سنګسار می نه کړی  

 

د زبیر شیرزاد لیکنه

ملا صاحب ستا اجازه د مولوی صاحب نه مخکی غواړم. او له تا وروسته بیا د مولوی صاحب نه اجازه غواړم، دا ځکه زه پوهیږم چه مولوی صاحب د تا نه مخکی د دنیوی او اخروی په مسایلو کی په دیوبندی او قم کی غټ غټ کتابونه لوستی او ځان بیا له تا پوه گڼی او د مولوی صاحب نوم یی تر لاسه کړی. خو د مدرسی زده کونکی چه طالب ورته وایی البته هدف می دغه "طالبان" چه د اشغالګرو په مقابل کی جنګیږی نه دی، خو خیر دی، دا چه دوی هم خفه نشی، دا چه زه د خدای سره خبری کوم له هغو هم اجازه غواړم، هغوی هم هیله لری چه سبا ورځ به ملا او مولوی صاحب شی، بیا به زما له خبرو خبر شی او ګیله به رانه وکړی.

دا لا څه چه د میر، ملا، ملک، سا دات، خواجه، اخوند، قوماندان، آمر او تفنګسالارو نه هم اجازه غواړم، ځکه د ځمکی په سر دا دوی دی، چه فتوا ورکوی، څوک د کتاب، څوک د زر او څوک د زور په اساس فتوا ورکوی. هغه فتواوی، کومی چه ددوی په ګټه او دنورو په تاوان وی. هو که چیری او یا چا سنګسار کړم، بیا د قیامت په ورځ به د دوی ګریوان ته لاس واچوم، تر څو دوی شهادت ورکړی او ووایی چه ده له مونږه د فتوا صادرونکو څخه اجازه غوښتی وه. او وبه وایی چه ده بی زمونږ له اجازی دا لوی عزم یی نه دی کړی، چه لویه خدایه تا سره خبری وکړی. دا منم چه غیر د میر او ملا، قوماندان او توپک والا نه، بل هر څوک چه ووایی زه د خدای سره خبری کوم، د دوی په فکر کافر، بی دین ملحد او ګناهکار دی. او د سنګسار وړ دی او فتوا بیا د دوی صلاحیت دی، دا ځکه دوی بی د نورو له مشوری، خوښی او رایی په زور، ځانونه د محراب او منبر مالکان ګڼی، او میکروفون یعنی بلند ګوی هم تل دوی سره ده او هغه یی خپل د پلار او نیکو نه ورته پاتی میراثی مال ګڼی، خدا یه زه ځان په تا سپارم. او که و یی نه سپارم بی له دی چه دوی پوه شی چه نن د تا سره، د تا لوی ذات سره خبری کوم، بیا به می دوی سنګسار کړی، او زه به نه یم او مړ به یم، خدایه تا ټول بشریت او د هغو ادیانو ته ویلی او زمونږ ملا جان یی همدا اوس هم وایی او ستا په مقدس کتاب چه ما او زما پلار پری ایمان راوړی هم لیکل شوی چه تا پیدا کړی یو، او ته مو پناه کولی او ساه مو هم اخستلی شی، خدایه بیا دا نور چه فتوا ورکوی او ما وژنی، نو دا څوک دی؟ ما ته خو دوی مشرکین ښکاری. ځکه چه یوازی او یوازی ته احد یی، ما ستا د رحمت او برکت نه ډک کتاب کی هغه هم په اوداسه سره لوستلی: اقرا باسم ربک، او ما د ملا صاحب نه هم *بسم الله الرحمن الرحیم* او د بل هر څه نه مخکی می* قـل هوالله احد الله الصمد لم یلد ولم یولد ولم یکن له کفواً احد*. د معنی سره د تا د پاره او د ځان د پاره او د دنیا په مخ د خوندور ژوند د پاره لوستلی. نو دا نور څوک دی؟ چه زما د سنګسار او وژلو هوډ یی کړی او نا روا فتوا ورکوی، زه خو خدایه هیڅ ګناهګار نه یم. ما خو نه دچا مال چور کړی او نه می خوړلی او نه د چا ځمکه می غارت کړی او غلا ته می غنیمت هم نه ده ویلی او نه هم د غلا او چور له برکته نوی ارباب ځان ته وایم، خدایه ما خو نه د چا لور او نه د چا زوی او نه هم د چا ناموس ته بد کتلی، او نه می د دغو غلو او داړه مارانو او ناحقه فتوا ګرو په شان پری تجاوز کړی، نو دا د سنګسار د فـتوا مالکان څوک دی؟

ما خو نه فساد کی برخه اخستلی او نه می د فاسدینو سره د جوال خوله نیولی نو دوی می ولی د سنګسار حکم ور کوی؟ خدایه زه نن تا سره خبری کوم. ای رب العالمینه، د دنیا په سر می داسی څوک و نه موند چه د زړه خواله ورسره وکړم، زما لاس خو د تا د کور د جنت په تیګه چه ټول یی په حجرا لاسود پیژنی هم لږیدلی، نن د تا سره خبری کوم، فقط تا سره. ما خو هره ورځ د تا د کوره او هره شپه او هر ساعت د یو وار په ځای څو واری د طواف په نامه دور وهلی، بیا هم دوی می ولی او د څه د پاره لوی کافر او ملحد ګڼی، خدایه دوی نو څوک دی چه مسلمان ته ملحد وایی؟ خدایه د توان او قدرت مالک خو یوازی ته یی؟ ستا له نومونو یو نوم قادر او بل هم رحیم دی. دا ناولی زورور لا څوک دی؟ خدایه ما خو لوستلی، هر څوک کولی شی چه اودس وکړی او تا سره خبری وکړی. نو دوی می ولی د تا سره د خبرو په ګناه د وژلو دار ته بیا یی؟ او راته وایی چه ته ګناهکار یی؟ خدایه د تا خو غله، ظالم او غارتګر، سود خور د یتیم او کونډو آزارونکی، زما په شان نه خوښیږی او کرکه تری کوی، او هغوی تا بد کاره په ټولو ادیانو کی معرفی کړی دی، او لعنت دی پری ویلی او زه هم د تا د پاره د دوی پر ضد د دنیا پر مخ مبارزه کوم، ای ربه ته لږ توان راکه چه دغه ظالمان، غله او چپاولګر د ځمکی له سره ورک او بیوزلی تری خلاص کړم څنگه خدایه زه پوهیږم په دی کار کی ستا رضایت هم شته؟ ای ربه زه خو به بد کار نه کوم. زه ستا رضایت غواړم، نو ولی خدایه دا غله، دا داړه ماران، دا قاتلین دا ستا، زما او د بیوزلو دشمنان، بیا هغه کسان چه داړه ماران، غله او قاتلین نه دی، او داړه ماری، قتل او غلا او تجاوز نه کوی نو ولی دوی بیا د صادقینو مومن لشکر ته کافر، ملحد او بی دین وایی او ته یی ژبه ورته نه غوڅوی، خدایه دا ښه انصاف او عدالت نه دی چه دوی بیوزلی رټی، څنګه خدایه زه خو به بده خبره نه کوم.

خدایه ما خو تا سره له اوه کلنی خبری شروع کړی په سخت یخنی او ګرمی کی د تا د کور دړه می ټکولی او تا ویل مونږه ټولو ته همیشه د خپل لویی په هکله ویلی دی چه* الله الصمد* زه لوی یم. خدایه نو دا نور لویان چه د لویی دعوا کوی دا څوګ دی؟ خدایه زه رښتیا وایم ستا د کور نه لا مخکی می مورجانی او پلار جان ویلی زویه ووایه الله اکبر، نو دا نور چا اکبران کړي؟ زه خو یو تا اکبر ګڼم، خدایه زه پوهیږم چه څومره تا سره وغږیږم ته هم خوشحاله کیږی او زه هم خوشحاله کیږم ؟ دا نور ولی زما د ژبی پریکولو قصد او امر یی کړی؟ خدایه زه غواړم هره ورځ او هره میاشت او ټول ژوند تا سره خبری وکړم؟ خو دوی می بیا د هری ورځی، هری میاشت او هر کال د تا سره د خبرو په ګناه نیسی. وهی می رټی می، خدایه اجازه راکړه چه بی علمه او عالم ملا جان ته ووایم چه ما د خدای سره خبری کړی، او په رښتیا می کړی او په اوداسه سره می خبری کړی او په اعوذو بالله می شروع کړی او په والناس می ختم کړی. خو دوی له دنیا بیخبره بیا هم نه پوهیږی چه ما په رښتیا تا سره خبری کړی؟ او دوی می دروغجن کافر، بی دین، ملحد او بی مذهب بولی خدایه دوی ته لږ د صراط المستقیم هدایت وکړی او یا یی نابود کړه چه ما سنګسار نه کړی؟ او زه به بیا مړ یم بیا به چا سره خبری وکړم. خدایه لویه خدایه اودس می لا تازه ده ما ته زما د خبرو یو، یو جواب راکړه.

 

اجتماعی ـ بامداد۱/ ۱۳ ـ ۳۰۰۹