د وطن پیغله وایی

زما خو ته یادیږی وطنه

که د جنت په منارو ولاړه یمه

 

وطـن مــی

 

له اغیارو یی اخیستی تاج د سر دی

رامات کړی یی د هری بيړۍ ښګر دی

توری شپی او تور ماښامونه یی ځغلولی

په تیارو کی ځلیدلی لکه لمر دی

دا یی عادت دی هر تیری هیڅ زغملی نشی

هر تیری ته دریدلی لکه غر دی

نا تمامه ویاړونو نه جوړ شوی

پیدا کړی خدای نړۍ کی معتبر دی

دا لوی کور د روغی جوړی او وروری دی

دلته اوار همیش د سولی لوی ټغر دی

د دنیا ټوله ښکلا یی مخ کی هیڅ ده

ما عسکر (چالاک ) ته ګران او بهاور دی

(عسکر چالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۴ـ ۳۰۰۳

Copyright ©bamdaad 2024