ژونــدون

 

ژوندون کله شي څپه کله توپان
کله دښــــتـه دا غــزوکله ګــلان

سرترسره کله ټوله پرښته شـــي
کله ګڼ وېښتو پشانې تورشیطان

کله زیرﺉ شي دسولی سـوکالیو
کله کومه شي دمړېنې اوتورپاڼ

کله نښــه بی درکه دخـــوښیو
کله غم دپاسه غم ورته روان

دژوندون مانا بدلون دﺉ بدلون مومی
ښایی ټینګ بدلون سنګرته شي انسان

( نجم الرحمن مواج )

 

فرهنگی ـ بامداد۱/ ۱۳ـ ۱۵۰۹