ټوله منظره ده شين لغمان د منظرو
طبیعت ورسره کړی دی پیمان د منظرو
هوا او برساتونه يی وږمی د ګلابونو
مشکين او لونګين يی هیجان د منظرو
سرکښه دريابونه يی له لری شور ما شور کړی
څپو کی يی سندری او داستان د منظرو
له حسن عاطفی او شفقت ځينی جوړ شوی
محور د خوږی مينی ترجمان د منظرو
خزان يی د سپرليو له سينگار نه کوی تيښده
ګلشن د ګلابونو ګل باران د منظرو
لاسونه به دي پريک شی د لغمان ښکلا چی ريبی
اغياره درنه اخلم يی تاوان د منظرو
ايری به يی ور نه کړم د لعلونو په پنډونو
عسکر (چالاک) يی تل دی نکهبان د منظرو.
شعر در بامداد ۱/ ۲۰ـ ۲۵۰۱
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2020