نـه بـه ډارېــږو
« نه به خرڅېږو، نه به ټیټېږو، نه به ډارېږو»
که ځو زندان ته، که سزا کېږو، نه به ډارېږو
منم اوږده ده، منم اغزنه، د رڼا لاره
خو سباوون ته، چې څو رسېږو، نه به ډارېږو
ژوند مو مرام دی، په ازادۍ کې، په سوکالۍ کې
دا مو دی عزم، نه پرې شرمېږو، نه به ډارېږو
باسو غاښونه، له تور ښاماره، بس له دې واره
یو روان شوي، نه به درېږو، نه به ډارېږو
نور به ښخ نه کړي، څوک د جنګ زړي، بیا پر دې خاوره
د مرګ مالیار ته، په اور بدلېږو، نه به ډارېږو
که توپانونه، که سېلابونه، د زور بادونه
را و رسېږي، نه به خوځېږو، نه به ډارېږو
د ظلم شپه که، شي بارکواله!، درنه هر څومره
نه به ډارېږو، نه به ډارېږو، نه به ډارېږو
( بارکوال میاخېل )
شعر دربامداد ـ ۳ /۱۸ ـ ۰۸۰۷
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2018