خدای خو یودی او انسانان هم یوه خدای پیداکړی نو بیا داتقدیرونه ولی بیل دی؟ دا هغه پوښتنه ده چه هرڅوګ ورته رښتینی ځواب لټوی.
عمر د ناصر سره دخپل تقدیر په هکله یو ورځ چه لمر د لویدوخواته کډه کوله ډیر جنجال وکړ ، دځان نه یی د ناصر نه یی اود خپلو په دوه اوږو ناستو ملایکو نه یی ګله وکړه . او ناصرته یی وویل ګوره ناصره زه او ته همزولی یاستو خیر که زه په کلو او ته په ښار کی زیږیدلی یی، تاته او ستا په شان نازولو ته الله (ج) له ا زله ښه تقدیر در کړی او زمونږ په برخه یی بیا برعکس کړی. نا صر جانه اصلآ باید داسی نه وای دا ځکه مونږ ټول انسانان یو هیڅ تفاوت نلرو. ووایه ناصره ووایه، زه اوس ګله له چا وکړم ؟ تاسو خو په وړو او لویو ، ښایسته او ډولی ښارو کی چه هر څه په کی پریمانه شته الله زیږولی یاستی، چمنونه موشنه اوزرغون دی باغونه مو له ګلونو ډک دی او ښار مو دشپی له خوا روښانه ، کورونه مو ګرم ، ډوډی مو هم ګرمه او اوبه مو همیشه یخی دی ، شکر دی مکتب لری ، روغتون موپه خوا کی دی او دلوبو خورا ښه ځایونه لری حتمآ به دی په کی ښی لوبی فوټبال او ولیبال کړی وی ، مسجد مو هم عصری او ملا مو هم همیشه په مسجد کی وی دولت ورته معاش هم ورکوی ، تاسو دخدای نازولو خو په لویو ، لویو مسجدونو کی ا، ب ، ت دملا صاحب نه په ارام زړه لوستلی او یاد کړی، تاسو خو ګلستان هم لوستلی تاسو به له ماشومتوبه حافظ او مولانا سره اشنا شوی یی او دتوری ګوړی په ځای به دی دڅو نقدو پیسو سره یو ځای په سره او یا شنه ګلداره دستمال کی دبغلان او یا مزار جان قند ملا ته وړی وی او دملا صاحب خولګی به دی پری خوږه کړی وی. ښه پوهیږم ستا سو داوږو ملایکو دتا سو دمیلو او چړچو اوزما په اوږوناستو زما په شان بدبخته او کلیوالو ملایکو چه هغوی هم کلیوالی شوی زما ددرد ، ولږی ، تندی ، زما اوزما دپلار زیار او کړاو او دسختیو اودټکنده غرمی خولو را پور لیکی یی،تا سوته یی په دی دنیا کی دګلو باغچی په برخه کړی اود ترخو او خوږو چل یی درته ښولی به یی ،ځکه تاسو خو جنت ته څی چه جنت کی دخوږو او ترخو ویالی در نه ورکی نشی او دجنت دباغچو سره مخکی در مخکی بلد و اوسی ، خو زمونږ خوارکیو بیا دجنت سره څه دی جنت خو د درد ، زحمت ، محرو میت ،غربت او نا خوالو ځای نه دی . ناصره ته پوهیږی چه مونږ دومره کړیدلی یو، مونږ خو لا څه زمونږ ملایکی هم زمونږ دتقدیر دلاسه هره ورځ زوریږی ته او ستا په شان خو حتمآ جنت ته ځی خو زه درته
وایم همدا اوس دی په ژوندون کی دشاتو او شدو، حورو او غلمانو جنت مبارک شه تاسو په سیوری کی لوی شوی یی تا سو ساړه نه دی لیدلی تا لوږه، ګرمی درد او غم نه دی لیدلی. ځه ورځه دشاتو او شدو ویالو کی لوبی کوه، حوری او غلمان مو انتظار کوی، مونږ خپل چاره کوو ، مونږ مجبور یو خپل تقدیر په خپلو لاسو بدل کړو. هو مونږه نه له اوره ویره لرو او نه له ساړو تیښته کوو دا مونږ ته زمو نږ داوږو ملایکو همداسی لیکلی ،هو له ازله یی زمونږ دتقدیر تصمیم دتاسو دتقدیر بر عکس نیولی او لیکلی، مونږ ته خو زمونږ دکلی ملا ویلی وه چه دټولو خټه یوه ده ، ناصره نوولی یی دتا تقدیر او زما تقدیر کی فرق راوړی ، ته یی بادار او زه یی نادار پیدا کړی یم . زه نه پوهیږمه ای له ازله جنتی ناصره دشنو سیورو لاندی لوی شوی ناصره ته ووایه ؟ څه چه ماته زما ملا ویلی وه ، او څه چه تاته ستا ملا ویلی وه ووایه کوم یو یی رښتیا او کوم یی دروغ ویلی دی، ووایه دزیړی غوا په غوړو او قیماقو لوی شوی نا صر جانه ژر یی راته ووایه ، ولی زمونږ تقدیر یی ستا په شان نه دی لیکلی. ای دپلار نازولیه ته خو دپلار او نفر خدمت په اوږو لوی شوی تا پلار هره ورځ ولید ، خو ما پلار په هفـتو ، هفـتو هم نه دی لیدلی زما پلار نیمه شپه دکر دپاره پټو ته ته او ماښام ستړی ستومانه بیرته راغلی ، خو کله چه زه ویښ وم پلار کار ته تللی او کله چه زه ویده وم پلار هم ستړی راغلی ، ووایه ای دخدا ی نازولیه ، نو دا ولی.ووایه تا په پټـو پښو او ما بیا په لوڅو پښو مکتب ویلی ، دا نو ولی ؟. ووایه ای په شدو او کلچو لوی شوی ناصره ووایه زه اوزما پلار ولی بدبخت او ته او ستا پلار دسعادت خاوند یاستی، دا څه راز دی ووایه ؟ ته یی میلو ته ، او زه یی بیا زحمت ته پیدا کړی یم ووایه چه دا ولی ؟ تاته یی خواږه او ترخه پریمانه در کړی خو ته شکر نه کاږی او دا زه بیا د خدا څومره ساده یم ، چه په شړومبو او جواری شکر کاږم ، ووایه زه ساده یم اوکه نه ؟ ووایه ولی زه دتا دپاره شکر کوم ، او ته لا نور، نور او دسر و او شنو کالو دخاونده ناروا مینه غواړی. ،ځه عمره وروره ولی دومره پوښتنی کوی ؟ زه دخپل ملایکو نه د ی وپوښته له مانه یی مه پوښته ، زما پلار خو په ډالرو میلی او مستی کوی ، او ستا پلار په غرمه کی لو او لور کوی، ځه دخپل ملایکونه دی شکایت وکړه ، زما پلار هره ورځ غلا کوی ، چور او چپاول یی اوس عادت شوی، ظلم یی قانون دی او غارت یی مسلک ،.زه دپلار نازولی یم ته نه پوهیږی چه زما تقدیر او ژوند یی دغلا په پیسو لیکلی ، او ستا تقدیر یی درنج اوز حمت له لیاری خو ګوره عمره ستا پلار ته ټول کا کا او ماما وایی او زما پلار ته مخامخ قوماندان صاحب، وزیر صاحب وایی خو کله چه خلکو ته یی شا شی نو ټول ورته غل ، غارتکر وایی ، او ماته دخاین زوی ، ووایه عمره ووایه چه دتا تقدیر ښه دی او که زما ؟ تاسو هر مازدیګر خپلو کی هره ورځ خوشحاله یاستی خو زما دپلار په خاطر ماته مکتب کی د غارتګر زوی وایی ، ووایه دتا تقدیر ښه دی او که زما ؟ ته لوړ سر ګرځی اوزه دپلار دناروا کارو دپاره بیا سر ټیټی ګرځم ،زه دتا سو د تقدیر په لټه اوته بیا ما جنتی بولی نه عمره تقدیر دتا ښه تقدیر دی. زما تقدیر تقدیر نه دی.