بيا قاصد د نوروز راغی، بيا دوران شو د مستيو
بيا گلمخی ساقي وېشي، شنه صهبا د پسرليو
د گلابو عطر ووري، د غوټيو له گرېوانه
وچو لښتو په غوږو کړې، غوږوالۍ د چنبېليو
د سپېرې دښتې گلانو، نوروزي جنډې کړې پورته
پر شنو تالو شولې پلنې، سرې قالينې د رېديو
د آسمان په ډنډ کې لامبي، سپينې ورېځې لکه بتې
پر شگلنو دښتو مات شول، بيا سيلونه د مرغيو
د سپېڅلي جنون شور دی، د ځنځير کړۍ ماتيږي
سکون تښتي له ميدانه، عقل ځي له لېونيو
له مستانو سره مل شه، پياله واخله شيخه گله!
ښکلوې به څو په خوب کې، خوږې شونډې د شهيو
د تقوا کوڅې کړې تورې، خرقه پوشو می فروشو
د حساب قصه اوږده شوه، د بديو، د نېکيو
راشه و وځه له ځانه، د خوديو له زندانه
د خمار تنده کړه ماته، د سوما په کنډوليو
د نوروز له خُمه وڅښه، د رڼا د اوښکو څاڅکي
په سپېڅلو ميو وکړه، روژه ماتې د پېړيو.
( صدیق کاوون )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۴ـ ۲۰۰۳
Copyright ©bamdaad 2024