د افغانستان آبادی ګوند دهلمند ولایتی ګوندي کمیته د مبارکي پیام
دافغانستان آبادي ګوند د مرکزي دفتر محترم ریاست مقام ته !
اسلام علیکم !
په ۱۳۹۹/۷/۲۵ نیته د افغانستان آبادی ګوند د ځوانانو سراسری کنفرانس چی د افغانستان په پلازمینه کابل کی په یوه هوتل کی په بریالی توګه دایر ښو د وروستیو نژدی ۲۰ کلونو په اوږدو کی د ملی دموکراتیک نهضت لپاره یوستر تاریخی افتخار بلل کیزی ، چی نږدی د هیواد د زیاترو ولایاتو گوندی ځوانانو پراخ ګدون پکی درلود .
خومتاسفانه چی د هلمند ګوندی ځوانانو د یاد ولایت د وروستیو جګړو او دلاری د نامناسبو امنیتی ستونزو له امله په یاد کنفرانس کی شرکت ونشوای کولای .
خو داچی یاد کنفرانس د خوشالی او دموکراتیکه فضا کی دایراو پر مهمو مسایلو باندی یی پراخ بحث وکر او په اره یی مهمی فیصلي او پریکړی وکړی ، زمونږ لپاره د افتخار ځای دي اوپه بریالي توګه د دغه کنفرانس دایریدل په اول قدم کی د افغانستان آبادی ګوند رهبری مقام ، او په دوهم قدم کی گوندی ځوانانو او د یاد گوند تولو همرزمو ملګرو ته د زړه له تله مبارکي وایو .
ځکه ځوانان زموز د تولنی اکثریت ، ځوانه نیرو او دملاتیر(ستون فقرات) جوروی ، نو ځکه زموز گوند د دغه ضرورت په درک کولو سره پر وخت یو نیک مهم قدم پورته کړ او د یاد کنفرانس د دایریدلو اقدام يی عملی کړ، چی دا کار به نه تنها د ګوندی ځوانانو لپاره بلکی د تول افغانستان له ځوانانو لپاره د خپل هیواد د آبادي او موجوده ستونزو دحل لپاره د مبارزی سرمشق او یو مثبت پیغام ولري او د هیواد د ځوان نسل لپاره به د ددوي د یووالي د انګیزي لامل ښي .
د هلمند ګوندی سازمان په پوره یووالی سره د ځوانانو د یاد سراسري کنفرانس د دایریدو او د هغه د پریکړو پوره ملاتړ کوي او د دغو پریکرو په عملی کولو کی به خپل وس او توان تول په کار واچوو.
درناوی
تل دی وی افغانستان!
ژوندی او بریالئ دی وی د افغانستان آبادی ګوند !
د هلمند ولایت ګوندي کمیته
بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۵/ ۲۰ـ ۲۰۱۰
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2020