شعر ته ورته تصور

 

اکبر کرگر

 

ماته هېنداره !

چې كله گورمه څېرې ته په هينداره كې !

هينداره ماته اودروزونه لري

زما څېره هم په كي خط خط چاودديدلي بريښي

بيا كله كله چې نظر واچوم ليري ليري ،

هلته هم هرڅه ونې بوټي خاوري گردونه وېنم

غرونه دښتونه مې نظر ته راځي

د ديوالونو چمنونو اوبا غونو په سيل

هم دخځلو دخاشاكو ،اوبادونو سيلي

دبوړبوكيو تاوراتاو لمنه وركه مې له پامه تښتي

پورته اسمان دخپلې شنې كاسي لمنه كې

سور او روښانه لمر را وځلوي

ماحول روښانه او سپين پړك واړوي .

لاندې په ځمكه دتوفان او دجنگونو

سيلابونو تصوير ،

اوس دغه ټول په دې هينداره تت اوپت بريښي ،

نه ! دا هينداره نه ده ،

دايوه بله دونياگې جوړه ده ، دليونتوب اود خيالاتو جوړه شوى دونيا “

چې دغمونو انديښنو له خښتو ،

دتصور له كاڼو لوټو جوړه ،

چې سترگې پټې كړم بيا هيڅ نه وينم

فكر كوم بهر هيڅ شې نشته ، دجود پته او هيڅ بڼه نشته

هغه راټول په يوه وجود اويوه هستۍ كې ښكاري !

نه ! نه !

دونيا كې هيڅ نشته دا ټوله افسانه غوندې وه ،

ېوه خيالي او له رموزو ډكه

له رنگينيو ،انځورونو اوفكرونو ډكه

بس نو يوازې اراده غوندي ده ،

كه دا دخټو څلى ولويږي ټوټه ټوټه شي ،

اودلوگي او اسويلي په څير بړاس پورته شي ،

ديوه مرغه په څير په لوړو غرو پرواز وكړي ، را ونه گرځي .

نه په ديوال وي نه به ځمكه اونه اسمان وويني

هېنداره ماته اوټوټه ټوټه شي ،

په دې ټوټو كي به هيڅ ونه بريښي ،

نه به ښايست نه به گلونه اونه شين اسمان وي

نه به دا ځمكه له دې دنگو دنگو غرونو سره

نه به اسمان له ځليدونكو ستورو لمره سره

نه به سپوږمي په كنډو بيا پورته شي ،

نه به لوي دښتي ، ځنگلونه اوسيندونه ويني

ځكه يو څلي يو منار يو اويادگار ،به وي لويدلي

او په ځمكه ناست وي.

ناست خولا څه په يوه څاه كې به پريوتي غورځېدلي اوتري تم وي ،

د روح مرغه به ترې الوتي وي بيا به هيڅ ځنگله ته را نه شي

اونه به دجگ چنار په جگه تركه وچغيږي

هينداره ماته اوټوټې ټوټې وي

دښايستو دونيا به ړنگه بنگه ،نه به ښكلا وي اونه بادونه سيلۍ

باد اوتوفان كه چېري وي ، نو هم چنگاري به كا

دجدايي چنگاري

څلي به پروت او يا به څاه ته گوزار شوي

اوغرق شوي ، تري تم به وي

هستي به نه وي ، چې يې ووېني اوسيل يې وكا

اونورو ته هم ووايي وگورۍ همدا ښكلا ده

په دې هينداره كې يې وگورې چي څه ځلا ده ؟

نو دا به هيڅ نه وي ، څلي به پروت وي اوهينداره به ټوټه ټوټه وي ،

جهان به هيڅ نه وي ، ښكلا به نه هستي به نه وي ،

ماته هېنداره به هم ريزمريز وي

نور به هيڅ نه وي .

 

اکبر کرگر

روتردم ـ هالند

د مې ٨ نيټه ٢٠٢٤ كال

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۵/ ۲۴ـ ۲۴۰۵

Copyright ©bamdaad 2024