سپـي کلـونه


دلته مه راځه بلبله
دلته بندې ترانې دي
دلته باغ په ویر اخته دی
ګلغوټۍ په وینو سرې دي

پسرلی ، پسرلی نشته
دلته ژمی راختلی
د وږمې وزرونه مات دي
وحشي باد را الوتلی

لا د وینو ژرنده ګرځي
لا د مرګ ویاله بهیږي
لا د دار غاړه ده جګه
لا منصور پکې زنګیږي

لا د تبر سلطنت دی
د څېړیو په وطن کې
لاد لور لوبه توده ده
د سرو ګلو په چمن کې

د اوږدو سجدو ځولۍ شوه
د بدنام ساقي لمنه
شیخ د تاک وینو کې ګوري
د خیرن زړه درملنه

اور نفسه باد لګیږي
زمولوي تنکي ګلونه
لوټوي ناموس د لښتو
رژوي سمسور باغونه

لا د کونګ په وزرو کې
هنګامه د پرواز پاتې
لا د پېښو قلم ګرځي
غمنامه لیکي د ماتې

لارڼې ورځې شهیدې
لا را برې تورې شپې دي
لا بیرغ د ماښام جګ دی
لا د لمر ګزمې ویدې دي

لا غمجنې دې سندرې
لا نغمې په وینو سرې دي
لا د غږ ستوني زخمي دی
لا زندۍ ورته پرتې دي

د تقویم پر توره پاڼه
لا پراته دي سپي کلونه
د تاریخ شاړو کوڅو کې
لا بهانده دي بادونه

لا زخمي زخمي وږمې دي
د خزان په څڼو زانګي
لا خالي خالي شیبې دي
د زمان په مورچل دانګي

د غوټیو زخمي شونډې
د موسکا په تور رژيږي
د شنو پاڼو شنه یادونه
وچو لښتونه هیريږي

د ستم سېلۍ کاږه کړل
د نښترو قامتونه
د ماتم لمبو اوبه کړل
د پخو هوډونو غرونه

د امکان په آیینه کې
رنګ شاهد د زمانې شو
ملا ووت له مسجده
جاروکش د میخانې شو

دلته مه راځه بلبله
دلته ساه د وزر سوزي
دلته مري شور د سندرو
دلته کور د هنر سوزي

دلته مینې دي نایابې
خو د وینو ارزاني ده
هره هیله ده بدنامه
هر امید پښېماني ده

یو څو ورځې دي لا پاتې
چې لښکر د بهار راشي
چې د ژمي شپه سبا شي
چې سهر د بهار راشي

چې دا شاړې رنګینه شي
د غاټولو په غالیو
چې اوږدې تندې شي ماتې
د سوما په کنډولیو

بیا به ګل پر لمن راوړي
پسرلی د پسرلیو
بیا به ناوې غوټۍ کښېني
د شنو څانګو پر ډولیو

خو اوس ، مه راځه بلبله
هنګامه د بهار نشته
ګل زخمي ، وږمه پردېسه
سرو غوټیو ته لار نشته .

 

( صدیق کاوون )

بامداد ـ فرهنگی ـ۲ / ۱۴ـ ۲۹۰۴