دګوندونو مرامونه او فرعي موخې

دوهمه برخه

نورمحمد غفوري

مخکې (په لومړۍ برخه کې) مو ولوستل چې د ګوند په ستراتیژیک مرام کې د اوږدې مودې له پاره په عامو جملو، مختصر ډول او په یوڅه مجرده بڼه د ګوند اساسي ستراتیژیکې غوښتنې، موخې او ارزشونه لیکل شوي وي او له هغو څخه ښکاري چې ګوند د کومو ټولنیزو طبقو او ګروپونو په ګټه کار کوي؟ د کومو اساسي ارزشونو دفاع او د کومو نورو په وړاندې دریږی؟ د اقتصاد، کلتور او سیاست په برخه کې د کومو قوانینو د جوړیدو ننګه او د کومو نورو مخنیوی کوي؟ داسې چې ګوندي مرام د تاریخ په جاده کې د ګوند د حرکت اساسي مسیر او تګ لوری ټاکي، خو په هغه کې د ټاکلي وخت او روځنیو مبرمو مسئلو له پاره د ځواب موندل او یا د واکمنۍ په مختلفو پوړونو کې د ګوندي اهدافو وضاحت په تیره بیا د عامو وګړو له پاره ستونزمن وي.

ددې له پاره چې هر وخت او په هر ځای کې د شرایطو سره سم د ګوندي مرام د تحقق په خاطر عملي ګامونه پورته کړای شي، لازمه ده چې وخت په وخت د ګوندی مرام محتوی او مضمون ولس ته تشریح شي، په معین وخت او ټاکلو عینی شرایطو کې د مرامي اهدافو او یا د هغو د یوې معینې برخې د عملي کولو له پاره مشخصې لارې او ټاکلي تدبیرونه او اقدامونه په ګوته شي. له دې کبله اړتیا ده چې ګوند یوازې د خپل اساسي مرام په چاپولو او ویشلو بسیا ونه کړي، بلکې د وخت او سیمې له اړتیا سره سم په عامه او معموله ژبه په لازمو فرصتونو کې د فرعي برنامو په طرحه، تدوین او ترویج کې اقدام وکړي.

معمولا د ګوند له پاره په لاندې ځایو او حالاتو کې د فرعي برنامو اړتیا شته:

۱ ـ انتخاباتي برنامه Wahlprogramm: د ګوند هغه سیاسی پروګرام دی چې د هېواد په کچه د جمهوري ریاست د انتخاباتو او یا پارلماني انتخاباتي دورې (د منځني وخت) له پاره جوړيږي. په دې برنامه کې په وضاحت سره لیکل کیږی چې ګوند د ولسمشرۍ په راتلونکو پنځو کالو او یا په راتلونکی تقنینی دوره کې څه غواړي، د څه له پاره يې غواړي او څنګه او په څه وخت کې یې غواړي؛ او خپل پلانونه د کومو امکاناتو او وسیلو په زور عملی کوي؟

انتخاباتی برنامه هغه وخت ښه جوړیدای شی چې ګوند د هیواد د سیاسی، اقتصادی او اجتماعی اوضاع په دقیق تحلیل لاس بری وي. د هیواد د تکامل تاریخي مرحله، د ټولنیزو طبقو او قشرونو ترمنځ اړیکې او د کمیت او کیفیت انډول دقیق وپیژنی. د نړۍ او سیمې اوضاع وڅیړلای شی او په هغو کې د خپل هیواد موقف او ملي ګټې مشخصې کړي.

انتخاباتي برنامه د انتخاباتو له شروع نه لږ مخکې تصویب او نشریږي او د انتخاباتي غوښتنو عمده لوری ټاکي. په حقیقت کې انتخاباتی برنامه درې غوره دندې لری:

الف: د انتخاباتي برنامې یوه غوره دنده داده چې هغه غوښتنې چې په ګوندي مرامنامه کې په یوڅه مجرده او عامه توګه د اوږدې مودې له پاره ځاي شوې، ځینې برخې یې د راتلونکې تقنینی دورې له پاره د عینی او ذهنی شرایطو له په نظر کې نیولو سره په مشرح او مشخص ډول عامه افکارو ته وړاندې کړی، د پلي کیدو له پاره یې ګام په ګام تدبیرونه، پلانونه او اقدامات هم په ګوته کړي او د هغو د تسلسل اود عملی امکاناتو په اړه د ولسونو قناعت تر لاسه کړي.

ب: د انتخاباتي برنامې دوهمه مبرمه دنده دا هم ده چې د انتخاباتی کمپاین په بهیر کې د ګوند د اعلان او اشتهار له پاره کار ورکړي. د انتخاباتي برنامې تر نشر وروسته هر څوک او ټول خلک پوهیږي چې که دې ګوند ته رایه ورکړي، په راتلونکې تقنینی دوره کې به کوم کارونه انجام کړي؟ د اعلان شوو موخو د پیژندنې پر بنسټ هر څوک او هر ټولنیز ګروپ پریکړه کوي چې دې ګوند ته رایه ورکړي او که څنګه؟ په انتخاباتی دوره کې د انتخاباتي برنامې په نه شتون کې د ولسونو پراخه کتلې د ګوند سیاسی موضع سمه نه شي پیژندلای.

ج:  دریم داچې له نورو سیاسي ګوندونو او سازمانونو سره د ائتلافونو او ګډ کار د کولو امکانات څرګندوی او سیاسي پولې ټاکي. د داسې برنامې په موجودیت کې ګوند د ولسمشرۍ له پاره د انتخاباتو په مرحله کې د کاندیدانو په شخصی کرکتر پسې نه ځي، بلکې د هغوی په انتخاباتي منشورونو کې خپل سیاسی اهداف لټوي او له هغوی سره د خپلې انتخاباتی برنامې د محتویاتو د ګډون او ورته والي پر بنسټ د اعتبار وړ پریکړه، تفاهم او پروتوکولونه کوي. په دې حالت کې ګوند هغه چاته رایه نه ورکوي، چې بریا یې د خارجی او داخلی طرفدارانو په زور حتمي وي، بلکې له هغه کاندید حمایت کوي چې په ملي کچه د ګوند د طرحه شوو هدفونو له پاره په پوزیسیون او یا اپوزیسیون کې اغیزمن کار وکړي. همدا موضوع د پارلمان او په ټيټه کچه په نورو انتخاباتي پروسو کې هم په پام کې نیول کیږي.

د انتخاباتو په سیالۍ کې ټول ګډون کوونکي نه بریالی کیږي، خو هر ګوند د خپلو اهدافو د تشریح او تبلیغ له پاره له دې موقع څخه اعظمی ګټه اخلی. انتخاباتی برنامه ګوند ته امکان ورکوي چې د حوادثو په تحلیل فکر وکړي، په سیاسي ډګر کې مخکښ شی، د حوادثو په لکۍ پسې له تګ څخه ګوند وژغوري او د نورو د پېښو او تقلید پر ځای پخپله ابتکار وکړي او د سیاسي پېښو د اهمیت ټاکنه او لارښوونه په لاس کې ونیسي. 

ځينو ګوندونو د ولسمشریزو ټاکنو په تیرو دورو کې د کرزي او بیا غنی څخه په دې خاطر ملاتړ وکړ چې د دوی په نظر له هغه سره د زورورو خارجي ځواکونو او د «پاچا جوړوونکو» داخلی حلقو ملاتړ موجود او بریایې حتمی وه. د هغو ګوندونو د رهبرانو دا نظر وو، که دوی وغواړي او که نه، نو نوموړي کاندید ورباندې ولسمشر کیږی؛ نو دوی چې «سیاست کوی» باید له بریالی کاندید څخه دفاع وکړي او په مغلوب لوری کې ځانونه وا نه چوي!!!  هغه متل دی چې (بختور یې پر بل ازمویی او کم بخټ پر خپل ځان)، دې رهبرانو د خارجي ملکونو له تجربو زده کړه ونه کړه او پر خپل ځان يې دا ناکامه تجربه او هغه هم وار وار و ازمویله. عملی تجربو وښوده چې دا یو غلط نظر دی او د نورو په کاندیدانو پسې منډې وهل نه ګوند ته ګټه رسوي، نه ولسمشر تر بریا وروسته ګوند ته اهمیت ورکوي او نه په دې طریقه حمایت په ملي کچه د ګوند د هدفونو د عملی کولو له پاره ضمانت کولای شي. که دې رهبرانو له کاندیدانو سره کومه پټه معامله نه وي کړې، نو په حقیقت کې یې ددې سترې غلطۍ په پایله کې ځانونه او د ګوند ټول غړي د «زورورو خارجي ځواکونو» او «داخلی کِنګ میکرانو» په بی معاشه مزدورانو بدل کړل. د داسې مرګونې غلطۍ د تکرار اساسي علت د ګوندي مشخصو برنامو نشتوالي، په پریکړو کې له ګوندي غړو سره د مشورې کمبود، د راتلونکو حوادثو او د هغو د مسیر پيژندلو د تحلیل د استعداد نه شتون، مخکې تر مخه د انتخاباتو له پاره د چمتووالي نه لرل او د مرامي هدفونو د غوره بللو پر ځای د قومي، محلي، شخصی او نورو علایقو لومړي توب او داسې نور بللای شو.

د انتخاباتو په ټولو مرحلو او پړاوونو کې دا مهمه ده چې ګوندونه خپل مرامونه ولری او مخکې له مخه پریکړه وکړي چې په یوازې ځان او یا له کوم بل ګوند یا نورو څو ګوندونو سره یوځای انتخاباتو ته ور وړاندې کیږي؟

که ګوند د ولسمشرۍ او یا پارلماني ټاکنو په بهیر کې په مستقله توګه او یوازې ځان د انتخاباتو سیالیو ته وردانګي، په هغه صورت کې خپله ټوله انتخاباتي برنامه هم د خپل اساسی مرام د محتوی په رڼا کې جوړوی؛ خو که ګوند له نورو سیاسی ګروپو او بل ګوند یا ګوندونو سره د انتخاباتو له پاره ائتلاف کوی، مجبور دی چې انعطاف وکړي، په انتخاباتي برنامه کې د ځینو خپلو مرامی غوښتنو څخه تیر شی او د نورو پارتنرانو او د ائتلاف د غړو د مرامونو له پاره ځای خالي کړي. په داسې حال کې د بریالیتوب نه وروسته هم لازمه ده چې په خپله وعده وفا وکړي، دوه اړخیز باور مات نکړي، د خپلو ځینو اهدافو د پلي کولو پرځای په انتخاباتي برنامه کې د ائتلاف د غړو د مرامونو د ځای پر ځای شوو موادو د عملی کولو له پاره کار وکړي. که ګوند په انتخاباتي کمپاین کې مستقل وړاندې شی، خو د انتخاباتو تر پای ته رسیدو وروسته د بل ګوند سره ائتلاف وکړي، هم باید د خپلې انتخاباتي برنامې د ځینو موادو پر ځای د مؤتلف ګوند د انتخاباتې برنامې د موادو له پاره ځای خالي کړي. په ائتلافي برنامه کې د هر ګوند د غوښتنو برخه معمولا په ولس کې د ګوند د رایو د فیصدي د تناسب او مسلکي ظرفیتونو له په نظر کې نیولو سره د دواړو لورو په توافق ټاکل کیږي.

د انتخاباتي برنامې په جوړولو کې د هغو محتوی، ظاهري بڼه او د نامه انتخاب مهم رول لوبوي چې د ملی او نړیوالو شرایطو، د ملت د روحي حالت او سیاسی وضعیت سره سمون ولري.

انتخاباتی برنامه د ګوندي اصولو سره سمه په ګوندي کنګره او یا هم په ملي ګوندي کنفرانس کې تصویبیږي او معمولا درې یا څلور میاشتې د انتخاباتو له نيټې تر مخه نشریږی، د ګوند غړو ته ویشل کیږي، خلکو ته رسیږي او په ویبسایټونو کې خپریږي.

د انتخاباتي برنامي د مهمو ټکو د توضیح او روښانتیا او د موجودو سوالونو د ځوابونو د ورکولو له پاره غونډې جوړیږی او د هغو د موادو پر اساس انتخاباتی کمپاین کیږي.

۱ـ ولایتي او ولسوالي انتخاباتي برنامې: دا هم د ملي انتخاباتي برنامې په شان دي، خو د عمل جغرافیایی ساحه یې یوازې په یوه ولایت او یا یوه ځانګړې ولسوالۍ پورې محدودیږي او زمان یې هم د ولایتې او ولسوالي شوراګانو د تقنیني دورې د کلونو پر بنسټ ټاکل کیږي. په دې برنامو کې د ولایت او ولسوالیو په سطحه د ګوندي مرام د موادو دقیق او ګام پرګام پلی کیدل د ولایتي شورا او ولسوالي شوراګانو د ټاکلې انتخاباتی دورې له پاره خلکو ته وړاندې کیږی. د ولایت انتخاباتی برنامه معمولا د ولایتی ګوندي کنفرانس او د ولسوالۍ انتخاباتي برنامه د ولسوالۍ د ګوندي کنفرانس لخوا تصویبیږي.

دا څرګنده خبره ده چې ولایتي انتخاباتي برنامه د محتوی له لحاظه د ملي انتخاباتي برنامې یوه برخه او د ولسوالیو انتخاباتي برنامې د اړوندو ولایتونو د انتخاباتی برنامو جز وی، خو په ولایتی انتخاباتي برنامه کې د نوموړي ولایت په اړه د ملي انتخاباتي برنامي محتویات په کافي او لازمی اندازه توضیح او تشریح کیږي او د ولسوالۍ په انتخاباتی برنامه کې هم د اړوند ولایت په انتخاباتي برنامه کې د نوموړې ولسوالۍ په باره کې د ځاي پرځای شوو اهدافو پوره او مشرح وضاحت کیږی.

که ګوند په ملي او ګوندي سازمانونه په ولایتی او د ولسوالۍ په سطحه انتخاباتی برنامې ولري، د ولسمشرۍ د کاندید، د پارلمان د کاندیدانو او د ولایتی او ولسوالی شوراګانو له کاندیدانو سره په انتخاباتي کمپاین کې ډیره مرسته کوي. د ګوندیتوب ځوښا او شیره همداده چې ګوندیان د فعالیت په اړوندو سیمو او ساحو کې د ستونځو په پېژندلو، ښکارولو، تحلیل او حلولو کې له جمعی عقل څخه کار او ګټه اخلي او ګوندي رهبري باید د ګوند غړو ته دا شرایط چمتو کړي. که ګوند په دولتي واک کې نه وي، انتخاباتي برنامې ګوندیانو او خلکوته په ډاګه کوی چې د دولت له کومو کړو باید ننګه وشي او له کومو نورو سره یې باید مخالفت او مبارزه وشی. په حقیقت کې انتخاباتي برنامی او نور فرعی ګوندي پروګرامونه د دولت په وړاندې د بدیل (الترناتیفی) سیاست طرحې او مواد جوړوي. 

۱ـ دعمل برنامه Aktionsprogramm: د عمل برنامه د ګوندي پروګرامونو یو ډول دی چې په ګوندي ستراتیژیک مرام کې د تعیین شوو اهدافو په لور ځانګړي فعالیتونه او خاص عملی ګامونه په غیږ کې نیسي. یا په بل عبارت سره: مرامي مشخصو، محدودو، ممکنو او پر عینی ضرورت ولاړو اهدافو ته د رسیدو له پاره په ټاکلي وخت کې مفصل او تشریحی پلان ته د عمل برنامه وايي.

د عمل په برنامه کې هم د انتخاباتي برنامې په شان ذکر شوي اهداف د ګوندی ستراتیژیک مرام په نسبت مفصل او اړونده موضوع په لازم تفصیل او تشریح سره لیکل کیږي. د عمل برنامه  د ګوندي سیاسی فعالیت له پاره د منځنۍ مودې (منځ مهاله) پلان دي.

د عمل برنامه هغه وخت هم د پام وړ ګرځي چې دوه یا څو ګوندونه سره ائتلاف او یا وحدت وکړي. که چیرې د وحدت پلویان د ستراتیژیک مرام د تصویب په اړه واک مشترکې کنګرې ته ورکړی، نو تر کنګرې پورې د عمل په برنامه کې د ځای پر ځای شوو هدفونو د پلي کولو له پاره یوځای فعالیت او کار کوي. که چیرې څو ګوندونو یو له بله سره ائتلاف کړی وي،  فدراسیون یې رامنځته کړي وي او هر یو خپل مستقل سازمانی تشکیل، نوم او اساسنامه ساتي؛ خو د مشترکو فعالیتونو له پاره د عمل برنامه جوړوي چې ورپکې د هر ګوند د مرام څخه ځینې مواد پکښې ځای شوی وی. یا په بله جمله، د عمل په برنامه کې د ټولو ائتلافی ګوندونو د مرامونو مشترک ټکي ځای پر ځای کیږي. د ائتلافی ګوندونو د عمل برنامه کیدای شی د لږ او یا ډیر وخت د پاره وی.

دلته ارزي چې ذکر کړو چې ګوندونه کولای شی په ملي کچه او یا په ولایتي او ولسوالي کچه یو له بله سره ګډې موخې ولری او د هغو د عملي کولو له پاره د سیاست او دولتي واک په همدې سطحو کې ائتلافونه جوړ کړي. داسې هم کیدای شی چې په خاصو حالاتو کې د دوو ګوندونو ترمنځ په ملی کچه رقابت موجود او سیالي دوام ولري، خو په کوم ولایت یا ولسوالی کې د هغو د سازمانونو ترمنځ د مشترکو هدفونو د پلي کولو له پاره ائتلافونه را منځته شي؛ یا برعکس.

۱ـ دمعینو مسئلو په اړه د ګوند د موضع څرګندول Positionspapieren: داسې هم پیښیږي چې ګوندونه د یوې یا څو مهمو مسئلو په اړه خپل نظر د یوې اعلامیې یا اطلاعیې په واسطه اعلان کړي. د ګوندي موضع د اعلان په پروګرام کې کیدای شی چې ګوند مثلا خپل مکمل اقتصادی پروګرام او یا تنها د مالیې د جګولو په اړه خپله موضع خلکو ته څرګنده کړي. همدا اوس چې دولت د هېواد د اقتصادي رکود په حالت کې په وړو او متوسطو شرکتونو او هغو کالیو مالېې جګوی چې د ټولنې عام وګړي ترې هره ورځ ګټه اخلي، کیدای شي چې ګوندونه یې په اړه خپلې موضع ګانې څرګندې کړي. همدا ډول ګوندونه کولای شی د سولې او جنګ په اړه، د دولتي ځمکو د غصب اوغاصبینو په اړه او یا ددې دریو واړو موضوعګانو په اړه خپله موضع څرګنده او له خلکو سره شریکه کړي.

د ګوندي موقف او موضع د اعلانولو له پاره په پرمختللو هیوادونو کې د لیکلو ځانګړی شکل منل شوی او رامنځته شوی دي.

 

۱تکتیکی پلانونه: د انتخاباتي او عملیاتي برنامو د ښه پلي کولو له پاره تاکتیکي پلانونو او روځنیو شعارونو ته هم اړتیاشته چې ګوندي رهبران یې باید تل او په جدي ډول په نظر کې ولرۍ. تکتیکي پلانونه د ټول ګوندي سازمان په فعالیت پورې تړلي، خو په عملي ډګر کې زیاتره د ګوندي لومړیو سازمانی کړیو او ګوندي غړو او مینه والو په کار او فعالیت کې ځان ښکاروي. تکتیکي پلان د ستراتیژیکو موخو د پلي کولو له پاره د گوندي مبارزې د مختلفو او ډیرو ممکنو لارو څخه په ټاکلو شرایطو کې د ښې، اقتصادي، بې جنجاله او لنډې لارې انتخابول دي. تکتیکي پلانونه د کمې مودې له پاره وي او کیدای شي چې زر زر بدل شي.    تکتیکی پلانونه ګوندي غړو ته ورښئی چې پخپلو ورځنیو فعالیتونو کې د مرامی موضوعاتو د تبلیغ او پلي کیدو په هکله څنګه چلند وکړي.

۱ ـ ورځني شعارونه: روځني شعارونه د ورځنیو مهمو مسئلو په اړه د ګوند د نظر مهم ټکي دی چې د ګوندي غړو د روځني فعالیت لوری معلوموی او د مبارزې د روحیې په غښتلتیا کې یې ښه رول لوبولی شي. ګوندي ورځني شعارونه د څو مجردو، عامو او انتزاعی جملو میخانیکی ټولګه نه وي، بلکې د ملت مخ ته پرتو ورځنیو غوره مسئلو په اړه د ګوندی مشخصو غوښتنو او موقف ښکارندوی وي. د ګوند روځني شعارونه او تکتیکي پلانونه یو له بله سره تړلي دي.

لکه څنګه چې د ګوند د بریا له پاره یوازې د ستراتیژیکو هدفونو ټاکل کافي نه دي، همدا ډول ګوند باید یوازې دروځنیو شعارونو په تعيین کې هم هومره ډوب نه شي چې خپل ستراتیژیک (اوږد مهاله) او منځمهاله مرامي اهداف ځنې هیرشي. ورځني تکتیکونه او شعارونه (لنډ مهاله پلانونه) د ګوندي ستراتیژیکو اهدافو د ښه پلي کیدو له پاره دی او اړینه ده چې د مبارزې په هره مرحله، هر وخت او هر پوړ کې د ستراتیژیکو، عملي برنامو او روځنیو تکتیکي پلانونو او شعارونو تر منځ دیالکتیکی اړیکې او لازم تناسب په پام کې ونیول شي.

په آخر کې باید ووایم چې په کوم وخت او کومو حالاتو کې د ګوندي مرامونوله کومو ډولو کار واخیستل شی، د وخت او حالاتو په اړتیا او د ګوند او ګوندي رهبرۍ په وړتیا پورې اړه لري. ګوندي مرام، انتخاباتي برنامي، د عمل برنامې او د موضوعاتو په اړه د ګوندي موقف روښانتیا د محتوی، د لیکلې بڼې او  حجم په پرتله یو له بله سره فرق لری چې د هغوی حرفوی او علمی لیکل او د بیلوونکو علامو څیړل بیل بحث غواړي.  

ددې ډول ډول برنامو او تکتیکی پلانونو او روځنیو شعارونو د جوړولو د موضوع د تعقیب او ترتیب له پاره په ګوند کې یوې دایمي فعالې څانګې ته اړتیا ده چې د ګوند د علمی او مسلکی سیاسی پخو کادرونو څخه جوړه وي او له ټولو ولایتې سازمانونو او مهمو دولتی واحدونو سره اړیکې ولري. په داسې لوی کار کې کیدای شي چې د ګوندي غړو د مسلکي ماهرانو تر څنګ د نورو هغو مسلکي ماهرانو له پوهې څخه هم کار واخیستل شي چې د ګوند غړیتوب نه لري، خو له ګوندیانو سره یوځای کارکولو ته چمتو وي. 

(پای) 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱ /۱۵ ـ ۳۱۱۰

 

بالگردها؛ وقتیکه بال می شکنند و وقتیکه بال میدهند!

سلیمان  کبیرنوری

 

در سوریه: داعش در هیچ جایی در امان نیست

بالگرد های می ۲۴ در فضا مستی می کنند و رعد و رعب آفریده و بر داعشی ها هی آتش می گشایند.

سربازان سوریه و مردان کردی شجیعانه آنها را تعقیب و مناطق را از لوث این مزدوران ارتجاع و امپریالیزم پاک میکنند.

جنگ خانه به خانه، جنگ کوچه به کوچه ، قریه به قریه و شهر به شهر ادامه دارد.

داعش به وحشت افتیده است، بلی ...بلی ...داعش واقعاً در پانیک رفته است. راه را گم کرده است،  همچو موش ها غار می پالند. در ویدیوی مستند زیرمشاهده فرمایید!

این است مبارزه صادقانه  بر ضد ترویزم و دهشت گری.

 

اما در کشور ما:

 در کشورمن وتو در برابر حدود ۱۵ هزار طالب، ۵۰ کشور با ۱۵۰۰۰۰ نیرو به بهانه جنگ با تروریزم زیر نام مبارزه بر ضد تروریستان طالب و القاعده هجوم آوردند. تا کنون ده ها هزارغیرنظامیان قربانی شدند. اما بالگرد های خارجی ها در افغانستان نیز گویا مستی کنان به انتقال طالبان پرداختند!

به قول کرزی و نماینده های ولایات شمال و شمال شرق در پارلمان کشور، به کمک بالگرد های خارجی جنگ جویان طالب از پاکستان و ولایات جنوبی به شمال و شمال شرق کشور انتقال داده شدند. تروریزم در شمال کشورنفوذ داده شد و حضور فزیکی یافت. مصایب و بیچاره گی و ذلت ما  به حدی رسیده است که به اساس ویدیوهای مستند از یافته های تلویزیون شمشاد، با وجود پایگاه های خارجی و امضای قرار داد امنیتی، نظامیان پاکستانی طالبان را در جنگ رهبری و با  آن ها یک جا برای تسخیر مناطقی از کشورما آغاز نموده است. سران غرب از تروریزم دولتی پاکستان چشم پوشی نمی کنند؟ آنانیکه  با ۱۵۰ هزار نیروی نظامی بر ضد تروریزم در افغانستان تشریف فرما شده بودند، گویا اکنون باب مذاکره را با آن ها باز کرده اند و الان تحمیل کرده می گویند با طالبان تروریست مذاکره کنید!

به عنوان سمبول نتایج از مستی آن بالگرد ها، تا این بالگرد ها را  ببینید و قضاوت فرمایید!

برای تماشای ویدیو، لطف نموده بالای لینک زیر کلیک نمایید!

https://www.youtube.com/watch?v=2CDdFFKTCYQ

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۳ /۱۵ ـ ۱۹۱۰

د ګوندونو مرامونه او فرعي موخې

لومړۍ برخه

نورمحمد غفوري

ډیره موده کیږی چې په ګوندونو کې د منځنۍ او لنډې مودې د اهدافو د تعیین، د چاپیریال له شرایطو سره سم د ستراتیژیکو موخو د عملی کولو د ډول د ټاکلو،  په وزارتونو او  مستقلو دولتی او حکومتي واحدونو کې د هر ګوند د مشخصو موخو د څرګندولو، د ولایت او ولسوالیو په سطحه د ګوندې مرامونو د تدوین او د دولتی او حکومتی ارګانونو د پالیسیو او اعمالو په وړاندې د ګوندي اساسی اهدافو په چوکاټ کې د غبرګون ښودلو له پاره د سیاسي او مسلکي ماهرانو څخه جوړ شوی ګوندي ارګان (کمیسیون، کميټې، شعبې،...) د رامنځته کولو وړاندیز کوم چې د ځینو سیاستوالو او ګوندي رهبرانو لخوا نه درک کیږی. په عملی سیاسی فعالیتونو کې همدا خنډ ددې لیکنې اساسي انګیزه جوړوی.

په ډیرو ګوندي غونډو کې د موضوع د پوره وضاحت له پاره وخت نه وي او یا د غونډې د اداره کوونکي لخوا د دوه ګونی چلند په پایله کې ځینو کسانو ته وخت نه ورکول کیږي چې خپل نظر او وړاندیز توضیح او د نورو قناعت تر لاسه کړي. ددې پر ځای چې د غونډې د ګډون کوونکو نظر ته دقیق غوږ ونیسی، ځان پرې پوه کړی او د نورو ګډونوالو د پوهولو له پاره موقع برابره کړي؛ د غونډو ځینې چلوونکي دا لوی سیاسی هنر بولي چې نور «تر ځان تیر کړي» او په غونډه کې د خپل شخصی یا فرکسیونی نظر دقبلولو له پاره زمینه برابره کړي. ځینو کسانو دا «هنر» له ډیر پخوانه مشق او تمرین کړی او په عادت یې بدل شوی چې اوس یې پریښودل ورته ستونزمن کار دی. د هغو کسانو قناعت هم ستونزمن وی چې پخپلو عقایدو ټینګ ولاړ وی، د تقدس تر پولې یې لوړوی، ورپکې د شک او شبهې ځای نه ویني، پر خپل فکر انتقادی نظر د ځان توهین بولي او د نورو نظرونه ورته مخکې له مخه بې اهمیته ښکاری.

د افغانستان په دولتی نظام کې د معاملو، سازشونو او مصلحتونو کلتور بې له شکه زموږ ټول سیاسی سیستم او په هره کچه موجود سیاسی فعالیتونه تر اغیزې لاندې راوستي. د ډیرو سیاسی ګوندونو فعالیتونه هم پر همدې مضر بنست ولاړ دی. پر مرامي موضوعاتو د تمرکز او دقت پرځای د اشخاصو ترمنځ د معاملو او جوړجاړي روشونه مسلط دی. د دموکراتیکو او ان په اساسنامه کې د منل شوو اصولو پر ځای د ګوندي ارګانونو ډیرې پریکړې د همدې معاملو او مصلحتونو قربانی کیږي. ځینې ګوندي رهبران تر هغې اندازې پر ځان مغرور، پخپل نظر ټینګ، د مقام شوقیان او د جوړجاړي او معاملو پلویان دی چې د دارالانشأ، اجرائیه بیورو او مرکزی کمیسیونو پریکړې په هر شکل چې کیږی پخپله خوښه او خپل فکر جوړوي او د معینو اشخاصو او اهدافو په ګټه یې اړوی. د مرکزی شورا په غونډو او د کنګرو په پريکړو کې تقلب کوي او د  خپل نظر د عملی کولو له پاره له نورو حقایق پټوي. د ګوندي غړو نظرونو ته اهمیت نه ورکوي، د ګوندي سازمانونو تر منځ د ټینګو اړیکو او د معلوماتو د تبادلې په لارو کې خنډونه جوړوی، یو له بله یې جدا او ناخبره ساتي او په دې ډول د خپلو ګوندي غړو د غولولو او له هغوی نه پټو معاملو ته شرایط جوړوي. د ګوندي کنګرو په پریکړو کې لاسوهنې کیږی او هغه د څو تنو رهبرانو په زړه جوړو کسانو د جوړجاړی او موقف ویشلو په ګټه اعلانیږی.

د هیواد په اوسنیو نسبتا آزادو شرایطو کې د ګوندونو په بریالیتوب کې د غړو کمیت نه، بلکې د سیاسی طرحو او فعالیتونو کیفیت او له خلکو سره د چلند ډول ډیر رول لوبولای شی. که یو ګوند سل نفره فعال غړی ولری، خو وخت په وخت داسې سیاسی طرحې وړاندې کړی چې د ولسی خلکو لخوایې هرکلی وشی، تر هغه ګوندونو به ډیر موفق وی چې په لسګونو زره غړی لري، خو د طرحو د نشتوالي له کبله د سیاست په ډګر کې ترې کار نه شی اخیستلای.

که چیرې په یوه نظامی قطعه کې ډیره سلاح موجوده وی او ښه مسلکي پرسونل هم ولري، خو که په قوماندان او قوماندانۍ کې د عسکرو د سوق او ادارې او د وسلو د کارولو توان نه وي، نو نظامی قطعه به د جګړې په ډګر کې ناکامه وي. هغه ګوندونه چې د غړو شمیر یې زیات وی، خو د هیواد د سیاست په متن او بطن کې رول نه لوبوی، حالت یې د نظامی قطعې هغه قوماندانۍ ته ورته دی چې خپله وسله یې ګریسبند کړې او د جګړې په ډګر کې يې نه کاروي. په هیواد کې ځینې داسې ګوندونه شته چې د غړو شمیر یې زیات او تشکلاتی شبکه یې په زیاتو ولایتونو کې پراخه ده، خو د هیواد په سیاست کې د عملی ګډون جوګه نه دي. د سیاست د لوی ګرداب منځ ته نه شي ورتلای او  د هغو په څنډو کې پخپل منځ کې لامبو وهي او له عادت سره سم ځانونه مصروفوي. د داسې ګوندونو رهبري نه غواړي یا نه شي کولای چې د ګوندي غړو له لوی ځواک او انرژۍ څخه د ګوند او ټول وطن په ګټه کار واخلي. د ګوند له غړو سره د ګوندي رهبرانو دا ډول چلند پخپله د ګوند او ټول هیواد په زیان تمامیږي، ځکه چې د مظلومو طبقو او ملت د خدمت په لارکې د زرهاوو ګوندي غړو له مهارتونو، انرژۍ او امکاناتو کار نه اخیستل کیږي، وخت یې ضایع کیږی، عمر يې تیریږي او فرصتونه یې له لاسه وځي.

د گوندونو مرامی اهداف او په هر اداري او جغرافیایی واحد کې د مشخصو موخو وړاندي کول د ګوندی فعالیت په بریالیتوب کې غوره رول لوبوی، له دې کبله هر سیاسی فعال او په تیره بیا د ګوند غړو او رهبرانو ته لازمه ده چې د ګوندي اساسی او فرعی موخو په اړه معلومات ولري او له افرادو او ګروپونو سره د سازش پرځای پر خپلو مرامونو او د سیاست په عملي ډګر کې د خپلو ګوندي غړو په فعالولو زیات تمرکز وکړي.

(ګوندي مرام) څه شی دي؟

 

د ګوند مرام (اساسی هدفونه): د ګوند د اوږدې مودې په ستراتیژیک مرام کې تسجیل شوې غوښتنې، هدفونه او ارزشونه دی چې ګوند او ګوندي غړي يې په ټولو ورځنیو مبارزو کې په پام کې نیسي.  په بل عیارت: ګوندي مرامنامه د ګوند د اساسي او غوره غوښتنو او موخو مختصره او فشرده ټولګه ده چې د اوږدې زمانې لپاره یې طرحه کړې وي او د ګوندي فعالیتونو د لارښود څراغ په حیث کارکوي.

رواج دادی چې د ګوند د ستراتیژیک مرام طرحه د یوه ټاکلی واکمن کمیسیون له خوا چې د مسلکي ماهرانو څخه جوړشوی وي، چمتو کیږي؛ د ګوند رهبري کادرونو او غړو ته توزیع کیږی؛ په ګوندي مطبوعاتو کې خپریږي او پرې لیکنې او بحثونه کیږي؛ په اړه یې سیمینارونه جوړیږي؛ موجودو سوالونو ته وضاحت ورکول کیږی؛ په تیاره اړخونو یې رڼا اچول کیږي؛ د ګوندی غړو قناعت حاصلیږي؛ د اوږدو او جدی بحثونو په پایله کې ورپکې اړین تغیرات راځی او تر تکمیل وروسته بیا د ګوند کنګرې ته وړاندې کیږي او هلته تر بحث او دقت وروسته تصویبیږي. ددې مرام جوړول د بیړې کار نه دی، بلکې د زمانی لحاظه دا ډیر وخت غواړي او د مسلکی ماهرانو او سیاست پوهانو دقیق علمی او څیړنیز کارته اړتیا لري. همدا اساسی ستراتیژیک مرام د اوږدې مودې له پاره د ګوند ماهیت او هویت ټاکي چې د ګوند په داخل کې مختلف بهیرونه، قشرونه، نظرونه او فرکسیونونه د هغو د عملی کولو له پاره سره همآهنګ او یوځای کیږی او په بهر کې یې له نورو ګوندونو څخه د بیلتون پوله ټاکي. په دې توګه د ګوند ټول غړي او مینه وال ددې مرام په جوړولو او پلی کولو کې فعاله ونډه اخلي.

په ګوندی ستراتیژیک مرام کې د اوږدې مودې (د لسیزو) له پاره د ګوندی موخو اساسي کرښې په کلی مفاهیمو، عامو جملو، نسبتا مجرده او انتزاعی (abstrakt) بڼه داسې لیکل شوې وي چې د اوږدې مودې له پاره خپل اعتبار وساتلای شي او هره جمله یې په مختلفو وختو او متفاوتو محلونو کې ځانګړي تحلیل او د عملی کیدو بیل بیل شکلونه ځان ته خپلولی شي. د مبرمو (aktuelle) او ورځنیو حالاتو غوښتنې او د ولسوالیو او ولایتونو په کچه عملی پلانونه په دې مرام کې تفصیل او پوره وضاحت نه مومي، د روځنیو پوښتنو ځوابونه په سختی پکې موندل کیدای شي او د ګوند د عادی غړو او عامو کسانو لپاره يې پوهه ستونزمنه وي. د ګوندي مرام همدا خصوصیت هغه د ګوند د عملی  او انتخاباتی برنامو څخه بیلوي چې د منځنۍ مودې او انتخاباتي دورې موخې او د پلی کولو لارې یې په دقیقه توګه او مشرح ډول پکې ځای شوې او څرګندې شوی وي.

د بیلګې په توګه د المان سوسیال دموکرات ګوند SPD تل د اوږدې مودې له پاره خپل ټاکلی اساسي مرام لري چې په هغه کې د ډیرو کلونو وروسته تغیر او تعدیل راوړي. د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند لومړۍ برنامه په ۱۸۶۹ م کال کې په آیزننخ کې، دوهمه یې په ۱۸۷۵م کال کې په ګوتیئر کې، دریمه یې ۱۸۹۱ م کال په ایرفورت کې، نورې یې په ترتیب سره په ۱۹۲۱، ۱۹۲۵، ۱۹۵۹، ۱۹۸۹ او ۲۰۰۷ مو کالونوکې تصویب شوې. که ورته وګورو داسې وختونه شته چې د نړۍ همدې مهم او تاریخي ګوند پخپله اساسی برنامه کې ۲۰ یا ۳۰ کاله هم بدلون نه دی راوستی، خو د پارلماني او صدارتی ټاکنو په هره دوره کې د منځنۍ مودې پرګرام او هغه ټاکلي تدابیر او اقدامونه له خلکو سره شریکوي چې د ګوند د اساسي برنامې د موادو د تطبیق له پاره یې په معینه دوره او مشخص ځای کې عملی کول غواړي. په ایالتی او نورو ټیټو سطحو کې هم د خپل اساسی پروګرام د تطبیق له پاره مشخص تدبیرونه او اقدامات خلکوته وړاندې کوي او د هغو له پاره تبلیغي، اقناعي او ترویجي کار هم کوي.

د ډیرو ګوندونو مرامونه د شلم قرن تر دوهمې نیمایي پورې د ټاکلو ایدیولوژیو پربنسټ جوړیدل چې ګوندی مرام به همغې ایدیولوژۍ او اعتقاداتو ته د بلنې د پلاتفورم رول هم په غاړه لاره. د ګوند غړو او مینه والو به د سیاسي مبارزې تر څنګ د نوموړې ایدیولوژۍ د مبلغینو دنده هم سر ته رسوله چې په ډیرو ځایو او ډیرو وختو کې یې ګوندي کارونه سختول، د وخت د ضیاع سبب کیدل او ګوندي فعالیتونه یې له خنډونو او ایدیولوژیکو او عقیدوی ټکرونو سره مخامخ کول. په نننۍ زمانه کې له ټاکلې ایدیولوژۍ سره د ګوندي مرام تړون او هغو ته د دعوت بڼه منسوخه او له منځه تللې ده؛ یوازې په ټاکلو حالاتو کې د معینو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادی او کلتوري ارزشونو په دفاع او د نورو پر وړاندې د مبارزې شکل یې نیولی. د ګوند غړی او مینه وال مکلف دی چې په خپلو روځنیو اعمالو کې د ګوندي مرام محتویات په نظر کې ولری او د هغو د پلی کولو له پاره د نورو ترمنځ د خپرولو او اقناعی کار په خاطر زیار وباسي.

ایدیولوژیک ګوندي مرامونه که په ډیرو ځایو او وختو کې د خلکو د عامو عقیدو سره د ټکر او په خپله ایدیولوژۍ د نورو را اړولو له کبله د ګوند د غړو د کمیت په زیاتولو، د هغوی د ایدیولوژیکو افکارو د پاللو او په ولس کې د رایو په ګټلو کې ستونزې پیداکوی، همدا شان په ځینو وختو کې د ګوندی اهدافو او سیاسی فعالیتونو په ټاکلو او انتخاب کې هم جدي پرابلمونه زیږوي. ډیر ځله داسې پیښیږي چې روځنئ سیاست او موجوده عینی حالات د یوه هدف او عمل غوښتنه کوي، خو ایدیولویک اصول او بنسټونه د هغو د کړو جواز نه ورکوي؛ او یا بر عکس. ایدیولوژیک اصول په ډیرو ځایو کې د ستونزو په حلولو کې د ګوندي غړو لاس او پښې تړي چې ډیر ځلې د زماني او محلي فشارونو له امله د ګوند غړي او یا بشپړ ګوندي سازمانونه د ایدیولوژیکو نصوصو څخه تیریدو او د هغو تر پښو لاندې کولو ته مجبوریږي. که دا تیرېدنې او مخالفتونه تر ټاکلي حد واوړي، نو فاعلین یې د ګوندي ګټو د زیانمن کولو په تور له ګونده خارجیدای شي. په مختلفو حالاتو کې د ایدیولوژیکو اصولو توضیح او تفسیر ډیر ځله د ګوند په داخل کې د سختو فکري او عقیدوی ټکرونو، فرکسیونونو، انشعابونو او د سیاسي فعالیت د محصلې د کموالي او تقلیل سبب شوی دي. همدا علت دی چې د شلم قرن د ګوندونو د مرامونو د ایدیولوژیک پیوستون موضوع په اوسنی سیاسی پراتیک کې ځای نه لري.

(نوربیا)

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۱ /۱۵ ـ ۱۹۱۰

دموکراسی و کشورهای در حال رشد

شیــراحمـد صمیم

واژه دموکراسی که امروز بیشتر در ادبیات دنیای پر از آشوب ما مورد استفاده است تقریباً همه با این کلمه چه از لحاظ تیوریک و یا پراتیک به آن آشنایی دارند، بناً تصور میشود که نیازی برای باز توضیح  معنا  و مفهوم تکراری آن وجود داشته باشد زیرا قلم به دستان بیشتری پیرامون این واژه تحلیل های فراوانی داشته اند.

با وصف آن مروری براینکه چگونه دموکراسی میتواند درکشورهای در حال رشد آنهم از نقطه نظر تحکم بالای جامعه  تحمیل شده و درعمل پیاده گردد امریست که بایست شهروندان همچو جوامع به ویژه قشر روشن اعم از جوانان ازآن درک مکفی داشته باشند هرآن گاهی به بحث گرفته شود.

دموکراسی بعد از پایان جنگ سرد، همراه با اقتصاد بازار سرمایه داری به یک کالای غربی تبدیل شده و با این امید که بتواند پیچیده گی راه رشد را هم در جهت ایجاد یک بازار پویا و هم درجهت تثبیت جامعه با استفاده از رژیم های قانونی و دارای ثبات به راه حل نهایی سوق دهـد.

این مدل دموکراسی که برپایه تجارت کشورهای اروپای غربی اساس گذاشته شده، به ازای این وعده ها و وعید ها کوشش می نماید همکاری و پشتیبانی کشورهای جهان سوم و اروپای شرقی را به سوی خود جلب نماید و با استفاده از ابزارهای فشار اقتصادی موسسات بزرگ مالی جهانی، سازمان های نظامی ـ سیاسی و بکارگیری سازمان ملل متحد بر پایه روابط چند جانبه دموکراسی خود را تحمیل نماید.

این پدیده باعث گردیده که امواج  دموکراسی در جهان در ارتعاش درآید.

ولی به این شکل ایجاد دموکراسی قبل از همه با این دلایل مورد انتقاد روز افزون قرار می گیرد.

۱ ـ جنبه اروپا محوری آن، که این گونه دموکراسی در آسیا نتوانسته کوچک ترین رشد و پیشرفتی داشته باشد.

۲ ـ جنبه محلی، جایی که رشد این دموکراسی پیشکش شده است و انتظاری که شهروندان از آن داشته اند، مانند اروپای شرقی و افریقا، برآورده نشده است.

این کادرهای صادراتی « دموکراسی» مسلماً شکل و ساختار بنیاد های فرهنگی کشوری که به آن وارد میشود را با تغیرات رو برو میسازد و میتوان ملاحظه نمود که چگونه گروه های اجتماعی در سطوح گوناگون با جدیت تمام کوشش می نمایند که از مفهوم دموکراسی برای اهداف سیاسی خویش بهره برداری کنند.

در اکثر نقاط جهان زمامداران در جهت متقاعد کردن سازمان های بین المللی مفهوم دموکراسی را به بی ارزش ترین شکل بکار می بندند بدون اینکه مردم کشور خود را به صورت دموکراتیک در پروسه تصمیم گیری آن دخیل سازند. در عین حال مردم عام به ندرت موفق شده اند که با دست یابی به دموکراسی شرایط زنده گی خود را بهبود بخشند.

زمانیکه پیش تازان دموکراسی ( درشرایط بین المللی نامطمین ) از زوایای گوناگون ازاغلب اصول اولیه دموکراسی چشم پوشی می کنند، مساله دفاع از دموکراسی بار دیگر با وضوح تمام  مطرح می گردد.

برخورد های نظامی در برخی از کشورها فقط به طورحاشیه ای و بسیار سطحی تدارک میان صندوق بین المللی پول و اتحادیه اروپا از یک سو؛ و کشورهای که تعهد  دموکراسی سپرده اند از سوی دیگر خدشه وارد میکند و علی الرغم نقض خشن دموکراسی و آزادی، کوچکترین نوری از دموکراسی به زینت ظاهر آراسته نمی گردد.

بنابرین ملاحظه میشود که دموکراسی غربی با وجود اینکه با حدت و شدت به مثابه یک نظام اجتماعی سیاسی با ویژه گی برتر معرفی میشود، هنگام انتقال نمی تواند همواره بر بستر اجتماع تداوم بیابد، و اصولاً همانگونه که در کشور خود تا آن درجه به مثابه یک اسیر تلقی می شود، نمی تواند زمینه محلی پیدا کرده  وعملی گردد.

لذا این نقد از دموکراسی مطرح میگردد که آیا دموکراسی به هر قیمتی باید مورد استفاده قرار بگیرد یا شاید بیشتر آنکه زمان و اصولی که  دموکراسی مسجل می نماید می بایست مورد حمایت و پشتیبانی باشد.

یک بررسی سطحی و کوتاه نشان می دهد علی الرغم اینکه  دموکراسی غربی به صورت مدام به عنوان یک سیستم برتر سیاسی ارایه میشود، ولی آن طوری که در بالا اشاره نمودیم این پرنسیپ ها در خود غرب به طور کامل رعایت و عمل نمی شود ( مثال بارز وضعیت پناهنده ها در این کشورهاست) وهمچنین بدلیل این که به طور مشخص یک تجربه جامعه غرب است که با تکامل اجتماعی ـ اقتصادی و سیاسی آن تکامل و همگونی پیدا کرده با مذهب  و فرهنگ محیط خود تطابق داشته و همچنان توسعه یافته، می بایست به این مساله و معضله به شکل انتقادی برخورد صورت گیرد.

یعنی اینکه دموکراسی خود بخودی و کاپی کردن از آن نیست که می بایست حمایت شده و یا به عنوان الگوی کارقرارگیرد بلکه باالعکس آن پرنسیپ های انسانی و ایده ال هایی که اصول دموکراسی و نظام دموکراتیک را ارایه میدارد باید به عنوان مدل قرارگیرد.

بدین ترتیب دموکراسی غربی نمی تواند یک نهاد پویا و دینامیک بومی  باشد مگر اینکه این اجتماع چنین تحول را به شکلی از اشکال از سر گذرانده باشد. سوال اینجاست که آیا لازم است از دموکراسی تحت هر شرایطی به عنوان نظام مطلوب دفاع شود؟

دراین جا مسایل سنتگرایی و مدرنیسم و اشکال آن اهمیت اساسی پیدا میکند که خود مساله دیگریست و بحث پیرامون آن زمان گیر میباشد.

مساله دیگری که باید مورد توجه قرارگیرد همانا کمبود و یا نبود دانش و آگاهی لازم در باره تغیر و تحولات اقتصادی ـ سیاسی، فرهنگی و همچنین ضعف و یا نبود سازمان های سیاسی ـ صنفی محلی در بازار جهان سوم و عدم شناخت از ارگان های قدرت دراین مناطق است که خود درعدم تطبیق و اشکال پیاده کردن دموکراسی مساعدت می نماید.

هرگاه نیاز به رشد دموکراتیک جوامع سوم باشد که هست و آنهم از طریق رشد اقتصادی توام با رشد سیاسی آن میسر خواهد بود، نیاز به بحث و دیالوگ سازنده و مفید بین ارگان های دموکراتیک  و مردمی جهان صنعتی  و مرفه و نیروهای فعال، آگاه و مردمی جوامع غیرتوسعه یافته شکل خواهد گرفت و نقش غرب می بایست به حد اقل خود برسد و این خود این کشورها هستند که ارگان های اساسی را برای برون رفت از بحران های موجود انتخاب نمایند. ولی مهمترین سوال این است که با چه روش ها، توسط چه نیروهایی و چه وسایل و ابزاری می بایست این تحول شکل گیرد!

برای این منظور ضروری است که واژه دموکراسی و پروسه تکاملی آن:

۱ ـ به اجزای قابل شناخت و بررسی آن تجزیه شود.

۲ ـ این پروژه با توجه به نسبی بودن آن دو باره بازسازی شده و متکامل گردد. و در نهایت دانش لازم که ازین طریق کسب شده بایست پایه تکامل ساختار هایی باشد که به حقوق پایه ای و اساسی انسان ها، جوامع و همچنین ارگانهائی که اجراکننده آن نظام ها باشند منجر شود.

تاکید درین مرحله روی دموکراتیزه کردن فی نفسه نیست بلکه از آن به عنوان یک اهرم وسیله تغیر و تحول استفاده شود. بدین عنوان که اشکال دموکراتیک مبارزه چگونه میتواند به رشد یک سیستم پویا و سازنده که هدفش توسعه جامعه و تلاش برای احقاق حقوق بشر وانسان باشد کمک نماید.

آنچه را که کشورهای عقب مانده و رو به رشد منجمله کشورمان افغانستان به آن نیازمند است و راه های دیگر و تجارب دیگر درعمل در سرزمین ما نشان داد که با تورید دموکراسی آنهم از دید تحکم به داخل کشورهیچ نوع نتیجه مثبتی بدست نیآمده و مشکل را حل نکرده است بلکه برعکس جامعه ما را ازهرلحاظ به عقب کشانده است.

به آرزوی تطبیق این آرمانهای انسانی در زوایای تاریک جهان متلاطم !

منبع: دموکراسی و حقوق بشر

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۲ /۱۵ ـ ۱۹۱۰

 ارزش های تاریخی وحدت تشکیلاتی و سازمانی حزب ملی ترقی مردم افغانستان

علی رستمی

وحدت سازمانی وتشکیلاتی دوحزب همسو وبرادر، حزب مردم افغانستان وحزب ترقی ملی افغانستان که قبلآ به حزب دموکراتیک خلق افغانستان (حزب وطن) تعلق داشتند، جوابگوی مطالبات حساس تاریخی  به ندای مادر وطن ومردم زحمتکش کشور وهمه نیروهای چپ دموکراتیک  و ملی افغانستان  واعضای هردوحزب میباشد.

 وضع سیاسی وامنیتی کشور، حکم میکند تا تمام نیروهای اگاهی سیاسی و سایر نیروهای وطنپرست ومترقی برای رهایی کشور،از تعرضات و مداخلات نیروهای سیاهی ارتجاعی منطقه وجهان که هر روز دامنه ان وسیع تر میشود ، در یک سازمان واحد سیاسی بسیج شده، و با استفاده ازتجارب  مبارزات تاریخی خویش با روحیه  عدالت خواهانه  ووطن پرستانه ، برای  تامین صلح وقطع خونریزی علیه  دشمنان سوگند خورده تاریخی مردم کشورخویش گامهای عملی بردارند.

 وحدت ویکپارچکی تشکیلاتی و سازمانی حزب ملی ترقی مردم افغانستان  دارای ارزش های علمی، تاریخی ، انقلابی و دیالکتیکی میباشد. علمیست که،  اعضای هر دوحزب  د رروند تاریخ تجربه دارند، که هر زمانی در یک تشکیل واحد سازمانی و تشکیلاتی باهم متحد و یکپارچه شده اند، به پیروزی های بزرگی نایل گردیده اند . تاریخیست که ، اعضای هردوحزب باهم در یک خانواده بزرگ، تحت رهبری واحد مبارزه عدالتخواهانه را تاسرحد پیروزی و شکست انجام داده اند. انقلابیست که، سکوت بی اعتمادی میان تمام نیروهای چپ ودموکراتیک  را ازمیان برداشته و دراین روند پیشتاز وپیشاهنگ گردیده اند. دیالکتیکی هست که،حزب مردم  وحزب ملی ترقی افغانستان  از مرام دوحزب بنابر شرایط تکاملی تاریخی جامعه افغانی مطابق دستاوردهای علمی و روان جامعه یک« سنتز » عالی را به وجود آوردند، که عبارت از مرام وپلاتفورم مشترک حزب ملی ترقی مردم افغانستان هست؛ که این امر مظهر وحدت دیالکتیکی هردوحزب را نشان میدهد. طوری که منطق دیالکتیک حکم میکند : وحدت، هویت متضادها است. طوریکه مارکس گفته است:« پدیده های اجتماعی همه، هم زمان وجود دارند وشرط بود یکدیگر هستند.»    

حزب ملی ترقی مردم افغانستان که باتدویر کنفرانس  وحدت مورخ ۳۰ اسد ۱۳۹۴خورشیدی    درشهرکابل باشتراک نماینده گان دوحزب همسو وبرادر وحدت تشکیلاتی وسازمانی خود را تصویب و اعلام نمودند؛ که درکارکنفرانس  اسناد مهم و پرارزشی تاریخی ازجمله: مرامنامه  و اساسنامه حزب ملی ترقی مردم افغانستان، طروق میکانیزم وحدت، تصویب خطوط اساسی ، پلاتفرم مشتر ک  واعضای رهبری ازجمله رییس ومعاون آن براساس اراده جمعی به اتفاق ارا  تعین و تصویب شده اند ، که در تاریخ جنبش چپ دموکراتیک کشور ما از برتری و ارزش عالی برخور داراست. برای اینکه همیشه کنار رفتن از مقام رهبری در احزاب مترقی درکشور و تعین دیگری در راس رهبری  چالش آور بوده است ؛ گذشت یکی از روسای احزاب قبلی از ریاست جدید در حزب ملی وترقی مردم افغانستان برای ایجاد حزب واحد ، بدون فشار وتحمیل بالای یکدیگر ، نمایانگر حسن اعتماد رفیقانه میان رهبری هر دوحزب میباشد ، این روند در طول تاریخ در احزاب سیاسی بالخصوص بعد از فروپاشی حزب دموکراتتک خق افغانستان با سایر احزابی که از شاخهای آن میباشند، برای تشکیل حزب جدید چالش اور بوده است . دراین زمینه صداقت واعتماد شخصیت دانشمند علمی ــ پوهاند داوود راوش رئیس سابق حزب مردم افغانستان درعمل برای وحدت ویکپارچکی حزب ملی ترقی مردم افغانستان ، قابل ستایش وقدردانی هست. همچنان این امر همبستگی و وحدت کامل رفقانه را در میان  نماینده گان اقوام و قبایل کشور که در این حزب عضویت دارن دتبارز داده ، در عمل وانمود ساختند که ما باهم  یک ملت  واحد در سرزمین تاریخی خویش افغانستان  میباشیم.

تبارز حزب ملی ترقی مردم افغانستان درعرصه سیاسی دراین مقطع تاریخی تشنج بار وطن جواب دندان شکن به دشمنان سوگند خورده نیروهای عدالت خواه و پیشتاز مترقی و دموکرات در افغانستان میباشد. این اقدام عالی میتواند،  تحرکی جدیدی را، درمیان سایر احزاب مترقی و نیروهای اگاه ومستقل سیاسی در کشور وخارج کشور برای بسیج آنها، دریک طیف وسیع سازمانی بوجود خواهد آورد. وضع کشور برمبنای تجارب تاریخی و تیوری علمی مترقی ، از آن عده نیروهای که براصل قانون تکامل و منطق دیالکتیکی معتقد واگاه هستند ،می طلبد، تا درفراین دوحدت ویک پارچکی همه نیروهای ملی ومترقی ، سهم فعال وطن پرستانه خویش را ادا نمایند.  گام گذاشتن درعمل به خاطر تغیر و رشد جامعه جنگ دیده ،مظلوم و رنجور کشور، باید درسرخط تمام وظایف وطن پرستی  قرار گیرد.

مشکل اساسی که امروز دامنگیر جامعه روشنفکری و بالخصوص نیروهای عدالت خواه ومترقی شده است عبارت از جدایی ومجرد بودن مبارزه شان که زمانی به مثابه « کلیت تاریخی » ،  باهم همبسته تنیده  و در پیوستگی هم قرارداشتند، میباشد ، شوربختانه ان کلیت از بین رفته و به ا جزای جداگانه تبدیل شده هست .هگل در تاریخ فلسفه می آورد: «  انچه که ایجاد اشکال می کند، فکر کردن است، زیرا اجزای یک پدیده را که درواقع بهم  پیوسته وتنیده هستند، در تفاوت های شان از یکدیگر جدا می کند.»

تفاوت های ما از لحاظ شکل ومضمون بنیادی نیست، بلکه ازلحاظ منطق دیالکتیکی شکل و مضمون پدیده ها از چگونگی بروز فاصله ها در حالت  و شرایط مشخص پیش میشود . درحالیکه شکل ومضمون پدیده ها باهم وحدت دارند واین وحدت براساس پیوند ودرآمیختگی  دایمی  آنها پدید شده ودرک  میشود . این  پیوستگی و درامیختگی پدیده ها که ناشی از قرارداشتن شان درشرایط همگون و مشابه هست، که تحت تاثیر این شرایط به وجود می آیند . احزاب چپ و دموکراتیک که با تظاهر از لحاظ شکل و مضمون فرق دارند که ناشی از شرایط موجود تاریخی  بر شالوده ضرورت زمان بوده است ، هرکدام از لحاظ شکل احزابی را ایجاد کردند ، که  در مضمون خویش یکی هستند که این امر در درآمیختگی وهمگونی  در اسناد مرامی شان بازتاب می یابد، که فرق فاحش باهم ندارند، شکلی است؛ که  دارای جنبه های، سلیقه وی ، گروهی و خودخواهی های شخصی وغیره بوده، که اختلاف علمی ندارند؛ این احتلافات می تواند، تحت شرایط معینی تکامل تاریخی  حل شود، وازبین برود.

عدم وحدت و یکپارچکی نیروهای مترقی باعث شده تا نیروهای رادیکال دینی ومذهبی با کمک وپشتبانی محافل ارتجاعی منطقه  وجهان فعالیت های متحجرگرانه  وکهنه  وسیاه خویش را  درمیان جوانان ونوجوانان تشدید ساخته ،  آنها را برای تحقق اهداف خود جذب و از وجود شان به نفع اهداف ارتجاعی  خوداستفاده نمایند. از سوی دیگر بی کفایتی وعدم وحدت مدیریت واحد درقوای ثلاثه کشور زمینه ساز آن شده ، تا گماشته گان اجنتهای کشورهای خارجی در درون دولت نفوذ نمایند، و شرایط را به نفع نیروهای سیاه ارتجاعی تغیر دهند . با دسایس بزرگی استخباراتی توانسته اند، که در ولایات کشور نفوذ نمایند، وآنرا ازحیطه رهبری دولت افغانستا ن خارج  وتحت تسلط خود بیاورند . طوریکه معلوم هست،  ولایت تاریخی کندوز  که با دسایس درونی ودستوری ذریعه « ستون پنجم » در دولت افغانستان به شکل تنطیم شده و سازمان یافته قبلی ، به نیروهای طالب این اجنت های معلوم الحال پاکستان وقدرت های بزرگ جهانی تسلیم  داده شده ، که باعث کشتار بیرحمانه صدها تن از باشنده گان شهر کندوز اعم زن ، مرد و اطفال گردید است .منازل، ادارات دولتی ازجمله بانک ها و مالکیت شخصی مردم چور وچپاول وبه غارت برده شده است، وخسارات بزرگی به  مکاتب و سایر موسسات تعلیم  و فرهنگی و سایرخدمات اجتماعی  وارد گردید است. بر علاوه شفاخانه که داکتران بدون مرز مصروف خدمات پزشکی بودند، توسط نیروهای امریکایی بمباردمان؛ که به اثر آن تعدادی زیادی از پزشکان ،کارمندان ومریضان این شفاخانه به قتل رسیده اند، که این عمل  انزجار و تنفر عمیق مردم جهان و تمام موسسات مدنی و سیاسی  را بوجود آورده ، وآنرا تقبیح  و محکوم  کرده ، وخواستار محکمه عاملین این حادثه شدند. این حوادث نشان می دهد که دشمن پلان وسیع فراگیر خارج از حلقه سرحدات کشور به سوی همسایه های شمالی افغانستان دارد، می خواهند به دستور بادران خویش پلان های استراتیژیکی شانرا علیه دولت روسیه و کشور های آسیای میانه تحقق ببخشند.

 این عوامل یکبار دیگر وظایف بزرگی تاریخی در قبال همه نیروهای وطنپرست و دموکرات قرار میدهند، تا هرچه مصمیم تر و با روحیه وطن پرستانه بر بنیاد ارزش های تاریخی بدون تمایلات گروهی و ایدیالوژیکی، قومی ،لسانی ومنطقه وی دست بدست هم داده ، ودر روند ساختار  نوین سیاسی ، نهادهای دولتی، بر شالوده حقوق شهروندی ، بر اساس قانون اساسی جمهوری اسلامی افغانستان در انتخابات پارلمانی آینده مستقلانه سهم بگیرند، تا یک پارلمان دلسوز وخدمت گزار وبا مسوولیت برای خاتمه دادن به ناله وفریاد، از فقر و گرسنگی ،آواره گی وپیچاره گی مردم، بوجود آید؛ و تا یک افغانستان باعزت ونیرومند درمنطقه تبارز نماید. مرتجعین ، پول سالاران ، تفنگ سالاران و زورمندان زمانی دراین کشور به حاشیه کشانیده می شوند ،که قدرت به مردم ازطریق نماینده گان واقعی شان تعلق بگیرد.

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۱ /۱۵ ـ ۱۳۱۰