د پسرلی په ویاړ
خاونده بیا دې پسرلی کړ
له تشه ډاګه دلونګو بوی راځینه
ښایسته جلالزۍ
پسرلی د ژوند په ویړه غیږ کې د پنځونکي رب دې ښکلایزې لورینې هغه ډالۍ ده ، چې په غرونو، رغونو کې دګلانو وږم ، د طبیعت شینوالی او په خړې فضاباندې شنې بخملي بړستنې هواروې، چې دا دخلقت خوږه تجربه په کال کې يوځلې تکراریږي، انساني فطرت او د انسان دښکلا خوښونکي غریزې ته یو نوی فکر او نوی مضمون وروبښي.
پسرلی دکال په موسمونو کې له دې اړخه دلومړیتوب او ستاینو حق دځان کوي، چې دلته نوی کال له نویو ارمانونو او پلانونو سره له زاړه کال او زړو فکرو سره مخه ښه کوي.
زرګونه کاله له نن ور ها خوا هغه وخت چې یما پاچا د بخدي په لوړو برجونو دې خپل واک راج چلول، هلته دپسرلي او نوي کال دنمانځنې څرکونه او دیو ارزښتناک دود کیسې په اوستا او نورو اریایې کتابونو کې تراوسه ژوندۍ دي. هلته هم نوی کال ، نوي ورځ دنوي کار او نوي فکر او نوي بهیر پیلامه و، ددغې ورځې په مناسبت به ځانګړي میله ترسره کیده ، چې سامانیه به یې بلله.
نو د نوي کال نمانځنه په اریایي کلتور او افغاني ټولنه کې ځانګړي هویت او منښت لري، دغه ارزښت او منښت پسرلي دخپل طبیعت او له نورو موسمونو څخه په بیلوالې تر لاسه کړی دی .
دپسرلي وړانګې او پسرلني فکرونه دې تل د ګلونو په وږم پوښلي وي.
نوي کال دې ټولو افغانانو ته مبارک او بختور وي.
په درنښت
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۵ـ ۱۹۰۳
Copyright ©bamdaad 2025