افغان جمهور رییس : پاکستان باید د ترهګرو ډلو ځالې پاکې کړي

 جمهور رییس غني له پاکستانه غواړي چې د افغانستان باور لاسته راوړلو او د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي والي لپاره دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام پورته کړي.

جمهور رییس خبرداری ورکوي که پاکستان دغسې څه ونکړي ؛ افغانستان به یې وکړي.

غني د پاکستان جیو خبري شبکې سره مرکه کې ویلي چې پاکستان نه غواړي ، افغانستان کې سوله ټینګه شي او له همدغه لامله هغوی چې سوله غواړي بندیان کوي یې.

غني د خبرو پرمهال زیاته کړه چې پاکستان کې د ترهګرو ډلو ماته د پاکستان له افغانستان سره د همکاري نیمګرتیا ده،له دغه هیواد څخه غواړي چې خپل هیواد څخه دې د ترهګرو ډلو ځاولې دې پاکې کړي،او د ترهګرو ډلو منځ کې دې تبعیض نه کوي.

د حل لاره شته چې د طالبانو ځاولې په پاکستان کې شته، هیڅ څوک نشي کولای چې هغه له منځه یوسي دطالبانو شورا په کويټه کې ده دا ټول پوهیږي، که چیري پتې ته اړتیا وي نو زه به يې ورکړم،دغو ډلوته لوژیستیکي،مالي ملاتړ د چا له لورې کیږي، په ټولیزه توګه د ترهګرو ډلو ځالې د نړیوال قانو پر ضد دي.

غني هغه پوښتنه چې افغانستان بهرني ځواکونو ته څه اړتیا لري او کله به دغه ځواکونه افغانستان پریږدي ویلي دي چې.

دا چې ولې بهرني ځواکونه د غیر پوځي په نقش کې افغانستان کې دي، لامل يې د وړاندېزونو نه قبلول دي،زموږ کړنې سولې خبرو ته بې درناوې ده، که چیري د سولې خبرو لپاره د پاکستان دولت او پوځ له لورې ومنل شي،نو افغانستان کې به جکړې نه وي،نو جکړې به پای ته رسیدلې وی،افغانستان به بهرني ځواکونو ته اړتیا نه درلوده،افغانستان په یوه داخلې جګړه کې بوخت نه دی،په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ دوام لري،او دغه اړتیاوې د نړیوالې ټولنې دي.

د هرې ورځې له تیریدو سره د افغانستان پوځ قوي کیږي،خو د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو، لامل يې دا دی چې ترهګرې ډلې په سیمه کې شتون لري، چې جګړه هم دوام لري.

د غني څخه پوښتنه کیږي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو پروړاندې لوی ګواښ،القاعده او طالبان دي که کوم بل هیواد د افغانستان په خوا کې او هغه چې تپل شوې جګړې ته لمن وهي؟

د طالبانو ځاولې چې هیڅ څوک نشي کولای ورڅخه انکار وکړي په پاکستان کې دي، دطالبانو شورا په کویټه کې ده تاسې ټول دا پوهیږي، که چیرې پټې ته اړتیا وي نو زه به يې ورته وکړم،د هغوي ملاتړ څوک کوي،د ترهګرو ډلو فعالیت او ځاولې يې د نړیوالو د قانو پر خلاف دي.

غني وویل چې هیڅ ډلې پټن ځای نه دی ورکړی،او په وخت کې يې له پاکستان څخه اړیکي عادي شي، نو چې پاکستان د ترهګرو ډلو پروړاندې برید وکړي او هغه له منځه یوسي.

د ترهګرو ډلو پروړاندې لومړی ګام،که پاکستان ګام نه اخلي نو موږ په ګام واخلو د ترهګرو ډلو پروړاندې د پاکستان بل ګام نباید توپیر وکړي، او نباید د ترهګرو ډلو پروړاندې تبعیض وکړي،هغوي چې سوله نه غواړي نو د سولۍ خبروته دې حاضر کړي،او هغه ډله چې غواړي د سولۍ خبري رد کړي او جګړه غواړي او دریم دا چې هغوي سولې خبرې ردوي، نو پاکستان دې پروړاندې قانوني چلند وکړي، او هغوي د پاکستان له هیواد څخه بیرون کړي.

په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې طالبان تر دریو راتلونکو اونیو پورې دسولۍ خبرو ته حاضریدو خبرې کړې، خو د هیواد ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تر څو چې پاکستان خپل پخواني ژمنې عملي نه کړي، د سولې څلور اړخیزه غونډه به بیا ترسره نه شي.

داپه داسې حال کې دی چې سرتاج عزیز، تیره ورځ د پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو ته د قناعت ورکولو لړۍ روانه ده او دوی هڅه کوي چې طالب وسلوال د سولې خبرو اترو میز ته حاضر کړي./ اسپوتنیک

 

ممنوعیت برگزاری تظاهرات‌ در کابل تا ۱۰ روز


وزارت امور داخله  و فرماندهی نیروهای تأمین امنیت شهری ارتش افغانستان در کابل با انتشار اطلاعیه‌ای هرگونه تجمع و تظاهرات در این شهر را تا ۱۰ روز آینده غیرقانونی اعلام کردند. در این اطلاعیه از شهروندان کابل خواسته شده در حفظ امنیت و نظم عمومی و مصوونیت مردم با دولت افغانستان همکاری کنند. همچنین در این اطلاعیه خاطرنشان شده است: دولت افغانستان در برگزاری تظاهرات روز گذشته مردم در کابل، از همه توان و امکانات خود برای حفظ امنیت تظاهرات‌کنندگان استفاده کرده است./ شرق

پاکستان: افغان سوداګر باید په ۶ میاشتو کې خپل کورونه او مارکېټونه خالي کړي

سپوتنیک - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني حکومت په دې هیواد افغان سوداګرو ته ګواښ کړی، چې د ۶ میاشتو په اوږدو کې خپل کورونه او مارکېټونه خالي کړي.

د پاکستان په کوټه کې ازاد خبریال رازق برق وایی، چې د پاکستان دولت ۱۲۰۰ سوداګرو ته چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې پانګونې کړې دي، د پاکستان له سخت ضرب الاجل سره مخ شوي دي.

د برق پر وینا، پاکستاني حکومت د یاد شمېر سوداګرو نوملړ رسنیو ته ورکړی او په کې یې ویل دي، چې ژر تر ژره دې خپله پانګونه، له مارکېټونو او هټیو ټوله کړي او له دې هېواده دې ووځي.

یادو سوداګرو ته ویل شوي، چې شناخت کارټونه یې جعلي او ملکیتونه یې د پاکستانیانو په نومونو دي.

د برق په خبره، تر اوسه ځکه د دې ۱۲۰۰ افغان سوداګرو د پانګونې او ژوند برخلیک نامعلوم دی، چې نه یې افغان حکتومت غږ اوري او نه د پاکستان.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د دې خبرې پخلی کوي، چې په پاکستان کې د ۱۲۰۰ افغان سوداګرو پانګه له خطر سره مخ ده.

د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي وویل، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګریو او صنایعو خونو په ګډه سره د دې ستونزې د حل په اړه هڅې پیل کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت مسوولانو ته دنده سپارلې ده، چې ډېر ژر له دوی سره په دې اړه کره معلومات شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني سلام وطندار داسی وایی، چې د سفارت تر څنګ یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره خبرې کړې دي، چې د یادې ستونزې د هواري په موخه د خپل کار او اقدام په اړه معلومات ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې مخکې هم افغان سوداګر په پاکستان کې په بېلابېلو پلمو ګواښل شوي دي او کله ناکله خو داسې راپورونه هم رسنیز شوي دي، چې پاکستاني پولیس په ناقانونه توګه افغان سوداګر ځوروي او پیسې ترې اخلي.

بامداد ـ  رخداد های مهم کشور ـ ۶/ ۱۶ـ ۲۵۰۷