د افغانستان دخلکو د ترقی ملی گوند د دارلانشا دادگیرنی پیغام
په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړچی د پښتونخوا عوامی نشنل ګوند د رهبری د شورا مهم غړی افضل لالا د ورپیښی ناروغی له کبله وفات شوی او لدی نړی ئی سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
افضل خان لالا یوملتپاله سیاستوال، شاعر ، لیکوال اود عدم تشدد دلاری نه ستړی کیدونکی مبارز وه اوچی لا نوی ځوان وه د باچا خان فخر افغان د خدائی خدمتګارو له تحریک سره یوځای شو، افضل خان لالا چی د پښتون او افغان قوم د یوالی د لاری پیاوړی لارښود وه او د ژوند تر وروستی سلګی پوری ئی د ډیورند کرغیړنه کرښه په رسمیت ونه پیژندله او هغه ئی دداستعمار د ظالمانه خنجرپه توګه چی یو واحد قوم اویو واحده کورنی ئی په دووبرخو ویشلی په پر له پسی توګه و غندله او د هغی پر خلاف ئی د جد وجهد اواز پورته کړ او خپل ټول ژوندئی د پښتنو د حقونو د تر لاسه کولو اود افغان ولس د آزادی اوسوکالی لپاره وقف اوتل ئی دافغانستان دملی دموکرات اوترقی پسند ه غور ځنګ ،سره ورور ګلوی اړیکی وپاللی اود کوزی اوبری پښتونخواه اودافغان ترقی غوښتوونکوقوتونو دیوالی لپاره نه ستړ ی کیدونکی مبارزه کړ ی اودافراطیت اوبنسټ پالنی پرخلاف ئی کلک دریځ درلود چی دی همدغه دریځ له امله ئی دسولی او انسانیت دښمنان په غوسه کړی وه اودوه ځلی ئی پری قاتلانه حملی وکړی چی خدادی (ج) تری بچ کړ او اوس د۸۴ کلوپه عمر دورپښی ناروغی له کبله وفات شوی خدای (ج) دوبښی .
دافغانستان د خلکو د ترقی ملی ګوند دارالانشاء پداسی حال کی چی د افضل خان لالا مړینه د کوزی اوبری پښتنوخواه ترقی پسندو قوتونوته یوه نه جبیره کیدونکی ضایعه بولی اوخپل ځان ،دخپل ګوند ټول غړی پدی غم کی شریک بولی .افضل خان لالاته دڅښتن تعالی څخه برین جنت د پښتونخواه عوامی نشنل ګوند رهبری ، غړو، دافضل خان لالا کورنی اودوستانوته جمیل صبرغواړی.
عبدالحی مالک
د افغانستان د خلکو د ترقی ملی ګوند رئیس
پیام تسلیت ـ بامداد ـ ۱۵/۳ ـ ۰۲۱۱