د ملگری الحاج اخترمحمد عالمی د مړینې په مناسبت د افغانستان د آبادی گوند ددارالانشا د دادگیرنی پيغام

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کر چی محترم ملګری الحاج اختر محمد عالمی دافغا نستان دابادی ګوند دمرکزی کميټی غړی، دهلمند دولایتی ګوندی کميټی او اجراییه بیرو غړی او دهلمند د ولایتی ګوندی کمیټی د پلټنی او څارنی دکمیسون مسوول د ور پیښی نا روغی له کبله وفات سوی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد ملگری عالمی په هیواد مین یو مبارز شخصیت وو چې د هیواد د سوکالی او پرمختگ ، په تیره بیا د افغانستان د آبادی گوند د برنامو او اهدافو د تطبیق لپاره بی دریغه خدمتونه سر ته رسولي دي.

دافغانستان د آبادی ګوند دارالانشا د ملگری عالمی مرینه یو نه جبران کیدونکی ضایعه بولی او له دی امله د خپل او دګوند د تولو غړو د ډاډګیرنی او خواشینی مراتب د هغی قدرمن کورنی؛ تول ملگرو او دوستان ، په تیره بیا د هلمند درنه او با شهامته ملگرو ته وړاندی کوی. او مرحوم ملګری عالمی ته د څښتن تعالی نه د فردوس جنت او کورنی او دوستانو ته ‌یی جمیل صبر غواړی.او هیله لرو چې د هېواد نوی نسل د هغه لارې ته دوام ورکړي.

په درنښت

پوهاند داکترمحمد داوود راوش

دافغانستان د آبادی ګوند رییس

 

 

اگهی های فوتی و پیام تسلیت ـ بامداد ـ ۲۱/۲ـ ۱۵۰۶

 

Copyright ©bamdaad 2020