لامې په مټوکې ډېـر زور لرمه
سړوایرو کې سوزند اور لرمه

د خـــواخـوږﺉ تمـه پـردونــه نشي
ګیلې زړه تل کې له خپل ورورلرمه

ومې پاللې چې مې وسوزوې؟
پرتا د پاکې مینې پـــور لرمـه

مخ رانــه مــــاړوه لامــړ نه یــمــه
خوځنده ځواک او زوږو شورلرمه

دمخ سوروالی به مې څرک نوﺉ کړي
خـیرکه بــاروتـــونــه مــخ تــورلــرمه

که تاسې مخ واړوه بلې خواته
سکه بچیان لمن کې نور لرمه

مواجه مه ژاړه ناخـوالــو باندې
بشپړ خزان کې بڼ سمسورلرمه

 

( نجم الرحمن مواج )

 

 

فرهنگی ـ بامداد۴/ ۱۳ـ ۳۰۱۰