دهلمند د ولایتی گوندی کمیتی د اجراییه بیرو غونده دایر شوه

 

دهلمند دولایتی ګوندی کمیټي داجراییه بیروغونډه په داسی حالی کی چه د اجراییه بیرو اکثریت غړی حاضر وه، په ۲۸/۹/۱۳۹۹ نیټه دهلمند د ولایتی شورا د رییس محترم انجینرمحمد اسمعیل ترمشری لاندی دایره شوه.

دغونډه په اجندا کی:

ـ دګوند دمرکزی کمیټي پلینوم .

ـ دځوانانو دسراسری کنفرانس په هکله دګوند دمرکزی شورا دارالانشا دمصوبوپه اړه .

ـ دهلمند دولایتی شورا وغونډي دآمادګیو په هکله .

ـ دګوندی کارتونو،اساسنامی اوعمل دبرنامی دویش په اړه .

ـ دڅلورمی او دوهمی ناحیو دتشکیلونو- دتطبیق په اړه .

ـ دهلمند عدلی ریاست ته دګوند دبرنامی، اساسنامی او دګوند دجواز لیک دسپارلوپه اړه.

ـ نظرونه او وړاندیزونه او دراتلونکی غونډی دوخت اوځای ټاکل موضوعات شامل وه .

په غونډی کی داجندا پرټولو شاملوموضوعاتو پراخه او هراړخیزه  بحثونه وشول او دکارونودښه تر اجرا په اړه لازمی اورغنده پریکړی وشوی او دچارو مسوولینو ته لازمی دندی وسپارل شوی .

غونډه دغرمی ۱۲ بجی پای ته ورسیده.

 

 

بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۵/ ۲۰ـ ۲۲۱۲

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2020