دیدار با رییس حزب آزاد گان افغانستان

ملاقات تبادل نظر بین محبوب الله کوشانی، رییس حزب آزاد گان افغانستان وعبدالله نایبی، رییس نهضت آينده افغانستان، به تاریخ۶ اگست ۲۰۱۳م در المان صورت پذیرفت.

در این ملاقات اعضای کمیته سراسری ایتلاف احزاب و سازمانهای دموکراتیک و ترقیخواه افغانستان در خارج کشور هر یک احمد ضیا سپهر صدیقی عضو هیات اجراییه  ن. آ. ا. و کریم شاه میر عضو شورای رهبری بخش بیرون مرزی حزب آزاد گان افغانستان نیز شرکت داشتند.
در آغاز، رفیق نایبی از فعالیت های اخیر هیات رییسه  ایتلاف احزاب و سازمانهای دموکراتیک و ترقیخواه افغانستان، در رابطه با انکشاف ایتلاف معلومات مفصل ارایه کرد.
سپس، رفیق محبوب الله کوشانی تجارب تلاش برای اتحاد نیروهای مترقی و دموکراتیک را در دهه  گذشته برشمرده، روی داشتن اراده نیرومند سیاسی، پابندی به اصول و صداقت در عمل، تاکید کرد.
در ملاقات، پس از تحلیل همه جانبه وضعیت کشور و منطقه و ابراز رضایت از روند انکشاف ایتلاف در فضای وحدت نظر، روی ایجاد حزب سراسری ترقیخواه به حیث مبرم ترین وظیفه  ایتلاف تاکید شد.

 

شعبه فرهنگ و رسانه های کمیته سراسری ایتلاف احزاب و سازمانهای دموکراتیک و ترقیخواه افغانستان در خارج کشور

 

ایتلاف ـ بامداد۱۳/۱ ـ ۱۱۰۸

سـور اختـر

ښکلیه ساقي راشه چې جامونه سره پورته کړو

ورځې د اختر دي چې  غمونه سره پورته کړو

 

راشه چې نظر مې ستا د سترګو سین  کې ووینځم

راشـه چـې د عمـر آرمانــونه  سره پــورتــه کــړو

 

راشه چې دا سرې جامې  په میو کې رنګینی کړو

راشه د کنډول پر ځـای خمــــونه سره پـورته کړو

 

راشه چې دخم په زړه کې وینې په مستیو دي

بیا په میکـــده کې خمــارونه سره پورته کـړو

 

مینـه هــوسیــــږي قرباني د مینانــــو ته

ډلې د مستانو کې سرونه  سره پورته کړو

 

یه ســـاقي  راځــه چې په سکروټـــو تنـــــده ماتـه کړو

زړونه پرې خړوب  کړو، سره اورونه سره پورته کړو

 

سور اختر ځلیږي،  د ګلونو هره  پاڼه کې

ووره شبنمه!  چې ګلونه  سره پورته کړو

 

کاوون توفانی

کابل (۱۳/۶/۱۳۶۳)

فرهنگی ـ بامداد۴/ ۱۳ـ ۰۷۰۸

 

     هنر گام زمان


امروز نه آغاز و نه انجام جهان است

ای بس غم و شادی که پس پرده نهان است

گر مرد رهی غم مخور از دوری و دیری


دانی که رسیدن هنرگام زمان است

تو رهرو دیرینه   سر منزل عشقی

بنگر که ز خون تو به هر گام نشان است

آبی که بر آسود زمینش بخورد زود

دریا شود آن رود که پیوسته روان است

 باشد که یکی هم به نشانی بنشیند

 بس تیر که در چله‌ این کهنه کمان است


از روی تو دل کندنم آموخت زمانه


این دیده از آن روست که خونابه فشان است

دردا و دریغا که در این بازی خونین


بازیچه  ایام دل آدمیان است

دل بر گذر قافله ی لاله و گل داشت

این دشت که پامال سواران خزان است

روزی که بجنبد نفس باد بهاری 
 بینی

که گل و سبزه کران تا به کران است


ای کوه تو فریاد من امروز شنیدی


دردی ست درین سینه که همزاد جهان است

از داد و وداد آن همه گفتند و نکردند


 یارب چه قدر فاصله‌ دست و زبان است 


خون می چکد از دیده دراین کنج صبوری 
 

این صبر که من می‌کنم افشردن جان است 
 

از راه مرو سایه که آن گوهر مقصود 


گنجی‌ست که اندر قدم راهروان است

 

هوشنگ ابتهاج (ه. ا. سایه)

فرهنگی ـ بامداد۶/ ۱۳ـ ۰۶۰۸

 

             جشن آزادی وعید رمضان

 

به  هر آنکس که نه عیدی دارد      عرض  تبریک  چه معنی  دارد

وای  بر  گرسنه  گان   تا ریخ       رنج ایشان ز زمین تا به  مریخ  

عمر شان  بسته به  نان خشکی       آنهم  از بخت   سیه  ممکن نی

یک عمرروزه و یکماه رمضان      او  اگر عید   کند کو  لب   نان

جزرمق درنفسش نیست  زجان      گل پر پر شده   در باد    خزان

با   چنین  مظلمه از عید  سخن      زخم  خونین  و  نمک  پا شیدن

اندر آنجا که مریض ی  رنجور      یا  علیلی که به   زخم   نا سور

ز  حیا تش  نبود  جز    رمقی       چه  رسد  بر در عید  و  طبقی

کو  دوایی که  شود   درما  نش      کو علا جی که  کند   خند ا نش

عاشق مرگ خود  اما کو مرگ      نی بدل شیمه ونی خون دررگ

با ز  همان  رسم  عیدی  کردن      دل  پر خون و به لب  خند یدن

نشو د عید   فقط  روی    سخن      صرف تبریک و سلامت  گفتن 

حر مت   عید    بجا    آور دن      عدل   و  احسان ونکویی کردن

بهر کی   گفته  شود   تبر یکی       به  یتیمی  و به  آن بی  پدری؟

به مریض ی و به وضع  نفسش       به زن بیوه و بر رنج وغمش؟

با    پدر مرده   جگر  بندش را       با پسر گم  شده  فرزندش را ؟

باز  هم   خنده    وعید ی  گفتن       جگر  سوخته  به خون  آلودن

باکی   تبریک شود  گفته زعید؟      با کسیکه خوشی ازاوست  بعید

یابه  مظلوم و فراموش شده گان      به  گرو گان   و  اسیر د گران

یا    به   آنکو که   نباشد   آزاد       کی شود گفته  که  تبریکت باد 

عید  آنست  که  دلها   همه  شاد       جان  من   فدای  آزادی    باد

عید  و آزادی   به   مفهوم یکی       کو ازین هردو کجا هست یکی

هردو را غارت و پنهان  کردند       دست وپا بسته به زندان کردند

باش  کا ین مظلمه ها  تا به کجا      جشن   آزادی    کجا  راه  کجا

وای  ازین دل که بفر مانم نیست      وای ازین درد که درمانم نیست

طبع   اشعار   دل    خسته ء من      نرود  سوی  خط وخال و ختن

غم      د یر ینه   مردم   دارم      دل  به   زیر  نیش گژدم  دارم

تا  که   خورشید   بتا بد  روزی      روز گردد  شب ظلمت سوزی

پای  عید   همه گان  باز   شود      بال    آزاده   به    پرواز   شود

خواهم  آن جشن  وتبرک ها را       به    همه  نیک   و مبارک بادا  

 

عبدالو کیل کوچی

 

فرهنگی ـ بامداد۳/ ۱۳ـ ۰۷۰۸

 

 

زه خپل خلک نه وژنم

زبیر شیرزاد

هلته لری د کورولا موټر په خوا کی زما په شان یو زلمی چه د جنت تللو هیله یی درلوده غلی ولاړ وه، دوی زما انتظار کاوه، او زه بیا د دوی په لټه کی وم، چه ژر جنت ته لاړ شو. دی له ما هم ښکلی وه هم یی لوړه ونه د چنار په شان درلوده، زه بیا پوره ۵ سانتی متره له هغه بیا ټیټ قدی وم. د هغه څڼی هم زما له څڼو اوږدی وی او هم یی ښی غوړی کړی وی او هم یی ښه په هندی ګومنځی شانه کړی وی، او سترګی یی ورته ملا صاحب په خپله هم ښی توری کړی وی، او ما خو لا رانجه نه وه په سترګو کړی.

ما د جنت د تلو ډیر زیات تلوار درلوده، خو د هغه د تښتیدلی رنګ نه معلومیده چه یا پښیمانه شوی ده، یا یی دنده سخته ده او یا یی په جنت تللو او جهاد کی شک پیدا شوی، او یا نوی په یوی ښکلی مین شوی، او خپله مینه د جنت په حورو نه بدلوی، یا یی مورکی او یا د خپل د کور کوم غړی وریاد شوی، د پوښتنی حق خو ملا صاحب او د اوږدی لاری لارښود لا پخوا په مدرسه کی له مونږه اخستلی وه، دا چه ایمان مو خراب نه شی نا چاره شوم ورو، ورو خواته یی ورنژدی شوم او پټی خبری مو شروع کړی. پوه شوم دی زمونږ د مدرسی د انتحاری له هلکانو څخه نه ده. او د ده ملا هم زما مولوی صاحب نه وه، د ده ملا حورو ته نه ژړل خو زمونږ ملا د حورو او غلمانو وعدی هره ورځ مونږ ته را کولی. او کله به چه د شاتو حورو، شدو او غلمانو او پریمانو میوو خبره شوه زمونږ د مدرسی مولوی صاحب لپی، لپی اوښکی تویولی او مونږ یی نور هم د جنت تلو ته تشویقولو، زمونږ مولوی صاحب زمونږ کار ډیر ساده کړی وه ویل یی: چه هم په ښکته پښتونخوا کی او هم له تورخمه چه وا وښتلی جهاد او انتحار روا ده، او بیا ده پسی مه ګرځی چه د خارجیانو موتر دی راشی، د پولیسو، د ملی امنیت او ملی اردو موتر دی راشی، ښه جنتی خو هغه څوک وی چه ډیر ووژنی او ډیر وژړوی، ډیر د غم په ټغر کینوی، که دا کا ر مسجد کی وکړی، او که مکتب، ښار او یا دکانونو کی، او یا که په ګڼه او ګوڼه کی وی، که په سوات کی وی او که په ننګرهار کی، که پیشاور کی وی او که کابل کی وی، په جوزجان کی وی او که مردان کی وی، په قندهار کی وی او که وزیرستان کی وی، په ودونو کی وی او که د مسلمان د جنازی په سر، که انتحار وشی غوړی لا غوړ.

هو، زمونږ مولوی صاحب ویل: ګوری شاه زلمیانو، څومره چه ډیر مړه کړی او ویی وژنی، آبادی ګانی ورته ورانی ویجاړی کړی، خپلوان یی پری ښه وژړوی، په همغه اندازه به دملایکو په وزرونو به سواره ژر جنت ته لاړ شی، او مونږه مشران به پری خوشحاله کړی.

مولوی صاحب ویل تاسو پوهیږی چه: هلته د مالوچو په ځای، وریشمینه بړستنه، توشک، بالشت او د خوب تخت تاسو ته د حورو او غلمانو سره یو ځای آماده دی، او د تاسو ورتلو ته هغوی انتظار کوی. د عسلو، شدو، قیماقونو او د شرابو ډکی او پریمانه ویالی خو هلته دی، او د شهید مرتبه خو له هر چا بیا لوړه وی، او بیا میلی کوی.

خو ده بیچاره ماته او زما خولی او خبرو ته حیران کتلی او ژړغونی، ژړغونی کیده، خوله یی خلاصه کړه په ترس او لرز او په نیمه ژبه راته یی وویل: جنتی وروره په خدای قسم زمونږ ملا صاحب ویل: ګوره دوه ځایونو کی ځان والوزوه، په مسجد او یا وړکتون کی، ما خو هلته ملا صاحب ته څه نشو ویلی بندی کولم یی اوس چه انتحار ته ځم په خدای قسم زړه او نا زړه یم، او ځان سره دا وایم ګوره، مسجد خو د خدای کور دی او زما په لاسو خپل مسلمانان وروڼه را باندی وژنی او وړکتون خو د نازولو ماشومانو د تربیه او لمړنی تعلیم ځای دی په ماشوم خو خدای هم حق نه لری چه سوال او ځواب ورنه وکړی. او که دا کار وکړم بیا نه ملایکی می پیژنی او نه می دولتی عسکر، او دا مرګ می هسی بیهوده نشی نه به د دین شم نه د دنیا؟. او که مسجد کی ځان والوزوم هلته خو دجماعت مظلوم ملا هم مری او زما غاړه بندیږی، ولی زما ملا داسی مسلی او اوامر را ته کړی. زه حیران پاته یم څه وکړم د ملا ومنم او که د خپل ځان؟. د ده زوی هم مونږ سره سبق ویلی ما ورته وویل ملا صاحب ګوره جنت خو ښه ځای دی بس نه کیږی امتیاز خان چه زما ښه انډیوال دی او ستا ګلالی زوی دی هم ما سره یو ځای ولیږه او لاړ شی، هلته دی به مسجد ته لاړ شی او زه کودکستان ته، دواړه به انتحار وکړو، چه جنت کی هم یو ځای واوسو، خو ملا صاحب چه په خپله مبارکه ګیره او د سپینو کالو لاندی په غټه خیټه لاس واهه ویل: ځه جنتی زویه ته ژر لاړ شه ستاسو نوبت دی او تاته جنت کی وختی ځای جوړ شوی، خو ګوره کله چه تاسو زړور زلمیان خلاص شوی، زویه مونږ دواړه درځوو، غم مه کوه او ځان الوزوو، ځه جنتی زویه، دا د خدای رحم په تاسو شوی هر څوک جنت ته نشی تللی، منزل د ټولو یو دی خو سفر جدا، جدا هو تاسی مخکی لاړ شی چه حوری او غلمان شات او شدی او شراب انتهور خلاصی نشی زه بیا د امتیاز مور سره درځم.

ما چه د ده خبری واوریدی او زمونږ د مولوی صاحب خبری را یادی شوی نو د ده د ملا صاحب او زمونږ د مولوی خبرو کی روشانه توپیر وه، کله چه د ده خبری خلاصی شوی او د ده تشویش ته می نظر وکړ، دی له ما نه هم جنتی مسلمان ښکاریده. ده یو بل فرق هم له ما درلوده، هغه دا چه ده جنت غوښته خو د خارجیانو په وژلو کی د جنت د تللو هیله درلوده، ده ځان بیا د آزادی خواه لښکر سپاهی ګاڼه چه خارجیان وتلو ته اړ کړی، دی د خپلو خلکو وژلو ته خوښ نه وه، ده د ملا صاحب خبرو نه دا یاد کړی وه چه وطن کفارو او ظالمانو اشغال کړی، ده سره د اسلام د خطر خبره نه وه، او ما سره بیا د اسلام د خطر خبره وه، ده نه غوشتل چه خپل خلک ووژنی، او ماته بیا جنت ته تلل د خلکو له وژلو نه هم مهم وه، ځکه زمونږ مولوی صاحب جنت ته زمونږ تګ د خلکو په وژلو کی لیده، خو ده بیا جنت د وطن د آزادی په لار کی د ځانه تیریدلو کی غوښته او مناسب ګڼه، زه د ده خبرو ډیر حیران کړم او تر تاثیر لاندی یی راوستم، او په سوچونو کی ډوب شوم، چه د ده ومنم او که د مولوی صاحب، بیا می د ځانه سره ویل چه دی خو مدرسه کی زده کونکی دی هومره نه پوهیږی، کوم چه زما مولوی صاحب پوهیږی او مسلی کوی، یو دم مولوی صاحب را یاد شو چه ویل یی د سیمی دواړو خوا کی ځان والوزوه، جهاد روا ده، خو یوه ورځ یی هم ویی نه ویل چه سند او پنجاب کی هم جهاد روا ده، زمونږ مولوی پنجابی وه خو په عربی، انګلیسی، اردو، پشتو او دری ژبی یی د مور د ژبی په شان یادی کړی وی، ما ته هم دا سوال پیدا شو جهاد خو په کفارو کیږی په بیګناه خلکو چه ډوډی نه لری جهاد څنګه کیږی دلته خو د بلال آذان هم اوریدل کیږی، په داسی حال کی چه ګرمی هم وه او واسکټ می هم دروند وه، بیا مو فیصله وکړه او د کابل ښار په خوا کی یو مسجد ته لاړو او دمه شو او د جمات د ملا صاحب نه مو وپوښتل:

ملا صاحب، دلته په افغانستان کی جهاد روا ده؟ مولوی صاحب وویل، زویه را نژدی شه، جهاد په کفارو روا ده خو په هغه صورت کی چه ستا کتاب، کلتور، رسم او رواج ته سپکاوی وکړی، چه دا ډول نه وی جهاد روا نه ده، بیا می وپوښتل، زمونږ ملک اشغال ده که نه ده؟ او که ده؟ نو په دی را غلو جهاد روا ده؟ ویی ویل، زویه: وطن د مور حیثیت لری، مور ته چه څوک بد ګوری سترګی یی د وتلو دی، هو په اشغالګرو که مسلمان وی او که کافر وی جهاد روا دی، هو په دی ناببلو جهاد روا ده دوی ډیر ظالم دی، ګوانتانامو په شان په سلګونو زندانونه لری ستا او زما په شان بیګناه خلک یی بندیان کړی او زورولی دی، د مولوی صاحب خبرو خوند راکه، نور می هم د هغه پنجابی مولوی نه چه غلط یی پوه کړی وم، کرکه راغله، ملا صاحب ته می وویل ملا صاحب زمونږ مولوی هلته په مدرسه کی ویل د ډیورند دواړو خوا کی جهاد روا ده، او ویل یی هر څوک دی چه مخی ته راشی ځان والوزه نیغ په نیغ جنت ته ځی.

ملا صاحب ویل: نه زویه دا ډول فتواګانی د خدای سره، د خدای د رسول سره او بیا د دی خاوری سره او د دغه مظلوم ولس سره دشمنی ده، دا خلک څه لری؟ او څه ورته پاته دی، ځمکه خو تری زورواکو جنګسالارو په زور واخستلی، فابریکی خو امریکا قصدآ ړنګی کړی، اوس دوی څه لری؟ نه، نه زویکه قربان دی شم، د تا مولوی، مولوی نه ده هغه د پنجاب د استخباراتو مامور دی چه ستا په شان ماشومان او زلمیانو ته د اسلام نه غلط تعبیر ورکوی، بیا تاسو باندی خپل خلک وژنی، ګوره زویکه دا خلک نور دی وژلو نه دی، په دوی رحم په کار دی، دا پنجابی حاکمان او ایرانی حاکمان د دی خاوری سر سخته دشمنان دی د هغه ځای ولسونه هم د ده ځای د ولسو په شان ښه خلک دی خو حکومتونه یی د دی ولس سره دشمنی کوی، ګوره چه د چا تر ناروا تبلیغ تر تاثیر لاندی را نشی، دلته خپل وطن کی مدرسه ولوله زه در سره مرسته کوم که هلته لاړ شی او بیا انتحار ته دی را ولیږی او انتحار وکړی دا حرام ده او مورکی به دی په سترګو وړنده شی، نه به جنت درته په برخه شی او نه هم به حوری ووینی او په قهقرا کی به پروت یی. خو مور به دی هره ورځ در پسی ژاړی.

بیا می پوښتنه وکړه: مولوی صاحب، زه ماشوم وم چه د کابل په ښار د پغمان، کوه صافی، للندر، کوهدامن، خورد کابل و او چهار آسیاب له خوا هره ورځ وړانده راکیټونه ویشتل کیدل او ماشومان، زاړه او زلمیان، پیغلی او میندی وژل کیدلی ما په خپلو ګناهکارو سترګو ولید چه مکتب یی وسوازوه شفاخانی یی وسوزولی مکتب ته یی اور واچاوه پل او پلچک او سړکونه یی خراب کړ او زمونږ د جمات ملا یی هم وواژه، آیا د مجاهدینو دا ناروا کړنی هم حرام وه که نه؟ ملا صاحب وویل ګوره زویکه دلته چه هر فیر شوی او هرچا کړی او غیر له روسانو او نن امریکایانو او د هغه متحدینو پرته بل هر څوک چه په هغه راکټ او مرمی شهید شوی په خدای قسم هغوی ټول شهیدان دی او هغوی بیګناه وه، ګوره زویه ټول ولس هجرت نشو کولی ما هم هجرت نه دی کړی په همدی مسجد کی می پرون او نن امامت کړی ماته د روسانو په وخت کی چا یوه او دوه نه دی ویلی، خو هغه چا چه د جهاد په نامه د همدغه پنجابیانو په هدایت او امر دلته بیګناه خلک یی وژلی داسی سخت ځواب به د قیامت په ورځ کی ورکړی لکه یو پنجابی چه دلته دا اوس راځی او یا د تاسو په شان زلمیان تیر باسی او انتحار ته مو رالیږی او دلته درباندی خپل بیګناه ولس وژنی، جهاد په خارجی عسکرو روا ده منم، زما که وسه ورسیږی د دغو ظالمانو په مقابل او د وطن د بیا آزادی په خاطر جهاد کوم، جهاد په غریب ولس، مظلوم او بیچاره خلکو باندی هیڅوخت روا نه ده، ګوره که دوی رښتیا وایی د خارجیانو هـډی، هر چا ته هم تا ته او هم ما ته او هم د تا مولوی او د ده زلمی ملا ته معلومی دی، هلته دی دوی لاړ شی مهربانی دی وکړی او انتحار دی وکړی، د ملی اردو، پولیسو او امنیت کارکونکی بیچاره ګان دی او د ده وطن اولاد دی دوی د معاش د پاره کار کوی تر څو هم ځان ته هم بچو ته حلاله یو مړی ډوډی پیدا کوی او د حلالی ډوډی پیدا کول فرض دی، زویکه د دوی وژل هم پرون او هم نن حرام دی او وژونکی د خدای او د دی خاوری دشمنان دی، د مولوی صاحب د دی خبرو په ویلو لوړ قدی ور وړاندی شو او ویی پوښتل او ویی ویل، ملا صاحب دا رښتیا ده چه په مسجد کی او یا وړکتون کی انتحار سړی جنت ته ژر لیږی؟ بیا مولوی صاحب په ژړا شوو او په توبو یی توبه وویستله، زویه دا ته څه وایی او زه څه اورم مسجد خو د خدای کور دی او د خدای د بندګانو عبادت ځای دی، دا هغه ځای دی چه حضرت بلال خلک لمانځه ته دعوت کړی، او وړکتون خو د ماشومانو ځای دی، ته پوهیږی چه رسول د خدای د ماشوم سره لوبی کړی او په ماشوم یی لاس کشاوه، توبه خدایه دا ملایان نه دی دا د استخباراتو جاسوسان دی چه دا ډول مسلی تاسو ته کوی، زویکه ګوره که: د دوی خبری رښتیا وی ولی دوی خپله او د دوی کورنی دا کار نه کوی، هغوی پوهیږی چه دا دروغ دی او زلمیان د پنجابی او آخوندی ګټو د پاره هڅوی دلته یی را لیږی او دا ولس ورباندی وژنی، مونږ دواړو چه د مولوی خبری واوریدی یو بل ته مو وکتل چه دا ملا خو رښتیا وایی، او زمونږ ملا او مولوی د دی وطن دشمنان دی د اوداسه کولو په بهانه دواړه بیرون لاړو واسکټونه مو وویستل فیصله مو وکړه چه مونږ خپل خلک نه وژنو، واسکټونه مو کیښودل او حکومتیان مو پری د یو نا پیژندل شوی تیلفون نه خبر کړ، چه مونږ خپل خلک نه وژنو راشی دا د وژنی واسکټونه واخلی، د ملا صاحب مبارکه ګیره او پاک لاسونه مو څو واری ښکل کړه، او فیصله مو وکړه چه نور به تبلیغ وکړو چه پاکستانی او ایرانی ملا پسی چه د استخباراتو غړی دی لمونځ ګناه ده، راځی تاسی هم خپل خلک زمونږ په شان مه وژنی واسکټونه له سینو لری کړی چه نور زما مور او ستا مور و نه ژاړی، او د خپل د جمات د مظلوم ملا خبری واوری. زه خپل خلک نه وژنم.

 

فرهنگی ـ بامداد۴/ ۱۳ـ ۰۶۰۸