د پردیسی شهادت
دنن نه پوره* ۲۷ * کاله پخوا د ۱۹۸۶ عیسوی کال داکتوبر په میاشت کی په یوه مهربانه کورنی ،په یو وطندوست ، روشنفکر اود بیوزلومددګارپلاراو یوی مهربانی موربا ندی د خوشحالی لوی زیری وشوو، چه زانګو ته موغبرګونی رڼا، ژړا او خندا را غله ، پلار او مور چه د دغی رڼا، خندا او خوشحالی شپی او ورځی شمیرلی ، په ځوی یی نوم نوید اوپه لورباندی یی بیا نیلاب کیښود. له همدی ګړی نورد نیلاب اونوید موراو پلار دوه کسان نه وه ، بلکه دوی څلورکسان شول، او دوه زانګو ، دوه خندا اودوه ژړا وی چه دا ژړاوی دخندااومحبت نښه اود خوشحالی په معنی وه ، د د وی کورته جوړه راغلی ، اوله همغی ورځی دوه زانګو یوی میړنی مورزنګولی. د نیلاب پلار اشرف شهکار، کله به چه له کاره کورته ستړی اوستوما نه را ته ، که د نیلاب او نوید د پیدایښت نه مخکی دده د ګرانی میرمنی په خندا یی ستړیا یی ما تـیـده ، خواوس دا نیلاب او نوید وه چه د پلار ستړیا یی په خپله ژړا ورته ما توله، هو کله کله له شهکار به چه کور ته داخل شومخکی له دی چه میرمنی ته سلام ووایی ، سلام تری هم له خوښی هیریده، دزانګو خواته به یی ، هغه زانګو ته، اوهغه ځای ته به په منډ وشوو،کوم چیری چه د د وی د محبت نښه اویا نښی نوید اویا شهیدی نیلاب ژړل. اوهغه ژړغونی ماشوم به یی چه په غیږ کی ونیوه او ژړا به یی چه آ رامه شوه. شهکاربه متوجه شو چه میرمن ته یی سلام نه ده ورکړی ، بیا یی ورته ژر سلام ورکاوه. وایی چه * اولاد خوږ او ګران وی*هو دا خبره رښتیا ده. دا ځکه چه ددوو مینواودوه زړونو محصول اولاد وی ، نیلاب دنوید په شان ، په محبت کی لویه شوه په شپږ کلنی په کابل کی دمکروریانو په ابتدائیه مکتب کی شا مله شوه، نیلاب ډیرژردمعلمینو او متعلمینو په زړونو کی ځای پیداکړ.اوډ یروبیا ورته له محبته او نا زه ، نیلو اویا نیل نا ری وهلی ، دا هغه وخت دی چه کابل کی لعنتی جنګ او جګړی وی اووړانده راکیټونه به له هری خوا کابل ښار ته راتله ، اونازولی ماشومان به ورنه ډیر ویریده ،او دغه وخت کی یوقانونی حکومت چه پلار یی دولتی وظیفه درلوده هم سقوط وکړ، اوکابل کی خپل منځی جنګ او جګړی د اسلامی ډلو تر منځ شروع شوی. کابل ته دکابل او ترقی دښمنانو په رڼا ورځ اور واچاوه اود ا ور په لمبو کی یی کابل جان وسوزاوه، او توردود او لوخړی یی تر اسمانه ورسیدی، شپیته زره کابلیان او دنیلاب په شان نازولی ماشومان د کابلیانو اود ګران وطن دښمنا نو بی له کومی ګناه ووژل، کابل ته اسلامی تنظیمونو د محشر ورځ مخکی له دی چه قیامت راشی او داسرافیل شپیلی وغږول شی دا ظالمانو قیامت ، له پاکستانه او ایرانه خپل وطن او خلکوته په خپل راتګ سره راوړ، کابل یی چور کړ، وران یی کړ اوتباه یی کړ. نیلاب ، نوید ، پلار، مور او نوره کورنی یی مزار ته دنورو بیوزلو کابلیانو په شان اړ او په خا لی لاسونوکډه شوه، دنیلاب دماشومتوب ملګری چه څو کاله ورسره په یو صنف کی درس ویلی وه او لوبی یی کړی وی ، دوی هم ددی په شان سرګردانه شول او له کابله څوګ ښکته او څوګ پورته لاړل او څوګ بیا شهیدان او معلول شول. دمکتب دروازی دمتعلیمینو په مخ وتړلی شوی، معلم او معلمه یی وشړل،او د دی په برخه بیا د دی پلارنی ټاټوبی ورپه برخه شوو، هلته په مزار کی د کود او برق مکتب کی له سره شامله شوه هلته دمکتب دروازی خلاصی وی . هر چا دوستان درلود خو دا لا د صحرایی سپینی کوتری په شان تنها وه. او تنها ګرځیدله، دا په دی فکر کی وه چه ولی ؟ جنګ زه تنها کړم او له کابله مزار شریف ته راغلم ، ازبکی یی هغه وخت لا ښه زده نه وه، دا په کابل کی په یو ترقی غوښتونکی کورنی کی پیداشوی او لویه شوی ما شومه وه، نیلاب د عالی اوسرشاراستعداد خاونده وه. خوددی دپاره چه ژوند ته دیو هوښیاری ماشومی په توګه ا دامه ور کړی، نوی دوستان یی ډیر ژرپه کوداو برق کی پیدا کړه ، او نوی لوبی کومی چه کابل کی رواج نه وی زده کړی، ورو، ورو یی د مزار کلتور او محیط سره هم بلده او اشنا شوه، او د یوی هوښیاری شا ګردی په توګه وځلیده. دا له ا زله پرد یسه وه ، کله چه مزار شریف کی دکابل په شان هم خپل منځی جنګ او جګړی داسلامی ډلوتر منځ شروع شوی. نیلاب خپل اوبواو دا نی پسی ، کوم چه دده په تقدیر کی له ازله لیکل شوی وه، کتاب په لاس کله هلته او کله دلته د خپلی کورنی سره سرګردانه ګرزیده او له مزاره هم جلاوطنی ته اړ اوکډه شول، دا ځل یی ځای هلته شو، چیری که جنګ نه وه، خو وطن یی هم نه وه. که جنګ نه وه ، هغه ددوه مکتبونوهمصنفیان او همزولی یی هم نه وه، دا تم ځای کی رښتینی سوله اوصفا وه، ټولوهلته خندل ، هیچا نه ژړل اودراکټ له ویری ماشومان نه ویریده،دا تم ځای بیا ازبکستان اود تاشکند ښکلی ښاروه، هلته یی دپلارعقید وی او شخصی د وستان یی ډیر راټول شوی وه ، او ددوی په شان د لعنتی جنګ او جګړی دلاسه هغوی هم سرګردانه او جلا وطنی ته اړ شوی وه . او وطن یی پریښودلی وه. هغوی هم ددی دپلار په شان ، مومن ګوندیان وه. او خالی لاس راغلی وه. او د دی په شان سرګردا نه ماشومان هم ډ یر وه، دا هلته هم یوه لحظه ا را مه کینه ناستله، هلته هم مکتب ته لاړه. ازبکی ، انګلسی او روسی ژبی یی ډیرژریادی کړی. او کمپیوترسره یی کوم چه کابل کی نه وه. لمړی ځل اشنا یی پیداکړه. او په لږه موده کی دکمپیوترکورس یی هم خلاص کړ. دا چه نیلاب څومره لوید ه په همغه اندازه ددوستانو او کورنی په زړونوکی یی خاص ځای مونده، دا نور دکابل او مزار هغه کوچنی نیلاب نه وه . هغه یوه سپیڅلی افغانه وه، او دحیا نه ډکه پیغله وه، نیلاب یو مینه وه، نیلاب یو محبت وه، نیلاب یو اشنا وه، نیلاب دپلارد دوستانو په منځ کی داسی څوګ نشته، چه په نیلاب ونه ویا ړی او نیلاب ته یی نه وی ژړلی، نیلاب یوه خاطره وه، چه دهیچا نه هیریږی، نیلاب د میلمنو عزت کاوه، نیلاب دپلاردلاس عصا اوسرلوړی وه، نیلاب خپل میړنی پلارشهکار ته دځوی په شان دغیرت شمله شوه، هغه اصیل اوافغانی کلتور ته دشهادت تر ورځی وفاداره پاته شوه او درنا وی کاوه، اونیلاب عالی فرهنګ درلوده، هغی دحا فظ او مولانا شعرونو ته لاره پیداکړه او لاس رسی یی پیدا کړ. د ری ژبه یی دیو کابلی په شان زده کړه، هغی په دری ژبه اشعار لوستل او نوروته یی ترجمه کوله او له شعرونو نه یی لذت اخیسته، نیلاب یو اشپزه او دمورجا نی مددګاره هم وه، چه څنګه وکولای شی د خپل ګران پلار دلاری یارانوته یوه مزه داره غذا جوړه کړی ،هغه یوه خندا هم وه ،هغه رڼا وه او دښکلا ځلانده څیره وه ، هغه یوه ادب وه . هغه یوه تربیه او داخلاقو نمونه وه . نیلاب تر۱۲ ټولګی پوری د تاشکند ښار کی درس وویل. او همغلته له ۱۲ ټولګی نه فا رغه شوه دا چه دده ژوند خو څه ؟ دده مړینه یی هم له ازله ، په پردیسی کی لیکلی وه ، بیا یی کډه ور ته با رشوه او داځل د امریکا په لور وخوځیده، نورو خلکوهغه ورځ چه له تاشکنده نورو ملکونو اروپا، امریکا او کانادا ته تلل خندلی او خوشحالی یی کولی، خو نیلاب بیا څومره چه له مورنی وطنه لری تلله هومره غمجنه وه . او ډیریی ژړل شا ید هغی خپل مسافر شهادت خوب کی لیدلی وه ،خونه داسی نه وه ، هغی نوی ژوند او خپلو هیلوته مبارزه کوله او په ایمانداری او امانتداری په خپل پلارنی وطن کی خپل ځان او خلکو ته سعادت غوښته، هغی په نا کاموهیلو هیڅ با ورنه درلود ،هغی خپل تقد یرپه ښه ژوند کی هم ځان ته او هم خپلو خلکو ته غوښته هغی ته افغانستان له خپل ځانه هم ډیر ګران وه ، هغی مرګ دهر چا په شان منه، خو داسی نه چه کوم ددی په برخه شوه.هغی تل دا ویل : که کابل او دکابل دوستان می را نه پا تی شول، مزار ته راغلم ، په مزار کی دوستان می لا زما دخندا سره نه وه اشنا شوی چه له پلارنی او مورنی وطنه ، ګران افغانستان نه جلا او بی وطنه شوم ، کوم چه په ژبه یی پوهیدلم کلتور او فرهنګ سره یی اشنا وم ، او نن ازبکستان ته راغلم هلته می دپلاراوکورنی مهاجردوستان ډیر وه، هلته په تاشکند کی می دوطن شمال لږیده اوزما دوطن اوزمونږ دخلکو محبت شمال را ته راوړ ، او دامو دسیند دڅپو غږ می تر غوږو کیده. اوسپوږمۍ سره می خبری کولی او هغی هم زما دزړه خبری اوریدی . او دوطن احوال یی راته راوړ، نیلاب ویل : هره ورځ به یو له دوستانونه موله کابله او یا له مزارشریف راتلل، او دکابل او مزارشریف قـصی یی کولی، اوس خو زه چه امریکا ته ځم له هر څه محرومیږم ، هلته خو دوطن شمال راباندی نه لږیږی، او له کابل او مزاره هم څوګ نشی راتلی. چه دکابل او مزار قصی راته وکړی، او دا مظلومه شهیده به په قولکوشوه. دیو ماموشی په شان د هغی ماشومی په شان کوم وخت چه دی ژړل او دپلارستړیایی په خپل ژړا کی ورته ما توله داسی یی ژړلی، او په دی سفر یی په غټو او ښکلو سترګویی چه تل یی خپل مورنی وطن او خپل ولس یی پری لیده ژړلی. او لپی لپی او ښکی یی تویولی،او د یو ما شومی په شان کله به د یوغیږ ته تله، او کله به د بل غیږ ته به لاړه. چه ځان ته او خپلو دوستانو ته تسلیت ورکړی ، دا پرد یسی شهیدی ته وطن ګران وه هلته یی خا پوړی کړی وی ، هلته یی رقم رقم لوبی کړی وی، او د یوی مینۍ او لیونی په شان یو خوا اوبل خوا په چرتونو کی غرقه ګرزیدله، هغی خپل وطن ته تګ غوښته ، هغی خپل وطن کی ژوند غوښته، او د وطن دتللو، تلواریی درلود، خو دده هیلی وطن ته او وطن دارانو خوا ته نیمګړی پاتی شوی ، اوهریو ته یی ویل : کاکا جان ، خاله جان ، ماما جان ، عمه جان داچه د وطن له تلو خدای محرومه کړم، کوشش وکړی تا سوهم امریکا ته راشی ، دی خپل همزولوته ویلی : ګوری ډیر ژرتا سوهم ا مریکی ته راشی ، که را نشی بیا زه به له تاسو خفه شم او تاسو پسی او وطن پسی دخفګان دلاسه به مړه شم . تاسی به می بیا مړی ونه وینی، هوهمداسی شوه دا حیاداره افغانه پیغله ډیر لری له جنت نشان وطنه ، په شهادت ورسیده ، اونور هم ډیر ډیر لری په امریکا کی خاورو ته وسپارله شوه. هو ټول پوهیدل دا دهغی عالی اخلاق ، تعلیم اود کورنی تربیه وه چه ټولو دوستانو سره یی دخور ، ورور او لور په شان محبت کاوه او ټول ورته ګران وه ، او داهم دیوی خوراو د یو لور په شان ټولو ته ګرانه وه، اودا هم د دی دکورنی تربیه وه چه دی ډیره مینه ، محبت او خاصه علاقه خپل وطن او ولس سره درلوده ، دی د خپل دپلار دهمفکرانو او دوستانو ډیر درنا وی کاوه. او ور سره یی همیشه په مینه او محبت خبری کولی، اوبه اودانه یی د صحرا مرغی په شان تاشکند کی هم ختمه شوه، دکورنی سره له وطنه ډیر لری امریکا ته لاړه ، کوم عالی او خدا یی استعداد او ښه تربیه چه د دی په برخه وه ،د یو مودی وروسته دا د ژوند سرګردانه د ۲۰۱۲ کال په لمړیو کی کوژده او بیا د جون میاشتی په ۲۲ نیټه د۲۰۱۲ کال کی واده شوه. او د د نمارک د کوپنهاګن په ښارکی د واده مراسم یی چه ټول دوستان یی راغلی وه په افغانی کلتور او فرهنګ په شنو او سپین کالو کی او په میهنی نغمو او دملی ا تڼ په کولو کی ترسره شوه. دغی پردیسی ته بیا سفر په برخه شو امریکا ته دافغانی عنـعنی ، رسم او رواج په توګه دپلار کورته میلمنه لاړه. دمهمانی له تیرولو بیا بیرته مسا فره او راستنه شوه. خودا ځل اروپا ته اوپه اروپا کی د نمارک ته دیو باعزتی پیغلی په توګه د نوی کور، ژوند او کورنی د جوړولو دپاره راغله. دی پریمانه ارزو درلوده .چه کاروکړی، درس ووایی او یو ورځ دا هم مور شی .او د خپل مهربانی مور په شان زانګو وزنګوی او خپل اولاد دځان په شان مینه ناکه لوی کړی او په غوږ کی ورته افغانی درس ورکړی .خو داسی نه شوه .هغه زانګو چه دی یی زنګول غوښته تر لاسه یی نه کړه .دده اوبه او دانه او د دی د مرګ حکم چه په بد تقدیر کی یی له ا زله تراژید لیکل شوی وه، خود تقدیردا حکم منصافانه ، نه وه . بلکه سخت ظالمانه وه. دی افغا نی او با همتی میړنی لورهیڅوخت خپلی کورنی ته ونه ویل چه تا سو دلـته په امریکا کی اوزه بیا هلته په اروپا کی؟ دا کوژدنه شوه دا واده شوه ، خو دا دخپل بد تقدیر نه خبره نه وه چه دا به هلته لری دپلار، مور، ورور ،خور او دوستانو نه وژل کیږی .او په شهادت رسیږی، هغه هم د یو جنایت کاری په ناولی لاس چه هغه هم یو ورځ ددی په شان ددی له جنسه یوه مظلومه وه خو ددی وژلو ته بیا هغه بدکاره او بد کرداره او وحشی شوه، جنایت کاره شوه او قاتله شوه او په ډیری بیرحمی چه لاسو نه یی په وطنی نکریزو لا سره وه، بی له کومی ګناه د دی هیلی ورته، د دی سره یو ځای د سپتمبرد میاشت په ۱۴ نیټه د۲۰۱۲ کا ل کی ورته له مینځه ویوړی او دا په وطن مینه ، دا د عالی اخلاقو او غرور نمونه یی په شهادت ورسوله، دا پردیسی او با عـفـتی لور سره ژوند هیڅ وفا ونه کوړه، ژوند خو یی ټول په سفر کی تیر شو، دی وطن ته دتلو هیله درلوده هو خو هسی نه شوو. ددی شهیدی جسد چه کوپنهاګن ته یی دوستان ، ملګری او غمشریکان د اخرین دیدن ته راغلی وه د امریکی په لور په ژړا او فغان ویوړه، او هلته په امریکا کی کوم چیری چه فاکولته یی دوطن او خپل ولس دخدمت دپاره ولوسته چه کابل ته به لاړه شی دمکتب هغه دروازه چه اسلامی ډلو ددی اوددی دهمزولو په مخ تړلی وه په خپلو لاسو خلاصه کړی او ماشومانوته دکمپیوتردرس بی له کوم مزد ه ورکړی، د ډیرو د وستانو په منځ کی چه ټولو ژړلی خو دا ارامه، ولی په زړه زخمی دناکامو هیلو سره ویده وه، توروخاوروته وسپارله شوه. ټولی هیلی یی نیمګړی شوی نه یی دمکتب دروازه خلاصه کړه اونه یی زانګو وزنګوله، اونه یی هم چاته په الولوویلو د وطن دمینی اومحبت درس ورکړی شو. دشهیدی نیلاب ژوند دپردیسی ژوند وه او شهادت یی هم د ژوند په شان دپردیسی دشهادت داستان وه. روح دی ښادا وسه دافغان ولس غیرتی ، میړنی او پاک لمنی شهیدی نا وی. نیلاب جان شهکار جنت دی په برخه شه ستا دوستان ستا مبړانی ته درناوی کوی.
شهیدی نیلاب جانی همغسی چه ستا دژوند هیلی نیمګړی شوی باور وکړه زما څوکرښی چه دتا دژوند او شهادت لوړ مقام ته یی ستا دشهادت دلمړنی کالیزی په مناسبت لیکم نیمګړی دی ، او هغه داده چه نه ا نسان په تا رحم وکړ، انسان خو وحشی شو ځمکی او اسمان هم ستا غږ وانه ورید او ستا په اوږو ناستو ملایکو هم دځمکی او اسمان په شان مرسته یی درسره ونه کړه. چه ما دهغو نه ستا دژوند اخرینی هیله اوریدلی وای ، او دتا دپاره می هغه هم لیکلی وای . خو په دی پوهیږم چه دځان دنجات دپاره به دی ویلی وی مورجانی، پلار جانه اونویده وروره کومک وکړی .خو هغوی یو هم نه وه او لری وه ، خوبیا به دی دخدای نه مرسته غو ښتی وی هغه هم مسافر وه. تا سره یی مرسته ونه کړه. ستا همسایه خو دکمک په معنی نه پوهیده، دهغه نه ګله نه ګوم چه ستا په ژبه نه پوهیدل، دهغه نه ګله کوم چه تا مرسته تری و غوښتله خو تا سره یی مرسته ونه کړه ، ستا ژوند او زما دا څو کرښی یی نیمګړی کړي.
یوه تل روښانه ډیوه درته ډالی شوه او وه یی منه.
په درنښت شیرزا د
اجتماعی ـ بامداد۴/ ۱۳ ـ ۱۳۰۹