د خواشیني پیغام

اروا ښاد ممنون صاحب یو له هغه درنو او قدرمنو سټو څخه و، چې په ټولنیز، سیاسي په تیره بیا  ادبي او فرهنګي ډګرکې یې فعاله ونډه لرله.ده  د خپل هیواد د ملي ګټو، د هیوادوالو د اتحاد او اتفاق او د ملي وحدت په برخه کې نه ستړیکیدونکي او نه هیریدونکي هلې ځلې تر سره کړي دي.

 د ارواښاد ممنون صاحب په خبرو او د محتوا څخه ډکو ویناوو کې د  هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه نغښې او ځلیدله.

خدای بښلی ممنون صاحب  زما ډیر نږدې دوست او ملګری و،  دی زموږ د هیواد  علمي،  ادبي،  فرهنګي ، او د پاک او سپیڅلي اوصافواو اخلاقو خاوند،  زړه سواندئ، صادق او د ټینګ عزم او ارادې شخصیت و.

په ډیر خواشیۍ سره خبر شوم چې ارواښاد ممنون صاحب په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.

انالله وانا الیه راجعون

زه په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، خپل ګران او قدرمن دوست مواج صاحب  او د ده درنې کورنۍ او دوستانو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.

په ډیر درنښت

انجنیر عبدالقادرمسعود

پیام تسلیت ـ بامداد۱۴/۲ـ ۱۵۰۲