د خواشینۍ او خواخوږې پیغام
درنو او پتمنو مینه والو او دوستانو!
زموږ درنه کورنۍ نن سهار پر (اتو) بجو د ویر پر ټغر کښیناسته.
زما مهربان پلار ، د قدر او درنښت وړ شخصیت الحاج احمدشاه مسعود په هیواد کې د ننه له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.
انالله و انا الیه راجعون
ګرانو دوستانو!
زه نه یوازې چې د خپل خدای بښلي پلار د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.
په ډیر درنښت ، انجنیرعبدالقادرمسعود
اگهی های فوتی وپیام تسلیت ـ بامداد ـ ۱۵/۱ ـ ۱۵۰۲