ژوندي سپرغي


ماپه ایروکې دي
سپرغي ليدلي
پام کوئ
لاس ور،نه وړئ
داتودنغرئ ښکاري پېړیونه تود
چې سړېدل یې چالېدلای ندئ
خو!
دروزګار
نادودې
چې،یي
لمبوته
سم کتلای نشوې
له شرمه پټې سترګې
هرچاته وایې،
چې،اور،مړوینمه
هغه ده،
خدایږو،
چې نغرئ هم
سړېدوته درومې
او،
د سپرغي تنفس
ایرې وروشیندلې
سپرغي په برندو،برندو
غلیمان کاږي
سرې لمنې خواته
او،
ددښنو سترګې
له ایروډ کې شوې
ړندې شوې
څه لیدلي نشي
او،
د سپرغیوزورته
هیڅ ټینګیدلي نشي
اوس نو:
په چیغوچيغو
داسې کوکاري کوي
چې په ایروکې لا سپرغي دي ژوندي
نغرئ لاهم توددئ
دادژوندیو نغرئ
هډو سړښت نه مني
ساده سپېڅلې مينه
هيڅوخت زړښت نه مني
مینه ده تا نده
لاغښتلې ښکاري
او،
ماتېدل نه مني

( نجم الرحمن مواج )