زما د لمړنی صنف خونه او د نیم قرن خواږه یادونه

د زبیر شیرزاد لیکنه

ویل کیږی زه لا کوچنی وم دورور جزدان می چه د تیکی نه به د بکس په شان دموراویا خورله خوا جوړیده اوبیا کتاب ،کتابچه ،قلم، نی ، پنسل ، پنسل پاک ،رنګ، تخته، تباشیر اوورسره یوه ټوټه سوړ جواری اویا سړه ډوډی به په کی ایښودل کیده او متعلیمونو به دځان سره مکتب ته وړله څوګ به په لوڅو خپو او خوشبخته به بیا څپلی او چا به بوټان درلوده، ما خلاصوه او کوشش می کاوه چه دهغه کتاب واخلم اوقلم باندی خط داره کتابچه کی څه ولیکم،شپږ کلنی کی مکتب کی شامل نشوم چه بیا اوه کلن شوم په داسی حال کی چه د باغیانودکلی لاندی می پلار پریمانه خټکی او هندوانی کرلی وی، دی خټکو دکندی دګرګګ خټکو نوم درلود او ډیر شهرت یی درلود دا خټکی ،ګاونډی ملکونو ته لکه ایران،پاکستان اوهندوستان خو لاڅه کوی چه غربی المان ته هم تلل او تاریخ کی هم دکندی دګرګګ خټکیو دکرلو اوخارج ته دصادرولو ذکر شوی دا خټکی واړه وه دکندز دخټکو په شان غټ نه وه لږ څه واړه وه خو ډیر خواږه وه. او پوستکی یی دډیری مودی دساتلو توانمندی او مقاومت درلوده کله به چه چاقو و دننه شو یولوړ غږ به تری ووت، سرک مو درلود خو قیر نه وه مجبور وه لویه لاره به مو غوره کړه دچارباغ په لار به دخټکو موتر کوم چه کنده کی بارګیری کیده حرکت وکړ دسرخکانو پل لا هغه وخت جوړ نه وه خو دامیر عبد الرحمن دپاره هره ورځ کنځلی اوروو، بیا به ددرونټی له پله به له یو کم ځنډ وروسته تیر شوو پله کی دیو موتردتلو اجازه وه او دپل ساتونکو به خپله شیرینی نقده او موتر کی به بار نه هم یو دانه اخیسته، چا به د کابل په طرف او چا به دپیښور او یا دپیښور له لاری دهند په لوری حرکت وکړ اود کندی دکلی کروندګرو به ښه ګټه کوله خو اوس نه هغه کروند ګر شته اونه هغه ګرګګ خټکی . په همدی وخت کی مورجانی می پاک کالی را واغوست او دخپل دترور زوی مرحوم فیروز ماما چه د قرغیو ولسوالی د ولسوال حاضر  باش وه دی دکابل وه او کابل کی دشورا مخا مخ دشرق په لوری دپروت کلی چه په قلعه افغانانو یادیده اوسیدونکی وه او هلته یی ژوند کاوه په دی شپه مونږ کره دبچیانو سره مهمانی راغلی وه فیروز ماما سهار وختی دلاسه ونیولم او د ولسوالی په لور مو چه څو کیلو متره لاره وه په خپووخوځیدو ولسوالی ته چه ورسیدو سمدلاسه هغه ارواښاد لاړاوپه هغه لست کی زما نوم له ټولو مخکی بی له دی چه اجازه واخلی ولیکه خو ما ورته وویل : ماما ګوره فتح محمد هم ماسره چه دمور می دتره د لور زوی وه او مونږ یو بل ته دخاله زامن ویل شامل کړه هغه یی هم شامل کړ، دی په ولسوالی کی پاته شو مونږ دواړو ته یی دسهار پنیرداره چای او توده دنانوایی ډوډی دپهلوان ماما په سماوار کی راکړه بیا یی پنځه روپی هم راکړی هغه وخت ډیری پیسی وی او ویی ویل کتابچه رنګ او قلم پری واخله او دسحر ګل ماما ګاډی کی یی کینولو، هغه ځای ته راغلو چه پلار می ولاړ وه او ځوانانو دګرګګ خټکی موټر ته جګول او دا خټکی دهند په لور تلل ما چیغه کړه پلارجانه زه فیروز ماما مکتب کی سیاه کړم اوفتح محمد یی هم سیاه کړ هغه وخت کلو کی مکتب کی شاملیدلو ته یی مکتب کی سیاه کول ویل تاسو به هم له خوشحالی زما په شان خندلی وی کله چه مکتب کی شامل شوی یاست ویلی به مووی پلار جانه مکتب کی سیاه شوم.فتح محمد تر دولسم ټولګی راسره یو ځای وه خو دغه کال زه جشن ته کابل ته راغلی وم بیرته چه لاړم فتح محمد د ساه تنګی مرض له امله چه اسما ورته وایی وژلی وه اوبل هم صنفی می چه په غوږو لږ دروند وه هم مړشوی وه.                         
کوم عکس چه تاسی ګوری دا یو یاد دی او دا یاد بیا زما د ژوند تعبیر دی، دغه عکس هغه لحظه راته رایادوی کوم چه زماد پـټو سترګو نه توره پرده ایسته شوه . او دی یاد ته بیا ډیر درناوی کوم، او هغه ښاغلی استاد مرحوم رشاد هوتګ او کورنی ته یی له هر چا نه ډیر درناوی یی کوم. دا ځکه چه ما ته یی او زما هم ټولګیو ته یی د زده کړی لمړی توری راوښودل اوبیا یی د هغوتورو جنګیدل را وښودل او دحساب عدد یی هم را وښودل . بیا له تورویی مونږ ته دغاړی امیل جوړ کړ ، او له عدده مو جمع ، منفی ،ضرب او تقسیم، بیا مو د مور او پلار، استاد ، خدای اودخدای د رسول نوم زده کړ، او په توره درسی دړه مو په ډیره خوشحالی د دوی نومونه ولیکل، دا عکس چه وینی دا زما د زده کړی د لمړنی ټولګی خونه ده، کوم چه دشرق له دروازی نه به داخلیدو دا لمړنی خونه وه چه ښی خوا کی موقیعت درلود او که دغرب له خوا به داخلیدو بیا ددهلیز دکیڼ خوا اخرنی خونه وه، دلته دهر خونی مقابل کی یوه بله همدا شان  درسی خونی هم وی. خو دومره فرق یی لاره چه زمونږ د ټولګی خوا ته شپږ درسی خونی وی چه دمندروړد شنو او میوه داره باغونو په لوری پرتی وی. او بل طرف یی بیا ۴ درسی خونی وی ا وزمونږ ددرس خونی د لوری بیا کمی وی دا ځکه دی طرف  کی دداخلیدو عمومی لاره اولویه برنډه وه لکه ستیژ غوندی جوړه شوی وه  دهلیز ته به کله چه داخل شوی له همدی امله ۴ درسی خونی په دی طرف کی وی چه دجنوب لور کی پرتی وی او د شمال له لوری کمی وی. اوله دی خونو نه یوه یی د مکتب اداره هم وه او ددغه ځایه به د مکتب امر ، سرمعلم ، معلم او یا راغلی هیت له ولسوالی،او یا مرکز نه، ور ته شاګردان به را ټول شوو شاګردانو ته کله به چه زما ورور کټوری چه هغه وخت دی هم د پنځم  ټولګی اول نمره وه له هرچا یی دچنار په شان لوړه ونه درلوده او هم دښی حنجری او اواز خاوند وه  شاګردانو ته به یی د دقت ، جمع شی ، تیار سی او راغلی هیت ته احترام وکړی وویل، او غږ به یی وکړ چه ټول شاګردان ستاسو معیانی ته  حاضر دی، او مقابل لوری به بیا خپل هدف په لنډو او یا اوږدو کلمو دترا نی داوریدونه وروسته بیان کړ. هو دا مکتب هم دنورو مکتبونو په شان دعلم او پوهی دښمنانو وسوزاوه او دود یی تر اسمانه ورسید او هغه چا چه دسوزیدو دستور یی ور کړی وه اوس دولسونود غولولو دپاره وایی دمکتب سوزیدل حرام دی ،هغه لس خونی بیا له سره دهغی سیمی داوسیدونکو په همکاری جوړی او اوس په څوارلسو خونو بدلی شوی پرون هره خونه لویه وه خو اوس هری خونی نه دوه خونی جوړی شوی، دا پوره د۵۰ کالو دمخه یاد دی او لما نځنه یی راته ضرور ده . دا دنیم قرن یاد دی دا زما دژوند او زما دهمصنفیانو دژوند خوږی ورځی او خاطری دی، دی ټولګی کی ماسره حبیب الرحمن ، ګلاقا، شمس الحق ، مرحوم عبدالقادر، چمن ګل،قیوم د ملک شیرین ماما زوی ، قیوم دباطن شاه زوی، کبیر ، یعقوب ، داداګل ، شهید سید احمد ، عزت الله ، مجنون ، ابراهیم ، حبیب الرحمن د فرمتنخیلود ملک زوی ، مرحوم فتح محمد ، ملنګ ، اسلم ، اقبال شاه. خیا لی ګل ، امین جان ، میاه سید دمیاګانو ، دقربان ما ما زوی ، شهید هارون، ظاهر ، رقیب ، دملک انځر ګل زوی ، همدارنګه یو تن زمونږ هندو وطنوال، او یوتن چه هغه مظلوم د خپوتکلیف یی درلود او دمندروړنه وه، مرحوم غیور، دقصاب زوی ، ظاهر ، طاهر، فضل،عزیزالله ، اسمعیل  کلکوټی، مرحوم تاج الدین، ددکاندار شیرعلم زوی او یو تعداد نور چه حا فظه راسره دنومونو یادکی مرسته ونه کړه هم صنفیان وه، دا مکتب د ډیرولرو پرتو کلواوسیدونکوته جوړ شوی وه، دلته دکله کوټ نه نیولی بیا تر سرخکانو او دمندروړ نه نیولی بیا ترقرغیواو دبلی ډډی نه د شیخانو او کڅ پوری ما شومان به ډلی ډلی راتلل چه څه زده کړی. هو دا لاڅه چه دشپږم ټولګی درسی خونه موهم دلمړی ټولګی په شان شمال لور کی د همدی خونی په طرف پرته وه درس مو دشرق نه شروع کړ، چه دغرب لور ته ورسیدو مکتب نه فارغ شوو،هرڅوګ یو لوری ته لاړ، دا مکتب دشنو باغونو په منځ کی پروت او له پخو خښتو جوړشوی وه  لویه ویاله یی هم در لوده او سر چینه یی دعلینګار او علیشنګ دسندونو له ګډو اوبو څخه وه، جنوب شرق خوا کی لوی بازار دمندرور په نامه هم  درلوده او دجمعی لمانځه لوی مسجد یی هم درلود، اهل هنود هم ډیر وه ، یهود هم هلته وه او غرب خواکی دلغمان نه د کابل او ننګرهار په لور لوی سرک پروت وه، دغه مکتب دپاچا صاحب او صبور خان په شان ارام  معلمین هم درلوده او دمعلم صاحب احمد او لندهور په شان له غضبه ډګ معلمین یی هم درلود، چه زوی یی امجد خان چه زمونږ همصنفی وه هم بی له وهلو نه دی پری ایښی،دامکتب کی شدی او کلچی او خوږی ډوډی چه یونسکو کمک کاوه هم شاګردانوته په وړیا ډول ورکول کیده، خو هیچا تری ناوړه ګټه دنن ورځی دغلو په شان نه ده کړی ، ورور می هم اول نمره له مکتب نه خلاص شو. هغه مکتب کی شاګردان ډیر وه خو هغه غږ او لوړه ونه بیا پیدا نشوه،دشپږم ټولګی زده کونکی وم دتودخی دپا ره داوبو دغاړی نوی درسی خونی په سر مو درس ویل چه دا خونی داصلی انګړ خونی نه وی، چه معلم راغی جګ شوم دقت می لا ختم کړی نه وه چه درسی خونه کیناستله او دمحشر ورځ شوه نور په ځان پوه نشوم ګورم چه تر تداوی لاندی دجمعه ګل خان دزامنو په دواخانه کی چه یو زوی یی هم زمونږ همصنفی وه او دوی دعمر زایو وه ، زه چمن او عزت الله پراته یاستو خو عزت ا لله ډیر زخمی وه، وایی چه بد غږ زر رسیږی دکلو اوسیدونکی خبر شوه دهرچا میندو او پلرو دمکتب خواته منډی وهلی زه چه دتداوی نه وروسته معلم صاحب ملتان ګاډی کی اچولی وم ګورم هغه څوګ چه زما دژوند نه هیریدونکی د محبت داستان دی یعنی پلار او مور می هم دنورو په شان دمکتب په لور روان وه، د معلم صاحب ملتان خان پری پام شوو، ګاډی یی ورته ودروله او زما دصحت یی اطمنان ورکړ او دواړو ښکل کړم او شکر یی وویسته چه زوی یی زخمی نه ده ماهم ددوی دپاره تر کوره سخت دردونه وزغمه. خو څه می ونه ویلی، کورته چه ننوتم بیا ترهغه وخته پوه نه وم چه غوړی اوشدی می تر خولی شوی، خو ډیر ژر ښه شوم . خو چمن او عزت الله تر ډیره وخته له درده یی شکایت کاوه،  دا را سره ولاړ ملګری چه تاسو وینی دا زما دګوندی درس او ژوند استاد او ملګری دی دا استاد او ملګری افتخارالدین هوتک دی او ددغی لیسی برحال مدیر دی، دا دهغه چا زوی دی چه د تورو نه یی مونږ ته امیل جوړ کړ اوده بیا زما مینه دبیوزلو سره پیدا کړه، چه نه به می دبیوزلو سره مینه کمه شی او نه به هم داستاد مرحوم رشاد مهربانی را نه هیر شی. دازما دلمړی ټولګی خونه او دنیم قرن خوږ یاد دی دا هغه مکتب دی چه زما مرحوم ماما  محمد نبی شاکر هم دلته معلم وه او دولسونو دردونو ته یی شعر ویل. دمندروړ لیسه بیرته جوړه شوه خو یو څه می ولید هغه شوراوشوق په کی نه وه کوم چه زه هلته متعلم وم. هغه وخت معلمین به په دریشی کی راته خو اوس با ور وکړی د ملازم ، متعلم، معلم ، سر معلم مامور او کاتب فرق نه کیږی .معلمین د اوږدو ږیرو او کالیو سره لکه دمسجد ملا امام ډلی ډلی راته او دونو تر سیوری لاندی ناست وه دغه شیبه دتفریح وخت وه. ټول درسی خونی می ولیدی ، هم می خپل او هم می دهم ټولګیو خاطرات  می په کی یو یو دپرون په شان ژوندی ولید، هم خوشحاله شوم هم ډیر غمجن، هغو سره می یو ګلاس شین چای وشکه، هلته یوه کتابخانه دمعلم مجیب الرحمن ناصری په مرسته هم جوړه شوی وه خو کتابونه کم وه.ټول دکالو سره ګرځیدل خو دمحبت نه ډک ښکاریده دا یولوی دردا وزغم ده چه اوس هم بی له دریشی معلم او شاګرد مکتب ته ځی. او معلم بیا دکیناستو خونه هم نه لری له مجبوریته دونو سیورو لاندی کینی. دا د افسوس ځای دی چه پنځوس کاله مخکی دریشی رواج وه خو اوس دپردونوکرانو دپردو کلتورله پنجاب او تهران نه د ځان سره راوړی دی او زما دوطن ښاغلی معلم او ګران شاګرد ددوی دلاسه نشی کولای دریشی واغوندی او ږیره وخره یی که دا کار وکړی بیا یی ملحد او بی دین ورته وایی او په همدی بهانه یی سنګساروی  ، د وی را غلی تر څوود پرمختللی ژوند او کلتور سره مخالفت وکړی او دریشی ددوی له برکته له دولتی ادارو او مکتبونو نه په رڼا ورځ کډه کړی د ه .داسی ورځ به کله راشی چه دمعلم اوملازم او متعلم توپیر وکړم ؟ 

پای