پسرلنۍ مثنوي

نن خو د وږمې له شنې لمنې گلان نه ووري

نن مې په خاطر د پسرلیو باران نه ووري

نن مې د خوبونو له گلباغه راوتلي یم

څریکه د رڼا یم، له څراغه راوتلي یم

هره خوا چې گورم هرڅه وینمه، تا نه وینم

ستا د گلنفسه قدمونو ښکلا نه وینم

اوس دې په دې لاره د پښو خاپونه هم نشته

اوس دې په گلپاڼو د بوسې داغونه هم نشته

اوس خو خړو لښتو کې د گلو سا ځلېږې نه

اوس دلته په باغ کې د غوټۍ اروا ځلېږي نه

دلته خو لا ژمي دی، دا چا ویل بهار راغی

چا وليده، چېرته و، له کوم کنډوه یار راغی

ډېره موده وشوه پسرلی په دې لار نه راځي

ټولې لارې بندې دي، ښکالو د بهار نه راځي

دلته زمزمه اوس د مرغیو د نغمو نشته

دلته د غوټيو گرېوانونو کې خوشبو نشته

اوس د ژمي راج دی هرې خواته سپينې واورې دي

هره خوا چې گورې، هر پلو چې وینې واورې دي

اوس خو تورو غرونو سپين پټکی پر سر تړلی دی

اوس خو د رنگينو چمنونو ور تړلی دی

 ***

راغی پسرلی خو د وږمو ځولۍ يې تشه ده

نه ښکاري گلناوې، د غونچو ډولۍ یې تشه ده

راغی پسرلی خو شين څادر یې پر اوږو نشته

سره غاټول يې باد وړي، ځلا یې د شغلو نشته

راغی پسرلی خو بې سروره بې خندا راغی

تش له سوز و سازه، بې له نوره، بې نوا راغی

نه د جنوکیو په پېکیو کې گلونه شته

نه په سپينو غاړو د غوټيو امېلونه شته

اوس دلته په شونډو د خندا گلان غوړيږي نه

اوس په وچو بوټو باراني الماس ځلېږې نه

نه د دښت لمنه د اوریا په لاس چکنه شوه

نه په شنو غونډيو د رېديو رمه پلنه شوه

نه د وږمې ناوې د بېديا په گلیون ووته

نه د سرو غاټولو شنه خندا په هامون ووته

څه دی پسرلی چې بې وږمو وي بې گلانو وي

څه دی هغه ژوند چې تش له چیغو د مستانو وي

څه دی پسرلی چې په ځولۍ کې یې خوشبو نه وي

شور يې د بلبلو نه وي، شرنگ یې د نغمو نه وي.

***

زه يې لاره څارمه، باور لرمه را به شي

ساه د پسرلو د رژېدلي بڼ ښکلا به شي

زه يې لاره څارم پسرلی د پسرلو راځي

سوي نیستان ته مغني به د نغمو راځي

بیا به د بېديا غېږه له شنو وږمو نه ډکه شي

بیا به د هوا ځولۍ خوږو نغمو نه ډکه شي

څاڅکي د باران به بیا غزل غزل سندرې شي

اوښکې د سپوږمۍ به د گلپاڼو مرغلرې شي

مينه مينه مينه به په شونډو شگفته شي بیا

شاړه کرونده به په سرو گلو ښایسته شي بیا... 

( صدیق کاوون )

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۵ـ ۲۰۰۳

Copyright ©bamdaad 2025