دخواخوږې پېغام


په ډېره خواشنې سره موخبر تر لاسه کړو چی يو وتلي مبارز دخلکو او وطن رښتنی سياست مدار؛ گران ملگری دافغانستان دخلکو دملي ترقي متحد گوند د کوېټی دگوندي شورا مسول بشيراحمد اخگر له دی پاني نړی څخه د ابد لپاره رخصت شو، دورنو دوستانو مرحوم اخگر ددی هيواد او خلکو لپاره يو نه ستړې کيدونکی سياستوال وو دده مړينه د گران هيواد لپاره يوه لويه نه جبرانيدونکې ضايعه ده موږ دده گوندي ملگري ،گوند دده لپاره د لوی الله په دربارکې جنت فردوس غواړو د ده درنۍ کورنۍ ته دالله په دربار څخه صبر او حوصلی ارزو لرو. زموږ وېا ړ لی گوند او گونديان د مرحوم اخگر صاحب ته تعهد سپاري چی دده پاکو ارمانونو اودده سپېڅلی لاری ته ادامه ور کوو.

محمداقا شيرزاد

 

اگهی های فوتی و پیام تسلیت ـ بامداد ـ ۱۷/۱ـ ۰۷۰۴