د ملګری شهید اسدالله ماشوری د شهادت په مناسبت
دافغانستان د آبادی ګوند د دارالانشا د دادګیرنی اوخواخوږی پیغام
په ډیره خواشینی سره مو دغمه ډک خبرترلاسه کړی دی چی د۱۳۹۷کال دکب دمیاشتی پر۱۳ نیټه د دوشنبی ورځ د مازدیګرپر۴ بجوباندی دکندهارپه ولایت کی دافغانستان د آبادی ګوند ولایتی شورا دښاری شوراپیاوړی ویاړلی او ملی ګټوته متعهد غړی ، د۱۳۹۷کال ولسی جرګی ټاکونو ته خپلواک نوماند اسداللله ماشوری دهیواد د آرامی ، سولی اوپرمختګ د دښمنانولخوا په موټرکی دځای پرځای سوی چسپکی ماین د چاودنی له کبله په شهادت رسیدلی دی.
انالله وانا الیه راجعون
له دی کبله دافغانستان د آبادی ګوند دارالانشا د شهید ماشوری کورنی ، دوستانواوګوندی ملکرو سره په دغه غم کی ځان شریک بولو د دادګیرنی اوخواخوږی د پیغام په صادرولوسره د لوی څښتن تعالی څخه ملګری شهید ماشوری ته د فردوس جنت، او پاتی کسانو او ملګرو ته د زړه صبرورغواړو .
په درنښت.
پوهاند داکترمحمد داوود راوش
دافغانستان دابادی ګوند رییس
بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۱/ ۱۹ـ ۰۶۰۳
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019