راځی د منفي افکارو پرځای مثبت افکار خپل کړو!


نصیراحمد څپاند


ګرانو لو ستونکو انسان یو اجتماعي موجود دی دغه راز ټولنیزواواجتماعی اړیکو ته اړتیا لري الله پاک خپلو بنده ګانوته د ډیرو سترو نعمتونو ترڅنګ یی فکر، شعور، ټاکنه او د انتخاب صلاحیت او توانمندی هم ورکړی همدارنګه که چیری مونږ مثبت فکر، مثبته ټاکنه وکړو کیداشی پایلی هم مثبتی وی همدارنګه مثبتو افکار په خپلولوسره کولای شو ټولنیز اړیکی پیاړی کړوله هغه کسانو سره ناسته ولاړه او ملګري وکړو چې مثبت فکر کوي.څرنګه چی په هره ټولنه کې منفي افکار کولای شي د هغې ټولنې مثبتی کړنی له مینځه یوسی، څرنګه چې هر قوم خپل برخليک په خپله ټاکي، زمونږ په هیوادکې روان ناورين, تاو
تریخوالی، کورنۍ جګړې اوکړکیچونه، وژنې، تښتونې او وحشت او دنورو لخواپرمونږ تحمیل شوی جګړه هم زمونږ د منفی افکارو نتیجه ده . څرنګه چی منفي افکاراو منفي نظریات د یوه سازمان ، کاروباری ځایونواو ادارې پرکاري چاپیریال باندی بده اغیزه او منفی تاثیرکوی ،همدا رنګه د یو انسان په ټولنیزی شخصیت هم ډیرژور تاثیر اواعیز کوی .
منفي افکارد یوی اداری او د پرسونل په روحیه او ژمنتیا زیات اثر کوی او په نتیجه کی د کارکولو لپاره ژمنتیا او تعهد له منځه وړي. هغه چارواکی او مسوولین، چې د خپلې ادارې شرکت ، سازمان او یا کمپنی شکایت کوي او پر بریالیتوب یې باوري نه وي، او یا ورته  د شک په سترګه او نظر ګوری په د اداره د تولید ډلې روحیه ضعیفه کوی او بلاخره یی ځپی. او په نتیجه کی د کمپنی د ناکامی اوماتی سبب کیږی.
که یو مدیر آو یا د کمپنی مسوول په دی باور وی چی د دوی هڅی او زیارونه نتیجه نه ورکوی او دا کمپنی به کمپنی نه شی او تل منفی فکر اواو د خپل کاری ځواک څخه ګیلی وکوی چی ګواکی دوی دناکامی په لوری درومی او تل نا امیده وی هم خپله ژمنتیا او روحیه کمزوری کوی اوپه دې توګه نورو کارکوونکو او کاری پرسونل ته هم د یوه منفي ذهنیت احساس ورکوي. او دا منفی افکار او منفی احساس د کاری پرسونل ترمینځ منفی فکر پراخوی او ددوی پر کاری ظرفیت د تولیدی توکو به کمیت او کفیت هم خورا ژوراثراوتاثیر خوروی.
ګرانو لوستونکو دمثبتو او منفی افکارو یو څو نمونی او همدارنګه دمتبتو او منفی افکارو لرونکو خلکو خصوصیتونه په لاندی ډول دی:
منفی افکار
داکارمی هیڅکله ندی ترسره کړی
داډیرستونزمند اوښوراپیچیده دی
کاری وسایل نلرم
زه دی کاردکولو توان نلرم
امکان نلری چی زه بریالی شم ترڅوداکاروکړم
هیڅوک زما پوښتنه نه کوی
زه کیداشی په دی کارکی پرمختګ ونکړم
مثبت افکار
دایوه ښه موقع ده چی یوڅه زده کړم هغه هم نوی شیان
باید کوښښ وکړم ترڅو حل یی کړم
دکار په وخت کی ونه توانیدیم چی دغه کارهم ترسره کړم
شاید وتوانیږم بیا ځلی یی ترسره کړم
حداقل کوښښ کوم چی ترسره یی کړم
کولای شم وازمایم
دمثبتو اومنفی افکارو ترمینځ توپیر
مثبت افکار: جوړونکی او انګیزه ورکونکی او انرژی بښوونکی د دومداره تمرین په ذریعه ذهن ته لار پیدا کوی او ذهنی مثبت فکرسبب ګرځی او پدی صورت کی د فکر کنترل زمونږ په اختیارکی وی.
منفی افکار:هغه افکار چی دانسان ذهن ته یی لاره پیداکړه اود انسان ذهن یی اشغال کړو منفی ګیرای خواته انسان رهنمایی کوی پدی صورت کی انسان خپل فکر،اوذهن اختیار له لاسه ورکوی. منفي افکارغوسه، خوابدي، اضطراب، خپګان او داسي نوري رواني ناجوړۍ ستونزی او مشکلات رامنځ ته کوي.
دمثبتو افکارو لرونکو خلکوخصوصیتونه:
1 ـ ددی باوجود چی دوی دماضی په هکله فکرنه کوی او دموجوده یا چاریحالت کی ژوند کوی اوهغه څه چی لری او په اختیارکی یی دی ورته خوښ اوراضی وی.
2  ـ دنورمنطقی او رغنده نظریاتو نه ګټه اخلی او دغلطو نطریاتوته د رد لپاره منطقی دلیل لری.
3 ـ په خپلو خبرواو ویناو کی دمثبتو عباراتو،کلمو اوجملوڅخه کاراخلی چی امید بښوونکی وی.
4 ـ دوی تل هڅه او کوښښ کوی چی بریاو ته ورسیږی او که بریاوته ونه رسیدل اول ددی عامل په خپل ځان کی ګوری او مطالعه کوی او وروسته یی په بیرونی ابعادو پسی ګرځی.
5  ـ دوی له عمل یا خبروکولو نه مخکی ښه فکراو سوچ کوی اوله همدی عمله دوی لږدخطاواو اشتباهاتو یاضدونعقیصونه په امان کی وی .
6  ـ دوی چون دمثبت ذهن فکراو سوچ خاوندان دی په اسانه سره کولای شی خپل افکارکنترول کړی.
7 ـ که چیری له دوی څه یو څوک دیوی موضوع په اړه ک وپوښتی دوی دموضوع مثبت اړخونه بیانه وی اوموضوع ته په مثبت اونیک نظرګوری.
8  ـ ستونزی ناچیزه بولی او دهغوی دخل لپاره دخپلی وړتیا او نورودرهنمایی او مشورو نه ګټه اخلی.
9  ـ تل بشاشه ،تازه،توانا خوشحاله او با انرژی بریښی هرڅه ددوی په نطرښه بریښی او دژوندانه دټولوشیبونه خوند اخلی.
10  ـ دنورپه هکله تل حسن نیت اونیک نظرلرونکی اوترخپل توان هحه کوی چی دنورو سره مرسته اوکمک وکړی حصوصآ پّ اجتماعی اړیکوکی.
دمنفی افکارلرونکو خلکو خصوصیتونه:
1 ـ دوی تل دخپل موجوده اوماضی حالت نه ګیله من او شکایتی وی همدارنګه د راتلونکی په اړوند هم بدبینه وی.
2 ـ دوی غالبآ دنورودنظریاتو سره بیدون دمنطقی دلیلو سره مخالفت کوی.
3 ـ په خپلو خبرواوویناو کی تل د منفی کلماتو ،جملو اوعباراتونه کاراخلی.
4 ـ فکری تمرکز نلری تل ضداونعقیصی خبری کوی اوتل خپلو رفتارونو کی دخطاوی اواشتباهات کوی یا په بل عبارت اول عمل کوی بیا وروسته فکرکوی.
5 ـ چون دمنفی سوچ خاوندان دی افکاری یی هم په هغوی اغیزمند دی او په ذهن یی په کنترول کی نه وی.
6  ـ که له دوی څخه دیوی موضوغ په اړوند وپوښتلی شی دوی به دموضوع منفی اړخونه بیانهوی او له منفی نظربه یی بیانه وی اومثبت اړخونه به یی نه بیانه وی.
7  ـ دوی تل بد خویه ،بد مزاج ،کینه کښ ،احساساتی ،عصبی او مایوسه بریښی.
8 ـ هرحه ته په ناامیدی سره ګوری اوهرهغه څه چی په اختیار کی لری خوند تری نشی اخیستلی.
9ـ په اجتماعی لخاظ دنوروپه هکله تل منفی ګیرا وی دهرجا په اړوند منفی نظر لرونکی او بدبینه وی او په دی فکر کی وی چی ټول دهغوی په خلاف توطیی کوی بی باوروی پرهرچا باندی ، فکری اسیتقلالیت نلری.
هر ورځ د مثیت افکارو لپاره تمرین وکړی: که چیری منفی افکار ولری ددی انتظار ونلری چی په یوه شپه یا یوه ورځ کی مثبت افکار خپل کړی کوښښ وکړی مثبت لوری ته تمایل پیداکړی او تمرین یی کړی دړامداره خوشبینی خپله کړی او مثبتی کړنی ترسره کړی او مثبت فکر ومکړی ترځو منفی افکارمو په مثبتو افکارو واوړی. ځکه چی بریالی خلک هغه خلک دی چی توانیدلی دی په خپلو ذهنونوکی مثبت فکرونه او افکار خپل کړی.او هغوی چه وایی دڅه جوګه ندی په واقعیت کی دوی مثبت افکار شاته پریښودی دی او منفی افکارو ته یی مخه کړی. هغه کورنی او یا خلک چی مثبت فکرکوی او مثبت افکار لری اودخپلوکورنیوغړی یی مثبتی خواته رهبری کړی دی دوی هر ناممکن کارممکن کړی او بریاوی یی په نصیب شوی دی په مثبتو فکرونواو افکارو کولای شو خپلو کورنیو ته نیکمرغی ، خوشبختی او سوکالی په برخه کړو سره دبریاو.
نن سبا زمونږ په افغانی ټولنه او ځصوصآدولتی ادارو او ارګانونوکی منفی افکاراو نظرونه شتون لری دمثال په توګه یوځوان دلسانس په کچه فارغ التحصل شی او په ډیر مشکلاتو او ستونزو ګاللو سره دوی ځانته وظیفه او شغل پیداکړی څنګه چی دنده اشغال کړی د منفی افکارو سره مخ کیږی چون دوی کاری تجربه نلری. لمړی ورته ووایی ته ولی په استعلام ، وړاندیز، مکتوب لیکلو صادره او وارده نه پوهیږی . کاری موقع ورته نه برابروی او نه دفتری کار ورته زده کوی . او حتی تهدید اوتحقیروی یی او تل ورسره منفی برخورد کوی کاری روحیه یی وژنی . درحالیکه داداری اصولو په اساس باید هر ه نوی کارکونکی ت
ه لمړی سرکی د اداری په هکله معلومات ورکړی همدارنګه اداری برخه او خصوصآ هغه څانګه ته چی استخدام شوی وی په هغه برخه کی کومی چاری چی ترسره کیږی ورته باید خاص ترینګ اوزده کړه ورکړل شی کاری وسایل او دکارخونه یا مناسب دفتر ورته په اختیارکی ورکړل شی او دری میاشنتی ازمیاشی دوره کی ورسره باید ډیر نیک برخورد وشی ترڅو په یو لوړ احساس سره دکارکولو روحیه باندی سمبال شی او داداری مشر باید دوی ترخپلی پالنی او نظر لاندی وساتی په اداری جلسو، میټنګونو اوکاری جلسوکی ورته د ګډون برخه ورکړل شی تر څو دوی داداری کارونو ترڅنګ داداری جلساتو او ناستوسره اشنا شی جراعت پیداکری او هم کاری وړتیایی وده وکړی،او ترڅنګ یی کاری ځواک پیاوړی شی. او په کاری روحیه باندی سمبال ځوانانوته کاری فرصتونه برابرکړی .
ګرانوهیوادوالواو خصوصآدهیوادځوانانوراځی دعصری علومو ترڅنګ ځان په مثبتوافکارو سمبال کړو پدی خاطر که چیری زمونږ دید او فکر دیوی موضوغ په اړه مثبت وی نوپوهی شی چی تول شیان او هرڅه مثبت اومونږته انرژی رایښونکی وی.او که چیری زمونږدید اوفکر دیوی موضوع په اړوند منفی وی بیا نو پوهی شی جی ټول ښیان او هرڅه منفی او نا امید بښونکی دی.
همدارنګه زمونږ په ټولنه کی منفي ذهنونه دومره حاکم شوي چې دټولو ناپوهۍ، بې اتفاقۍ، وروسته والي او ناخوالو سبب شوی دی که چیری مثبت ذهنیت خپل کړو انسان خپلوهيلو ، اهداف او مخو ته په اسانه سره رسیدلی شی هم انسان اوهم ټولنی ته خوشبختی ورکوي. همدامثبت ذهنیت دی چې مونږته انرژی اوقوت رابښی اوز مونږ دبریاو سبب ګرځی. راځی په شعوری توګه دمثبت فکراوسوچ کولوپیل کړوخپل سلوک همدارنګه روش کی مثبت بدلونو راولو ددی ترڅنګ خپلی ځانی مفکوری هم مثبتی خواته جهت ورکړو. ددی اهدافو ته درسیدلو لپاره تل باید خوش بینه اومثبت فکربایدوکړو او خپل سلوک اوروش داسی مثبت عیارکړو چه  دهر موضوع او هرڅه په اړه باید مثبت ذهنیت ولرو هرڅه باید دمثبتو زاویونه وګورو اوقضاوت هم باید مثبت وکړو حتی که ځنیی موضوعات منفی هم وی باید مونږ یی دمثبت اړخ نه وڅیړو پدی خاطر چی ترڅومونږښه ، بهتره اومثبت فکرونکړو هیڅ شی ښه او بهتره کیدای نشی. مثبت فکرزمونږ دځانی مفکوره نه پیل کیږی که زمونږ ځانی مفکوره او خیال مثبت وی مونږ به هرڅه ته په مثبت نظرګورواو که خپلی ځانی مفکوری منفی عیارکړو بیابه زمونږ ذهنیت دهرڅه په باب منفی وی. راځی خپلی مفکوری لمړی مثبتی کړو خپل سلوک او چلند مثبت کړو اونورهم مثبتوافکارو خپلولو ته راوبلو عامه پوهاوی دځوانانو ترمینځ پل کړوخپل چم او ګاونډ کی یی عملی کړو.ځان لپاره لنډ مهاله اهداف او موخی وټاکو ترڅو یی په اسانه ترلاسه کړو خوشبینه او مثبتو افکارو ته وده ورکړو. منفی دهنیت لرونکی ځوانانو سره باید کاروکړو اودوی و هڅوو ترڅومثبت ذهنیت خپل کړی. دماضی پرځای دراتلونکی په هکله فکروکړودناکامی پرځای باید دبریاو په فکر کی شو همدارنګه په خپل چاپیریال کی باید ځانه دمثبت ذهن لرونکی په نمونه تبدیل کړو ترڅو نورزمونږ دمثبتوافکارو نه الهام واخلی دخپلو دوستانو ،ملګرواوخپلوانو په بریا او ترقی باندی خوشحاله شواو هری منفی اوستونزمنه موضوع ته باید په مثبت نظروګورواو ترڅنګ یی د موضوع مثبت اړخونه  وڅیړو. مثبت افکار زمونږد لوړشخصیت سبب کیږی اومونږدبریاو او خوشبختی عامل ګرځی.، همدارنګه مثبت افکار دډیروۍ ستونزو دحل کلی ګرځی مثبت افکار ټولنه او وګړی سالم جهت ته سوق کوی. همداشان که چیری زمونږ ځوانان ځان په مثبتو افکارو سمبال کړی او په ټولنیزژوندی کی یی عملی کړی مونږ باوری یو چی دهیواد موجوده ستونزوپه حل کی به مهم او اساسی رول ولوبوی.
په هیواد کی په عصری علومو او مثپتو اقکارو سمبال ځوان قشر او خوځښت په هیله!

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۷ـ ۱۶۰۹

د شهيدانو يادونه

محمد اقا کوچی


هر ليکونکې او د نظر خاوند شهيد ته جلا تعريف لري ، وايي چي احمد، قلبي شهيد دی نور شهدان نه دي.
زه وايم شهيد هغه دی چی د وطن ولس دخاوری د تمايت او خپلواکې عدالت او خپلې عقېدی لپاره ځان قربان کړې وي. شهيدانو لست او نمونه تر شمير وتلي دا په دی ما نا چی د هيواد ۵ زره کلن تاريخ اود ددی خاوری فاع اود زبرځواکنو ير غلونه مخنوي په زرگونو افغانو ځلمو ( نارينه او ښځېنو» د شهادت جامونه څښلي اود خپل هيواد لپاريي ځانونه سنگر نيولي خوددی هيواد ولسواکي، خپلواکي ساتلي ، خو نن زموږ په هيواد کې د ښه او بد توپير نه کيږي. اصلي اتلانونوم اخستل گناه شمېرل کيږي . دلته هغه چاته اتل ويل کيږي يا لمانځغونډې ورته نيول کيږي چی همداوس د واک پر لوړې څوکې ناست دي، د اتل ولې معير اود درناوي لپاره بايد اوسنی واکمنه اداره سمه او پر ځای قانوني پرېکړه ونيسي ،بد بختانه زموږ په هېواد کې هغه څوک چی واکمن وي د هغوي کسان بيا اتلان او شهيدان او ښاغلي دي هغه نورو واکمنو چی ماته خوړلی د هغو پلويانو اتلولي او شهيدان بيا تر خاورو لاندی شي، زه تر لږ تبصېری نه مخکې يو څو بېلگې وړاندی کوم.
ايا د ميوند ملاله شهيده نه ده؟
ايا قاسم د کوزکنړ اوسيدونکې چی په گوشته کې شهيد شو هغه شهيد نه دی؟

ايا ناهيد چی د خپل پت لپاره له لوړ منزله ځان را گزار کړ شهيده نه ده؟ ايا د ۱۳۶۷ ل کال جنگ چی د جلال اباد پر ښار د پرديو لخوا وتپل شو په زرگونو نارينه، ښځېنه، اود وطن سرتيرو افسرانو سياسيونو پکې سرونه نظرانه کړل شهيدان نه دي؟ ايا په ځانوژونکو حملو کې وژل شوي عام وگړي شهيدان نه دي ؟ ايا همدا اوس د وطن سربازان او افسران چی د وطن په دفاع کې شهيدان نيږي شهيدان نه د؟ بيله شکه چی همدا کټگوری ټول شهيدان دي . خو افسوس چی دلته يوازی هغه څوک دشهيد تر نامه لاندی امتياز اخلي چی څوک لري.


د ترهګرو په ملاتړو کړۍ تنګيږي  

 

نوروهاب څپاند


د افغانستان اوجنوبي آسيا له پاره د امريکا نوي ستراتيژي او د بريکس د هېوادونو وروستۍ اعلاميه ، هغه نړيوال څرګند دريځ دی چې د ترهګرو د ملاتړو پر خلاف نيول کيږي . د افغانستان خلکو ، سياسي او مدني ټولنو ، حکومت او سيمه ايزو انډيوالانو تل ويل چې ترهګري له پاکستان څخه سرچينه اخلي او د ترهګرو پټنځايونه د پاکستان دننه دي . خو پاکستان به تل له دي بربنډي ريښتيا سترګې پټولي .

اوس چې د پاکستان ليري او نږدې انډيوالان نږدې يوه خوله پاکستان د ترهګرو ملاتړی او مرکز بولي ، د محترم سمسور فيض په خبره ، پاکستان د ميانمار د مسلمانانو د ډله ايزي وژني په پلمه او هغې ته په رسنيو کې د داسې پوښښ ورکولو په واسطه ، چې د پاکستان ترهګريز او کرغيړن مخ پټ کړي ، ناري سوري جوړي کړي دي . موږ چې په هر ځاي او هر وخت د مسلمانانو د ډله ايزي وژنې او د اسلام له سپيڅلي نامه د ناوړه ګټه پورته کوونې ، کلک مخالف يو او دواړه عملونه انساني ضد او اسلامي ضد بولو ، په ټولو افغانانو ، د سيمي او نړۍ په خلکو غږ کوو ، چې پاکستان ته فرصت ورنه کړي چې يو واري بيا د نړيوالو په سترګو کې خاوري واچوي او د خبلو ترهګريزو فعاليتونو څخه د هغوي مخ واړوي . پاکستان ترهګر هېواد دی ، ترهګرو ته مالي ، لوژستيکې اسانتياوي او خوندي پټنځايونه برابروي . دا پاکستان دی چې د خپلي ګټو  له پاره د ميانمار بي دفاع مسلمانان د قربانۍ ګدوري جوړوي .

افغانان او نړيوال بايد په ګډه په ترهګر پاکستان د زور اچونې کړۍ لا نوره هم تنګه کړي . پاکستان ، د افغانستان او نړۍ په نورو هېوادونو کې د تروريستې فعاليتونو د مخته بيولو په تور نړيوال عدالت ته مخ کړي .

بامداد ـ دیدگاه ـ ۴/ ۱۷ـ ۰۷۰۹

آماده گی برای بنای دیواربرلین در افغانستان


عارف عرفان


به تازه گی از« دیواربرلین»  مظهر تقابل دو بلوک شرق وغرب و نقطه پایانی میـراث جنگ سـرد بازدیـد نمـودم.
دیواربرلین بعد از پایان جنگ دوم جهانی وتقسیم  بندی غنایم جغرافیایی و درخط آغازین جنگ سرد با گذر از دل جغرافیای المان تحت نام « دیوار حافظ ضد فاشیست » درسال ۱۹۶۱ ترسایی بنیاد نهاده شد، و المان را به دوکشور المان شرق و المان غرب  درآورد.
در راستای تغییرات دراماتیک در جوامع اروپا وهمزمان با سیر فروپاشی اردوگاه سوسیالیسم که به اثرخیانت ومعامله گرباچف وهزینه تریلیون ها دالر جنگ استخباراتی محقق شد، پس از مدت ۲۸ سال دیوار برلین با توجه به اتمسفیر برخاسته از اتحاد شوروی وسقوط المان شرق فروپاشید و سرزمین المان را به کشوری واحدی درآورد. 
باحفظ این دیوار مرتفع که حدود ۱۵۵ کیلومتر طول داشت، باموجودیت سیستم های متفاوت سیاسی هرگز دیواری جدایی ونفرت در دل خلق های المان وخانواده های دوطرف مرز راه نیافت وهمیشه المانی های دوطرف دیوار قلبأ به این پیوند های تاریخی، اجتماعی، فرهنگی،خونی وعاطفی وابسته بودند .
این علایق و وابسته گی سبب می گردید تا صد ها نفر ازشهروندان دو کشور هنگام تلاش برای عبورمخفی وپرش از فراز این دیوار مرتفع آماج  گلوله مرزبانان  قرار گیرند.
من در لحظاتی که به ساختمان، تاریخ ،انگیزه ها وپیامد های این دیوار تاریخی نگاه می نمودم، جریان مقدمات تهداب گذاری چنین دیوار مشابه بوسیله نقشه پردازان استراتیژیک ، مهندسین کارآزموده و خرابکار در افغانستان، ذهنم را به سمت خود درآورده واین سوال در برابرم قدبرافراشت که قدرت های که برای فروپاشی دیوار برلین تریلیون ها دالر هزینه نمودند،چرا مجددأ بوسیلهٔ معماران جنگ های نیابتی تمثال این دیوارها را در افغانستان ودر میان اقوام ومذاهب کشورم بنیاد مینهند؟
آری!
معماران، انجینران وسیاست گران  ویران گر یا به طرز مستقیم و یا توسط گروه های تروریستی داعش وطالب به شدت سرگرم تهداب گذاری« چندین » دیوار نوع دیوار برلین در افغانستان بوده واین کشور را به طرز بی سابقه به کوله بار آتش منازعات قومی در آورده اند و شبکه های معین در ارکان دولت وبیرون از آن به بادبان این آتشکده ویرانگر مبدل شده اند‌.
شرایط رقت بار وبحران زای منازعات قومی، نفت کافی برای آتش زدن این خرمن فراهم ساخته وکوچک ترین جرقه در کار است تا این سرزمین را به آتش کشانیده و بقایای بی جان آنرا به کوچک ترین پارچه ها ومیدان های فرمانروایی خود در آورده و با تاسیس این دیوار های مجبره وتصنعی ، لاجرم این سرزمین زخم آلود را تجزیه نمایند.
می ترسم که مبادا برخلاف تمایلات و پیوندهای جاویدانه شهروندان دو المان، تداوم شرایط خصومت بار کنونی همه رشته های تاریخی ، علایق قومی ،مذهبی و زبانی هموطنان عزیز را برهم زده وکشور را به جزایر خون وآتش مبدل و مرز نفرت وخصومت بی پایان را در دل این سرزمین بنیاد گذارند.
کسانی که باعقلانیت به این مسیر طراحی شده وسازمان یافته نگاه می نمایند ،این سیاه چاله وحشتناک و دوزخی را در تداوم ودرازنای استراتیژی جنگ برنامه ریزی شده پنجاه ساله آینده امریکا بدرستی می بینند. این همه برنامه ها عمدتا از اهداف راهبردی واحد سرچشمه گرفته وبه سرعت در میان انبار دود و آتش اسقرار می یابد .
نقش سازمان جهنمی آی اس آی پاکستان‌، حواریون وابسته  ومدعیان کاذب فروپاشنده گان دیوار برلین برای آتش افروزی نزاع های قومی ومذهبی و تهداب گذاری دیوار برلین در افغانستان نهایت برجسته است.
سوگوارانه برای بار نخست در طول تاریخ غوغا برانگیز افغانستان سکوت مرگبار همه لایه های جامعه را فراگرفته و برخلاف نوازش آژیر پرصدای مرگ ،همگان، همه احزاب وسازمان های چپ ،ترقیخواه ، دموکرات ،نهاد های مدنی ،شخصیت های ملی و وطنپرست درگوشه خلوت لمیده اند، وبه طرز سحرآمیز افسون شده،یا منتظر معجزه اند ویا به طور زنده برای تماشای برپایی این روز عرصات در سرزمین شان آماده گی دارند.
این سو پیکر نیمه جان میهن در تالاب خون غرق است؛ وآن سو بربالین غمبار آن تیغه نبرد قوم و زبان را به چرخش درآورده اند وباران تعصب همه جا وحتا دارنده گان پیشین و مدعیان کارت های انترناسیونالیسم  وهمشهری گرایی جهانی را فراگرفته است.
اینست پاسخ روشن سرنشینان این کشتی در برابر این امواج طغیان گر ومرگ آفرین!

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۷ـ ۰۸۰۹

سیاسی  فساد او دهغه بیلګی او ناوړه پایلی

داکتر حبیب منگل
سیاسی فساد د شرافت او سیاسی اخلاقو پرته سیاست کول او د سیاست ماکیاولیستی  کیدلو ته وایی . په ماکیاولیستی - سیاست کی هدف وسیله توجیه کوی پدی معنی چی دواک دترلاسه کولو ؛ساتلو اواعمال کولو لپاره دهری وسیلی کارول که غیر شریفانه ؛ ناروا او بده هم وی مجاز شمیرل کیږی  . دقدرت مافیایی کیدل یا دقدرت ترلاسه کولو او ساتلو لپاره د تهدید او تطمیع ؛ دقانون تر پښولاندی کول ؛ په ټاکنو کی درغلی او تخلف ؛ ناروا معاملی او زدوبندونه ؛ سیاسی رشوت ورکول او رواجول اود دولتی امکاناتو او منابعو ؛بانکونو او شرکتونو څخه ګټه اخیستل او واک ترلاسه کول ؛ عوام فریبی اوخلکو ته وعدی ورکول او نه عملی کول ؛ دولت او دولتی اداره دواکدارانو او ددوی  دکورنیو ؛ خپلوانو او طرفدرانو په خدمت کی قرار ورکول او دمالی الیګارشئ او اقتصادی - مالی  مافیایی شبکو په ګټه دقانونونو وضع کول او مافیایی شبکو سره یو ځای دطبعی زیرمو او دولتی ځمکو دغصب کولو لپاره زمینه برابرول او غصب کول او بی شمیره نور غیر قانونی او ناروا وسیلی څخه دواک دترلاسه کولو او ساتلو اوچلولو لپاره کار ا خیستل دسیاسی فساد عمده تر ین مظاهر تشکیلوی
سیاسی فساد او په سیاسی فساد اخته حکومتونو او حمکرانان، هیوادونه او ملتونه دتباهیو لور ته بیایی دموکراسی وژنی او دقانون واکمنی  له منځه وړی ؛ دیوه اقلیت په لاس کس د قدرت او ثروت تمرکز او د مافیا واکمنی را منځته کوی او خلک په اسارت ؛بی عدالتی او ستم محکوم کوی . دټولنی مطلق اکثریت بی  وزلئ ته سوق کوی اودهیوادونو د سیاسی ، اقتصادی ، ټولنیزی او فرهنګی پراختیا او ودی مخه نیسی . دسیاسی فساد اصلی قربانیان ملتونه او هیوادونه دی . خو تاریخ شودلئ چی  په سیاسی فساد اخته او ککړ حکومتونه او واکمنان او سیاست وال هم په پای کی  دولس دکرکی او حساب او ځواب ورکولو او دخپل فساد دتاوان ورکولو سره مخامخ کیږی.

 

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۳/ ۱۷ـ ۰۷۰۹