مینــه او حسن
ستوري ته آسمان کښې یوه ورځ ووې هلال
خـــدای ادم له مینه ورکړه مونږ له تش جمال
ز ه به په خندا ورکړم دا خپل ښایست د کمال
ما له که یو څاڅکی مینه راکړي څوک په سوال
مـینــه حقیقت حسن ســایه د حقیقــت ده
حسن له زوال شته مینه نه لري زوال
( غني خان )
خندا او ژړا
د ساقي لاس کښې شراب دي یو د غم یو د خندا
مــا پیاله تشــه نیولې ستــا د فضـل په ســـودا
اې ساقي چې کوم دې خوښ وي په خندا خندا ئې را
لیونی یم کــار مې نـشــتــه پــه خــنـــدا او پــــه ژړا
زه یم ستا د سترګو تږی، تږی نه یم د خندا
دا پیاله مې کړه لبریزه که خنـدا وي که ژړا
خو چې تږې مې پرې نه ږدې
ستـــا د حُــسن میــخــــانــه
(غني خان)
فرهنگی ـ بامداد۱/ ۱۳ـ ۰۴۱۰