د خواشینۍ پیغام

په ډیره خواشینی سره می خبر تر لاسه کړ چه زمونږ دټولنی یو ستر عالم او زړور مبارز اوملی شخصیت دقدر وړ مشر ښاغلی عبدالرحیم هاتف صاحب چه ټو ل عمر یی اګاهانه په خلاصوسترګو او وازوغوږونو او دیو ویښ انسانی وجدان په لرلو ژوند ، کار اومبارزه وکړه دوطن نه لری هغه سترګی چه هر لحظه یی دوطن په لور غوړولی اودافغان په کور کی دسولی انتظار او دقیـقه شماری یی کاوه په هالند کی ومړ. زه هاتف صاحب دا ستر ملی شخصیت ته د فردوس جنت غواړم او دهغه درنی او عزتمندی کورنی ته د زړه صبر اوتوان په دا لوی غم کی غواړم . دومره باید دغه عزیزانو ته یاد اور شم چه : دهاتف صاحب مړینه صرف دتاسو زړونه نه دی دردولی بلکه دوطن دهر په وطن او خلکو مین اولاد زړه یی دردولی او سترګی یی ژړولی دی . داسی څوک او کورنی نشته چه خپله خواخوږی دارواښاد هاتف سره ونه ښه یی. ډیرو دوستانو محترم هاتف صاحب ته هغه څه دزړه له کومی لیکلی ، کوم چه واقعآ دارواښاد هاتف صاحب د عالی شخصیت  نښی او نشانی دی. که دارواښاد هاتف صاحب په هکله هر څومره چه ولیکل شی لا هم کم دی. دا ځکه هاتف صاحب زمونږ د ټولنی او زمونږ دزړور ولس یو ځلانده څیره او ستوری وه، هاتف صاحب هم فرهنګی شخصیت وه هم اقتصاد پوه، هم مدبر سیاست پوه وه چه خپله ټولنه یی پیژندلی وه، هم یو قوی اداره کننده او هم دجرګو او مرکو لوی او رښتینی سازمانده او قوی ملاتړ او ارادی خاوند وه ،هاتف صاحب له کوم ځایه چه ماپیژنده اول یی اوریده په اوریدو ډیر خوشحالیده چه دا دهوښیارو انسانانو نښه ده، بیا مقابل لوری یی په خپله عالمانه خبرو پوه کاوه،هغه یو بل لوړ صفت د ملی اوسیاسی مشر صفت هم درلود. دسیاسی او ملی مشر خصوصیت دده په وجود کی له ورایه معلومیده، دی دوطن دابادی تږی وه ده دبیوزلو دپاره ښه ژوند ډیر ژر غوښته،هاتف صاحب دسولی خادم وه ډیر منزل یی دسولی دپاره وواهه او دی لاره کی ثابت قدمونه یی نه هیریدونکی دی،هاتف صاحب د خپل خلکو او سرلوړی ولس رښتینی خدمتګار او دابادی مین وه،ده سره هرلحظه دخپل دخلکو هیلی او امیدونه وه په زړه کی وه، ده خپل ځان دخپل ولس په منځ کی ښه احساسوه، او با احساسه قومونو بیا دده سره هم  ډیره مینه درلوده،هغه هیڅوخت  او هیڅ چیری داسی خبره چیر ی او چاته ته نه ده کړی چه دوطن اود خلکو ګټی په کی نه وی مطرح ، ده همیشه به ویل : هغه څه باید وویل شی اوهغه څه باید وکړو چه دوطن ابادی او دخلکو سعادت په کی موجود وی. داسی څوګ نشته چه دهغه با شخصیته او ستر انسان په مړینه نه وی خفه شوی ،هاتف صاحب په مونږ باور وکړه او مطمین اوسه ته یو با ارزښته انسانی یاد یی ، مونږ په تا او ستا په ژوند ، کار او مبارزی ویاړو، ته زمونږ دپرون، نن ، او سبا ستر افتخار یی مونږ په تا ویاړو، زمونږ نسلونه به تل تا دیو لوی عالم ادیب مبتکر سیاستوال او مخکښ په توګه دروند او قدرمند یادوی ، روح دی ارام اوسه. ژوند همداسی ده او همداسی به زمونږ لویان زمونږ په مخ کی اوبیا مونږ دکشرانو په مخ کی مرو.هو

 ستر اومدبر هاتف صاحب هم سترګی پټی کړی. وایی* سل دی و مر ی خو یو دی نه مری * دا زمونږ د زیږ او ویاړلی ولس دیو باتور ولس تجربه شوی متل دی خوزه بیا وایم* میلون دی ومری خو یو دی نه مری


زبیر شیرزاد

 

پیام تسلیت ـ بامداد۱۳/۱ ـ ۲۲۰۸