند

 بس تیر که در چله‌ این کهنه کمان است


از روی تو دل کندنم آموخت زمانه


این دیده از آن روست که خونابه فشان است

دردا و دریغا که در این بازی خونین


بازیچه  ایام دل آدمیان است

دل بر گذر قافله ی لاله و گل داشت

این دشت که پامال سواران خزان است

روزی که بجنبد نفس باد بهاری 
 بینی

که گل و سبزه کران تا به کران است


ای کوه تو فریاد من امروز شنیدی


دردی ست درین سینه که همزاد جهان است

از داد و وداد آن همه گفتند و نکردند


 یارب چه قدر فاصله‌ دست و زبان است 


خون می چکد از دیده دراین کنج صبوری 
 

این صبر که من می‌کنم افشردن جان است 
 

از راه مرو سایه که آن گوهر مقصود 


گنجی‌ست که اندر قدم راهروان است

 

هوشنگ ابتهاج (ه. ا. سایه)

فرهنگی ـ بامداد۶/ ۱۳ـ ۰۶۰۸