دافغانستان دخپلواکۍ غورزنګ ته لنډه کتنه

 

د داکترحبیب منګل لیکنه

د زمري ۲۸ دافغانستان دخپلواکۍ ورځ ده .دنن  ۹۴کاله  دمخه دافغانستان آزادئ خوښونکو  خلکو  دخپلواکئ لپاره د اوږده سرښندونکي جد وجهد وروسته دهیواد  د آزادئ ، مشروطیت او تجدد دغورزنګ  د قهرمانانه مبارزې په دوام او د غازي شاه امانالله خان په مشرئ د بریتانیی څخه  د افغانستان  سیاسی خپلواکئ اعلان  او د افغان- انګلیس په دریمه جګړه کی ترلاسه کړه  او دآسیا په زړه کي يي  د خپلواک او آزاد افغانستان بیرغ بیا او چت کړ .زه په خپل وار د هرڅه نه وړاندي  ددې دویاړه ډکې تاریخي اوملي ورځې او جشن په مناسب افغان وطن پال ، آزادی غوښتونکي او آزادي خوښونکي ،میړني او سرلوړي ولس ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم  اودګران افغانستان د تل پاتې خپلواکې او آزادی په وياړه ډکه مبارزه کې  دافغان ولس تلپاتې برلیتوب غواړم .

دخپلواکئ  پس منظر

زمونږ ګران هیواد افغانستان ،لرِغونۍ تاریخ او زوړ تمدن لری .دغی خاورې ته د لرغونو تمدنونو د زیږیدو او د ودې ټاټوبۍ او زانګو وایې . پدی خاوره کې ستر فرهنګونه را منځته شوي ، سره یو ځاي شوي اوغوړیدلئ دي . دهمدې خاورې نه د« نیک پندار ، نیک ګفتار اونیک کردار »غږ را پورته  شویدئ او ددې ځايه دعلم اوفلسفې َ، ریاضئ ، نجوم ،طبابت ، عرفان ، هنر او ادب مشالونو او سرغندویان را پورته  شویدي .   

  افغانستان ته دآسیا زړه،د سوداګرۍ څلورلاره ،او داستعمار ګرو او پراختیا غوښتونکو ځواکونو ګذرګاه او پامیر ته یی د دنیا بام واېې . د  وریشمو لاره دهمدغې خاورې تیره شویده ، اونړیوال پراختیا غوښتونکي ، استعمارې او غارت ګرو ځواکونو د طلاي مرغه ((هند)) د ترلاسه کولو لپاره َاو په منځنۍآسیا  ،عربي بحیرې اوپه فارس باندې د اقتصادی ، سیاسي او فرهنګي  تسلط  په هدف دهمدی خاوري د لاندې کولو  او همدې ستراتیژیک معبر د کنترول  پر سر د یو بل  سره ډغرې وهلئ اوجنګیدلي دي اود دغو استعماري اواستیلاګرو ځواکونو له جملې ، ځينو په همدې خاوره کې ماته خوړلې ده او امپراتوری ېې همدلته خاوري  او ختم  شویدي ،نو ځکه افغانستان  ته«د زبرځواکونو هديره» هموایی ، او دافغانستان دغه مهم جيو پوليتيک ، جيو ستراتيژيک او جيو ايکونوميک موقعیت ، ددې هیواد د اوسیدونکوپه ملي او سیاسي برخه لیک او  پرمختګ او برعکس وروسته پاتې والي کې تل پاتې ،عمده او ټاکونکۍ رول درلودلۍ او اوس ېې هم لري .  

دافغانستان اوسیدونکې،په وطن مین اومیړني ، شریف اونجیب خلک دي. خپلواکي اوآزادي د بلهرڅه نه ورته ګرانه ده اودهغه د ترلاسه کولو اوساتلولپاره تل جڼګیدلئ دي  او بې سارې قرباني ورکړېده  او به دې لاره کې مبارزه او جد وجهد د افغان ولسملي ځانګړتيا او ټول تاریخ تشکیلوي .  نوځکه افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ دغورځنګونو د غلیان نقطه اوافغانانو ته د ملی آزادي بښونکوغورځنګونوسرغندویان وايي. نوکه دا ولس ځان وپيژني او په خپله ګټه پوه او  یو موټئ شي ، د دېتوان لري چه دآسیا په زړه کې یو پیاوړي دولت  اویوهپرمختللي او غوړیدلی هیواد را منځته کړي .    

د افغانستان خلکو  دهمدي ځواک په درلودلو او د خپلواکئ او آزادی لپاره د اوږده  او سرشندونکي جدوجهد او بي ساري قربانیو په دوام په۱٧۴۷ میلادي کی د دراني احمدشاه  ترمشرۍ لاندي چه وروسته په باباملقب شو، خپلواک ملې دولت او حاکمیت رامنځته کړ ، کوم چه په ډیره لنډه موده کې په یوه ستره امپراطورۍ بدل شو، چه د مشهد نه تر کشمیره او دډهلي اود امو دسیند نه  ترعربي بحیرې، په یوه ستره ساحه باندی حاکمیت ترلاسه کړ . خو دغې امپراطورۍ ډیر دوام ونه کړ، او د احمدشاه بابا دمرګ نه وروسته دده  داخلافو ترمنځ د واک  پر سر د درباری اختلافونو او قبیلوي دشمنيو ، انارشئ او کورنيوجګړو، ملوک الطوایفې نظام  او همدا ډول د غرب  او شرق  له خوا د بهرنیو یرغلونو او لاس وهنوله کبله له منځه لاړه .

دخپلواکۍ بیا ترلاسه کول

سره له دې چه افغانستان  د۱۸ پیړئ په پای کې د اروپايي استعماري ځواکونو د مقابلې او رقابت په ډګر بدل شو او «سترې لوبې » په دوران کی يېدخاورې ځنې برخې له هرې خوا قیچي او پرې شوې، خپلواکي  ېې له لاسه ورکړه او په مستعمره او نیمه مستعمره هیواد بدل شو اود اوسنی نقشې شکل ېیغوره کړ ، وران او ویجاړ شو او دنړیوال  پرمختګ دکاروان څخه وروسته پاتی شو. خو مبارزې دوام وموند او افغانستان ملت د غازي شاه امان الله خان د افغان ځوانانو دمشروطه غو ښتونکي او تجدد پلوه ملي  غورځنګ په ملاتړ واک ترلاسه کړ او د  ۱۲۹۸ لمریز د دلوې په میاشت کي د افغانستان خپلواکئ اعلان کړه  او د عید ګاه  په جومات کی ېې یوې ستري تاریخی غونډې ته دافغانستان دخپلواکئ داعلان په ترڅ کې دخپل حکومت دپروګرام اساسی ټکی پدې ډول وړاندې کړل « د افغانستان  دولت ،دنړۍ د نورو خپلواکو  قدرتونو په شان د هیواد  دننه اوبهر باید آزاد او خپلواکوي ، دافغانستان ملت دهیواد  دننه کامله آزادي لري او دهر ډول تیري او ظلم نه محفوظ دي اوخلک یوازې د قانون اطاعت باید وکړی اوبس . اجباري کار اوبیګار په ټولوبرخو کې منعاولغوه دی . زمونږ حکومت به په افغانستان کې اصلاحات راولي چه زمونږ ملت او مملکت وکولاي شي دنړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کې مناسب ځای او مقام ترلاسه کړي .زه به دهیواد په چارو کې مشوره دخپل کار او حکم لارښود وګرځوم...»

پدې ډول دافغانستان آزادی ِغو ښتونکو خلکو اوملي اومترقی ځواکونو  دافغان- انګلیس د۱۲۹۸لمریز کال دزمري په ۲۸ دافغان- انګلیس په دریمه جګړه کې دبریالیتوب وروسته د انګریزانو  څخه سیاسیي خپلواکي تر لاسه کړه اودشاه امان الله تر مشرئ لاندې یی دیوه  حاکمیت لرونکي خپلواک او مدرن  ملي او حقوقی دولت تهداب کیښود .  اماني دولت د افغانستان لپاره د(افغان ځوانانو دمشروطیت دغورځنګ) دمرام او د علامه محمودطرزی د فکرونو  څخه په الهام او پیروي لمړي اساسي قانون او ددولت پروګرام  تدوين کړ ،چه دهغه مفاد او اساسي کرښي په لاندې ډولدي  : 

« دافغانستان د تاريخي موجوديت او ملي هويت ساتل او ټينګول ، د ملي حاكميت د اصل تامين او د دولت په چاروکې دولس ګډون ، د هیواد ولي « شهروندۍ » داصل دتسجيل  پر مبنا دهيواد  دټولو اوسيدونکو رسمي برابری تامین او دهیواد والو د اساسی حقونو او آزادیو تامین، د مرکزیت اوپه هيواد کې د وروڼو اوسيدونک وقومونود برابري داصل پر مبنا دهيواد او ملت یوالۍ ،  دتجدد (مدرنیتي) پر اساس پرمختګ او دټولنې هراړخیزه وده  ،دنوې او مدرنې قانون جوړونې پر اساس د سیاسي تاسیساتو، دولتي دندو اوحقوقي سیستم عرفي کول ، د ملي اوردو جوړل او دهيواد دفاعي قابليت لوړول ،او دافغانستان دملي ګټو پر مبنا  د متوازنو  نړیوالو اړیکو  اوخپلواک ملی سیاست پر مخ بیول.»

 پدې ډول د زمري  ٢٨ او د اماني دولت تاسیس دیوه ملي انقلاب په څیر دخپلواک ، آزاد او نوي او مترقی افغانستان دتاریخ لمړئ پاڼه برا نیستل شوه او  د پردیو د تسلط او استبداد څخه  دافغان ولس د ژغورنې او د خپلواکئ او مليواکمنئ ، ملي یوالي ، مشروطيت او دموکراسۍ ، آزادئ ، برابرئ  او دنوې  او  مترقي  ټولنې  ته دتيريدو په لارکې دافغانستان دخلکو دمبارزي او جهد وجهد الهام بښونکئ او د ویاړه ډک پیل شمیرل کیږي .

خپلواکي هغه وخت ارزښت لري چه دفاع او ساتل شي

 لکه چه ځرګنده شوه دافغانستان خلکو او ملي ،مترقي ځواکونو د اوږده جدوجهد او بي ساري قرباني په نتيجه کې  خپلواکۍ او ملی واکمني  ترلاسه کړه او دشاه امان الله ترمشرئ لاندي ېې د لمړي  خپلواک ،مدرن او مترقي دولت اساس کیښود ، خو له بده مرغه دغه ملي او مترقي دولت د هیواد ارتجاعي  کړيو د مخالفت او شرارت له کبله چه دبهر څخه تحریک او ملاتړ کیده  د اصلي عامل په توګه له یوې خوا او ديوه پياوړي مرکزي دولت د ایجاد  او مترقی اصلاحاتو د تحقق او ښې حکومت دارئ په را منځته کولو کې د دولت دپاتې راتلو په وجه له بلې خوا  دوام ونه موند او سقوط ېې وکړ او  دواکتشه (خلا) ، انارشي او کورنۍ جګړه رامنځته شوه.   

  سره له دې  چه دشاه امان الله دحکومت دسقوط نه وروسته رامنځته شوې سیاسیتشې ( خلا) ، انارشی او کورنۍ جګړې  ډیر دوام ونه موند او مرکزی دولت اعاده شو او دیوه حاکمیت لرونکۍ دولت په توګه دافغانستان موقف وساتل شو  . خو نوي حاکمیت  ونه شوای کولای د خپلواکۍ او مشروطیت دغورځنګ اهداف تعقیب کړي ، ملي او مترقی ِغورځنګ وځپل  شو او  هیواد  د اوږدې مودې لپاره د استبدادي اداري لاندئ راغۍ، او په سیاسی اختناق اواقتصادی َ، ټولنیز او فرهنګی رکود کی پاتې شو . 

  خو مبارزې دوام وموند او د تيري میلادي پيړۍ د٦٠-٩٠ کلونو ترمنځ داقتصادی – اجتماعی رشد له امله سیاسی رکود او اختناق مات شوو  او په هیواد کی نوي ملي اومترقي ځواکونو را منځته شول اودخپلواکئ دساتلو او تجدد ،مشروطیت او دموکراسیئ  او  دسیاسی پر مختیا په لارکې مهمې لاسته  راوړنئ ترلاسه شوې . خو له بده مرغه  تاريخ  بياتکرارشو او هیواد  دسړي جګړي په ډګر بدل شو او د ملي دموکراتیکو او مترقی بدلونو په مقابل کې دکورني وسله وال مخالفت  اوشورش په سبب د یوه خپلواک ،آزاد ، دموکراتیک ، پرمختللي او غوړیدلی افغانستان د رامنځته کیدو داعیه بيا دماتې سره مخامخ شوه . او په پاې کې  هيواد  د ۱۹۹۲-۲۰۰۱ کالونو  د ملي تراژیدئ او دواک دخلا  ، انارشئ او کورنئ جګړې له امله  د آزادۍ ، خپلواکۍ، مشروطيت ، دموکراسۍ  اود هیواد د پر مختيا په لارکې دافغان ولس د مبارزې جدوجهد  ټولې لاسته راوړنې تباه شوي  اوهيواد په وروسته پاتې والي محکوم او شاه ته مځنيو پيړيو ته لاړ او دتروريسم  په اډه بدل اوهیر شو.      

اوس په کوم ځاي کي يو ؟  

   افغانستان  اوس هم له بده مرغه  دخپلواکئ ، ملی واکمنئ  او ملی ګټو او ملي امنیت په تامین اوساتلو کېدسترو ګواښونو او ستونځو سره مخامخ دئ .  بهرني فکتورونه  دتیرو په شان بیاد هم زمونږ دهیواد په  جاري وضعیت کی ټاکونکئ ځايلري . او سیمه ایز او نړیوالی قوتونه  چه هریو یی زمونږ به هیواد کې د ځانګړو او متضادو ګټو په لټه کې دي او زمونږ په سیاسی تشکیلاتو کي ځان  سهیم بولی او خپلو  موخو ته د هر ډول وسایلوڅخه کار اخلي دافغانستان خپلواکي او ملی حاکمیت يي دګواښ سره مخامخ او محدود کړئ دئ . زمونږ هیواد ته دولتی تروریسم صدور همداسی دوام لري  او القاعده او افغان تروریستی ډلی دادئ  یوځاې په ټول توان جنګږي او تلاش لري ، څو بیا په افغانستان (دآسیا په زړه )  مسلط شی او په سیمه او نړئ کی خپلې موخو ته  ورسیږي .

پدې ډول افغانان په خپل سیاسی برخه لیک په پوره ډول ندي مسلط شوي او دسیاسی مشروعیت مشکل ندی حل شوی او دواک په جوړښت او دولتی اداره  د قشری ، ارتجاعی  او افراطی کړیو د تسلط  له امله د افغانستان د ملي او مترقی غورزنګ اهداف او دخپلواکئ ، دموکراسئی او دموکراتیک نظام  د استقرار او يوې مدنی ټولنی د ایجاد او د هیواد  د  هراړخیز پرمختګ داعیه همداسې دسترو ګواښونو سره مخامخ ده . 

نو څه بايد وشي  ؟

سره له دي چه  په « نړیوالي کلي » او د ګلوبالیزم او دنړيوال  کيدو، نړيوالو اړيکو د هم سويه کيدو په شرایطو کې او دبشري عامو ارزښتنونو، او دهيواد ونو د متقابلو رواګټو اوباهمي ژوند د اړتياو تاثيراو نفوذ  او بین المللی منل شوو قوانینو او موازینو له مخې د دولتونو حاکمیت او دسياسي نظامونو څرنګوالي دملګرو ملتونو د منشور او دنړیوالو روابطود موازینو تابع دی او قسما محدود شوي . خو اصولا هيڅوک حق نلري چه  ديوه دولت اوهيوادونو خپلواکئ  او د دولتونو دواکمنۍ ( حاکميت ) حق چه مطلق دئ تر پښو لاندي کړي.

  افغانستان د حاکمیت لرونکئ ، خپلواک او آزاد دولت – هیواد په توګه  د دې حق څخه برخوردار دي .  خو افغانستان داحق  دیوه پیاوړي سیاسی حاکمیت  او ملي او دموکراتیک حقوقی دولت  او ملي یوالي د ټینګتیا، پیاوړې  ملي اردو اونظامي – امنيتي دستګاه اوکارا  نظامی رهبری، لوړدفاعي قدرت او تر ټولو عمده د غوړيدلۍ او پیاوړي ملي اقتصاد اومجربي ديپلوماتيکې  دستګاه او په ملي ګټو ولاړې فعالې او اغیز مني ديپلوماسۍ  په صورت کی په عمل کی تامین او  ترلاسه کولئ شی .

  د نړئ  دپیاوړو او پر مختللو دولتونو او هیوادونو او ملتونو تجربو ښودلې چه دافغانستان خلک هغه وخت دا ډول دولت – ملت او هیواد  آرمان ته په عمل کې  رسیدلئ شي چه په روانه ټولنيزه اوسياسي مبارزه کې دهيواد ملي ،دموکرات ، مترقی او دټولیز عدالت پلوي سياسي او ټولنيز ځواکونه، قطعي  بر ياليتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کې د مسلط سياسي جريان په حيث وپيژندل شي .  داځواکونه  په  افغانستان کې  په زياته  اندازه وجود  لري چه باید په یوه واحده وطنی جبهه کی سره يو شي او په مسالمت او قانوني ډول په روانه سیاسی مبارزه کی اغیزمنه برخه واخلی او په سیاسي وضعیت کی دارګانیک حضور د تامین او يو ه دموکراتيک بديلد  رامنځته کولو له لارې  د خپلواک ، آزاد  دموکراتيک ، غوړيدلي ، پر مختللي ، پیاوړي اوسرلوړي افغانستان د جوړولو او یوی دموکراتیکې او مدنې ، مرفه او عادلانه ټولنې دایجاد  تاریخي او ملي داعیی په عملي کولو کې  خپل هوډونه ترسره کړي .

                         

سیاسی ـ بامداد۱۳/۷ـ ۱۹۰۸