غزل
کهء منصور غوندې په دار او په سنګسار شم
نشته دا چې ستا له مینې توبه ګار شم
څو مې شته د عشق خواري همره ښادي ده
کهء مې ورکه دا خواري شوه نور به خوار شم
هیڅ له زهده راته مهء وایه ناصحه
دا وزګاری به هالهء کړم چې وزګار شم
د خسڼي په څیر سپک ښه یم بی قدره
خدائې مې مکړه هسې دروند چې په چا بار شم
کهء مې قد د سرو قد راشي په خوا کښې
د چامبیل په دود به سل ځله ترې ځار شم
د لالئ ته مې یوسف تر خوا شا کیږي
په بازار چې ئې د حسن خریدار شم
چې خطا خطا ګوزار کړي رسا لګي
حق حیران د جادو چشمو په ګوزار شم
هر سړی دغه ارزو کړي باری نهء شي
کهء حمید غُندې او څار په ښهء ګفتار شم
شاعر : عبدالحمید ماشوخیل
***
غزل
چې ناظر د ساده رویو په رخسار شم
په دا شمعې پروانه غُندې نثار شم
کهء هر څو په صبر زړه ټولوم نهء شي
بی اختیاره لکه موم ویلی په نار شم
غنچه خُله چې په خبرو راته راکړي
د نرګس په څیر کوز ګورم شرمسار شم
دم قدم ئې په پئیل د زړه د دُرو
د راستئ په ستن وهلی نری تار شم
چې ئې شونډې تبسم تازه انګار کا
باندې زهء لکه سپند سوو ته تیار شم
ځان جهان مې هسې هیر لکه هیر خوب شي
د خندا په صبحدم چې ئې بیدار شم
د ګلرخو پابوسي پریښودی نهء شم
کهء راکیښ لکه نسیم په خنډ او خار شم
لا مې ځائې نهء شي د ترکو په جرګه کښې
کهء د عشق ټیکه وهلی زنار دار شم
چې نا اهلو ته د اهل وینا وایم
زهء حمید به د منصور په شان په دار شم
***
شاعر:عبدالحمید ماشوخیل
ترتیب کوونکی:انجنیر عبدالقادرمسعود
فرهنگی ـ بامداد۲/ ۱۳ـ ۱۷۱۲