د هلمند د ولایتی گوندی کمیتی عمومی غونده جوړه شو

 

دهلمند دولایتی ګونډی کمیتی عمومی غونډه په ۱۲ـ۱۰ ـ ۱۳۹۹ نیټه په ګوندی دفتر کی دهلمند د ولایتی کمیټي د رییس محترم انجینر محمد اسمعیل ترمشری لاندی دایره شوه.

دغونډه په پیل کی دګونډی دمرکزی کمیتی دغړو هریو محمد حسن سپاهی ، محمد اسمعیل آزاد اوعبدالرشید هاون دمړینی له امله ژوره خواشینی څرګنده او ددوی مړینه ددوی کورنی دګوند اوټولنی دپاره لویه ضایعه وکتل شو او دارواحونو دښادولو لپاره یی دعا وشوه .

دغونډ ی په اجندا  کی :

ـ د۱۳۹۹ لمریز کال په ۹ میاشتو کی داجراییه بیرو لخوا دهلمند دګوندی سازمان دکار اوفعالیت د راپور راوریدل،

ـ پرګزارش باندی بحث اونظر څرګندونی ،

 ـدغونډی دکار ارزیابی،

ـ دهلمند دګوندی سازمان دکار او فعالیت دښه والی په هکله دولایتی کمیتی دغونډه دپریکړه لیک تصویب،

ـ دهیواد او هلمند حالات دسولی اوجګری په اره پرمختګونه موضوعات شامل وه .

دغونډی اساسی رپوټ دتشکیلاتو څانګی دمسوول محترم عبدالنبی لخوا وړاندی چه تربحث او نظر څرګنده ولووروسته تصویب شو.

دغونډی کار د محترم انجینر محمد اسمعیل لخوا مثبت ارزیابی شو.

ملګری اوشوراګانی یی خپلو دندو ته متوجه کړل او نیمګړتیا و د لیری کولو او کارونو ښه والی په اړه دپریکړه لیک طرحه دولایتی کمیټي داسناد او ارتباط دڅانګی دمسوول لخوا وغونډی ته وړاندی چه ترخبرواو بحث وروسته درایو په اتفاق تصویب شو ،او همدا ډول په غونډه کی دهیواد او هلمند پر روانو حالاتو او دسراسری سولی په اړه پراخه دهرارخیزه بحثونه وشول دغونډی ګډون والو خپل نظرونه او اطلاعات وړاندی کړل .

دغونډی کار دغرمی پریو بجه پای ته ورسیده .

 

 

بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۱/ ۲۱ـ ۰۵۰۱

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2020