انقلابي شاعر پرخپل سپېڅلي آرمان سر کېښود

 

صدیق کاوون

 

د سينې په باغ يې و ټوکېده سور گل

د سـرکـښو ارمـانـونـو د غرور گل

سر يې کښته نه شو دېو د استبداد ته

دار ته وخوت په خندا لکه منصور،گل

                   ***

دا دی بيا يوه آرمانجن زلمي، په خپلې تاندې وينې د آزادۍ نيالگی خړوب کړ، او دادی بيا يوه وطنپال انقلابي شاعر پر خپل سپېڅلي آرمان سر کېښود.

گيله من وزير د خپلواک، غښتلي او سرلوړي افغانستان د جوړېدو د سپېڅلې لارې زړور مبارز، چې د غدار او نامرده دښمن د خونړي يرغل په پايله کې زخمي شوی و، د خاموشانو ټاپو ته واوښت.

هغه خاموشه شو، خو غږ به يې لا لوړ، لا رسا د زرگونو ځوانانو له ستوني را ووزي او د استعمار او استبداد تورې ماڼۍ به ولړزوي. هغه خاموشه شو، خو شعرونه به يې د هېواد د زرگونو ملالو پر شونډو د آزادۍ سرودونه شي.

د« گيله من» او د نورو سورکفنه شهيدانو د وينو څاڅکي به د خپلواکۍ د لارې مشالونه شي.

پر دې خاوره چې نن د وطن پالو سرتېرو مبارزينو سپېڅلې وينې توييږي، سبا به پرې د خپلواکۍ گلان را و ټوکېږي.

نه په توپ، نه په توپک نه په گوليو

غلی کېږي د انسان د خپلواکۍ غـږ

يـوه ورځ بـه تـرانه د انـقـلاب شي

د افـغـان د لوی وطن د آبادۍ غـږ

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۴ـ ۱۱۰۷

Copyright ©bamdaad 2024