د ښځو نړیواله ورځ
شایسته جلالزی
د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ ده ، دغه ورځ د بشري ژوند ستر ماهیت په پام سره د لمانځې او درنښت په پار ورکړل شوي. ښځې د بشري ټولني سم نیمایی نفوس تشکیلوي ، دهرې ټولني ارزښتونو دودونو ته په پام یې د ژوند طرز او کاری لید توپیر لري ، په ځینو ټولنو کې د ښځو حقوق له نارینه وو سره سم په نیمایې او په ورسته پاته نړۍ کې ښځې د ټولنې دویم قشر نومول کیږي .
په افغانستان کې د ښځې هویت د جهالت په تور تم کې د وحشت سمندر کې لو لپه دي ، ښځه د مور او لور په نومونو د نا سمه دودونو ښکار او د کور په څلور دیوالونو کې بندیانې دي . افغان میرمن د نړۍ د نورو میرمنو په څیر ندي ، دوی د ژوند له خوژو بې برخې دي ، د دوی زړونه د جنګي کلتور او ناورین د لاسه دردمند دي . د نریوالي ټولنې مرستې او لاسنیول د بې ځایه برنامو ښکار شوي په سلګونه میلیونونه دالر د ښځو د ژوند د تغیر په نامه ، مگر په اصل کې په نورو مسایلو ولګول شوي ، چې له بده مرغه د افغان میرمنو په ژوند کي محسوس بدلون تر سترگو نشو . نړۍ په داسې حال کې د ښځو نړیواله ورځې اتم د مارچ ته زړه ښه کوي چې له تصوره لوړ پر مخ تللي ، او ښځو له دغه پرمختګ ښه ګټه اوچته کړي ، د سیاست ، اقتصاد او کلتور ډګرونو کې له ورځې بلې ته لو بیږې او بریاوی تر لاسه کوي ، زه دغه سترې لاسته راوړنې د ټولنیز مهمه برخه بولم ، او اتم د مارچ هڅونې تر ټولو ښه موقع ده ، زه د یوې مور او یوې میرمنې په ټوګه دغه ورځ د نړۍ ټولو باتورو او با شهامتو میرمنو ته مبارکي وایم.
او د هغي ورځې په تمه یم چې هیڅ مور او هیڅ میرمن د نړی په هیڅ څنده کې دردمنده نښې ، او په آخره کې بیا هم اتم د مارچ د ښځو نړیواله ورځ دي هیواد غیرتي او په هیواد مینو میرمنو ته مبارک وي خوښه یم چې د دغي ارزښتمنې ورځې مقام ته د درنښت په پار تاسو ته د ارادت او مینې احساس وړاندې کوم تاسو ته د لا عزت په هیله.
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۵ـ ۰۶۰۳
Copyright ©bamdaad 2025