پسرلـي تــه
وږمــې د پسرلي دي دا جامــونه ډک د څکو دي
غمونه له زړه ورک کړو دا شیبې د خوښېدو دي
دا څه دي په پیالو کې دا له کوم جوهره جوړ دي
اورجنې شان اوبه دي د هر روح د خـوښېدو دي
پرېښتې زما د مینې، د پسرلي د سهــار لمره
را لېږه ډک جامونه زړونه ډک له تلوسو دي
اېشېږه مینې اېشه زما د ژونــد په دې پیاله کې
روښانه مو جونګړې ستا د وړانګو له لیدو دي
ویده مې په زانګو د خپلې مینې هره شپه کړه
د شونډو پـه نڅا کې شېبې ډک له ولـولـو دي
په ورانه لار د ځان دوړې کولو څه حاجت دی
په دې ورانه دنیا کې ډېر خوندونه د ترخو دي
( ملک پرهیز )
شعر دربامداد ـ ۲ /۱۸ ـ ۲۱۰۳