د افغانستان او هند ترمنځ د ۲۵میلیون ډالرو هوکړه لیک لاسلیک شو

په دې مرستو کې ۸۷ انکشافي پروژې شاملي دي، چې له خلکو، ولایتي شوراګانو او مدني ټولنو سره له خبرو اترو وروسته به د اړتیا له مخې په ولایتونو کې عملي شي.

د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، دا بلا عوضه مرستې دي، چې مخکې تصویب شوې وې.

په دې غونډه کې په کابل کې د هند هېواد سفیر من پریت هورا، د حکومت اجرایوي رییس او کابینې ځېنو وزیرانو ګډون کړی وو.

عبدالله زیاته کړه، چې په دې مرستو کې ۸۷ انکشافي پروژې شاملي دي، چې له خلکو، ولایتي شوراګانو او مدني ټولنو سره له خبرو اترو وروسته به د اړتیا له مخې په ولایتونو کې عملي شي.

د هند سفیر په کابل کې وویل، که دغه پروژې په ټاکلي وخت کې پلي شي، له افغانستان سره به نورې مرستې هم وکړي.

نوموړي ټینګار وکړي، چې هند د افغانستان د لرغوني دوست په توګه په افغانستان کې د پایښت لرونکې ودې پلوی دی او په دې موخه به په بېلابېلو برخو خپلې مرستې زیاتې کړي.

تر اوسه پورې د هند هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې له ۲میلیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ده، په دې وروستیو کې د دې هېواد په مالي مرسته په هرات ولایت کې د سلمابند هم جوړ شو، چې د افغان ـ هند د ملګرتیا نوم ورکړل شو./ سپوتنبک

د افغان دولت مخالفین د نشه يې توکو ستر قاچاق وړونکي او پلویان دي

د شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ م ز کال کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان پر نشو روږدي دي.

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې چارواکي لخوا د نشه يي توکو پرضد مبارزې نړیواله ورځ او پر ضد یې د یوموټی کیدو تر سرلیک لاندې غونډه په کابل کې جوړه شوه.

غونډې ته د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظيمي وویل، چې د ۲۰۱۵ م ز کال کې د شمېرو له مخې د نشه يي توکو کارونکي له ۳ میلیونه کسانو اوښتي.

د میرمن عظیمي پر وینا، نړیوالې مافیايي شبکې هڅه کوي، چې دغه کسان د ځان په ګټه وکاروي.

د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزیرې وویل، چېد ۱،۴ میلیون کسانو له پاره باید روغتیايي خدمتونه وړاندې شي او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د روږدو کسانو عمرونه هم مخ پر کمېدو دي، ځوانان او ماشومان تر جدي ګواښ لاندې دي.

په همدې حال کې د جمهور رییس  دویم مرستیال سرور دانش غونډې ته په هیواد کې د نشه يې توکو تولید کچې ټیټوالي په برخه کې د حکومت هڅو په اړه وویل، چې د دولت مخالفین د نشه يې توکو ستر قاچاق وړونکي او پلویان دي.

دانش زیاته کړه، چې له ډیرو ستونزو سره سره بیاهم افغان دولت له نشه يې توکو سره په مبارزه کې له خپل ټول ځواکه کار اخلي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي بې وزلي، لوږه، ناروغي، نالوستيا، د خلکو پوهاوي کچې ټيټوالی، کډوالي، د خپلو ماشومانو نه پالنې ته د کورنیو لږ پاملرنه، نا امنۍ او د جګړو منفي اغېزې نشو ته د ځوانانو مخ کولو اصلي لاملونه بولي.

بامداد ـ  رخداد های مهم کشور ـ ۴/ ۱۶ـ ۲۱۰۷