پاڅی ډیوی بلی کړی
د زبیر شیرزاد لیکنه
ګوره اوس دا کوم سرونه چه تاسی دتنو دپاسه وینی له دوی څه نه جوړیږی او کومه تمه تری هم ونکړی دا سرونه ، سرونه نه دی؟
دوی د تخیل ،عیش او عشرت په د نیا کی غرق او مست دی ، او هسی ښکاری چه د اختر ټال وی
خو دزنګیدو دپاره یی بیا هیڅوګ نه وی چه داختر په ټال کی وزانګی .
ګوره زمونږ په وطن کی هغه د سر، سړی چه سر یی په تنه ارزیدل باور وکړی ګرانه ، څوګ مړه شوی او چا هم تری کډه کړی.
اوس کوم سرونه چه تاسو وینی هسی بیچاره تنی یی ورباندی ستړی کړی، دوی غله دی، دوی قاچاقبران دی، څوګ غارتګر او څوګ بیا فاسدین او خاینین دی. دوی رڼا نه غواړی .
دوی ډیوی نه پیژنی دوی درڼا سره اشنا نه دی ، دوی نه ، ګوره چه د ډ یوی د بلیدو هیله هیڅکله تری نه ونه کړی، دوی ددی وطن نه دی د پردو نوکران دی.
ګوره کومی سترګی د دوی په مخ چه وینی ، هغه یو هم رڼی نه دی . هغوی ټول وړانده او نا بیناً دی . دوی ډیوی څه کوی ، ډیوه خو درڼو سترګو خاوندان غواړی چه په رڼا کی ژوند وکړی.
ګوره ، رڼی سترګی خوبیا هغه سترګی وی چه بیوزلی ووینی او بیا خپل لاس ور باندی په سر یی کش کړی ،او لاس نیوی یی وکړی چه هم الله او هم خلق الله تری خوشحاله شی او دا بیوزلی ولس بیا ورته درناوی او احترام وکړی.
خو دوی دا غارتګر او مافیا بیا هیڅکله داسی ا نسانی کا ر نه کوی ، د وی چه کله بیوزلی ووینی بیا وهی یی ، رټی یی ، دوی د بیوزلو پرواه نه کوی، دوی بیوزلی وژنی، که څه بیوزلی ولری هغه هم تری اخلی، دا چپاولګران دهمدی دپاره دلته راغلی چه هره ورځ یو غمیزه وزیږوی په کلو ، بانډو او ښارووکی مرګ او ژوبله وکړی او خوشحالی له دی وطنه کډه وکړی.
زورورو اوغارتګرو سره بیا یو لاس شی دبیوزلو دوژلو مشترک پلان سره ونیسی. دوی ډیوی نه پیژینی دوی رښتیا وړانده دی.
ګوره هغه غټ خیټی ، کاڼه او وړانده چه تاسو وینی کوم چه چا سپین او چا بل رنګ کالی اغوستلی او په خپلو خیټو لاس وهی ، دچا په سر لونګی او دچا په سر پکول اود چا په
غاړه کی دستمال دی، چا بیا چپنه او چا فرانسوی او انګلسی دریشی اغوستلی ، ګوری هغه یو هم د سرسړی نه دی ؟ دوی ټول په خدای لوی غله او داړه ماران دی دوی ددی وطن دښمنان دی، دوی څوګ له اطرافه
او څوګ له بیرونه * خارجه * دلته دغلا او چور دپاره راغلی دی . دوی ګنګان هم دی، دوی خبری هیڅ نشی کولی . دوی دبیوزلو په ژبه نه پو هیږی ، خو نا روا او حرامی پیسی بیا په خپلو ناولو ګوتو نه،وروره
بلکه دوی په ماشین یی ښه حسابوی او بیا یی خارج ته لیږی، دوی دلته نه دی راغلی چه دا مړی ډیوی مونږ ته بلی کړی؟ دوی دبلو ډیوو خاموشی ته د آزاد بازار تر شعار لاندی راغلی چه ټول ولس په تورو شپو کی ژوند وکړی . خو دوی اشتباه کړی دلته رڼا غوښتونکی لا مړه نه دی ژوندی دی او دیوی چیغی انتظار کوی ؟
هو دلته ددی وطن او بلو ډیوو دساتلو دپاره سرښندنه په کار دی پاڅی را ویښ شی او مړی ډیوی بیا بلی کړی ؟او تلپاتی شی.
ګوری دا کوم چه تاته ژوندی ښکاری ، دوی ژوندی نه دی، ژوندی خو هغوی وی چه دخپل قوم ، ولس او وطن نه ځان قربان کړی د وی ټول مړه دی ، هو که کوم یو یی ژوندی وینی ، دوی هم په مړو حساب کړه، دوی لوی ګنهکاران دی ، دوی به ډیر ژر دخدای او ددی ولس په زور په سنګ چل او یا دخولی په لاړو مړه شی ، دوی رڼا نه پیژنی ، دوی د پردو نوکران دی دوی دتورو شپو اولادونه دی دوی په تورو شپو کی زیږید لی، دوی توری شپی له خدایه غواړی دا ځکه غلا خو په تورو شپو کی کیږی دوی رڼا نه غواړی ، هو دا لا څه چه دوی اوس په رڼا ورځ هم له بیوزلو غلا کوی او ددی ولس په وینو شکلو خپله تنده ماتوی.
دوی افغانستان خپل کور هیڅکله نه ګڼی څوګ دایران ، څوګ د پاکستان ، څوګ د انګلیس او څوګ بیا د امریکا مزدوران او نوکران دی دوی ددی وطن د بچو دپاره
بلی ډیوی هیڅکه نه غواړی، دوی مړی ډیوی غواړی ، دوی پرون په یو نوم اونن په بل نوم مکتب یی وسوازاوه او بیچاره معلم او ملازم یی وواژه ، روغتون ته بم کیښود او بیچاره داکتر یی وواژه، ددو ددی وطن تولیدات نه خوښیږی نو ځکه یی فابریکی ړنګی او لیلام کړی دوی دماشین غږ نه ده اوریدلی نوځکه کارګر، دهقان او زحمتکشان یی نه خوښیږی او دهغو د وژلو هڅی کوی ؟
ګوری سلام خو زمونږ دکلتور لویه نښه ده او د دی وطن او ولس له ویاړه ډک کلتوراو عالی دود، رسم او رواج ده . خو دوی دومره بد کاره او بد جنسه وحشی انسانان دی چه د سلام ورکولو وړ نه دی ، دوی وړانده دی تا نه وینی، دوی کاڼه دی.
ستا غږ نه اوری دوی د پردو نوکران دی ، ستا په ژبه نه پوهیږی دوی راغلی چه پردی کلتور دلته مروج کړی، ګوره که سلام ور کوی بیا بیوزلی ولس ته سلام وکړه چه ستا دکلتور او فرهنګ احترام کوی، کوم چه تاسوته ضرورت لری او تاسی ددی وطن بچی ګڼی ، او ژر ډیوی ورته بلی کړه ، چه زوی یی مکتب ته لاړ شی.
پا څی ډیوی بلی کړی ؟ تاسو زلمو ته او تاسو پیغلوته وایم لاس یو کړی هله نیمه رڼایی مه پریږدی چه دغلو او پردیو ، نوکرانو اودبد کارو او خرڅ شوو دلاسه بیخی مړی شی ، که داسی ونه کړی. بیا ګوره تا ته به هم توره شپه در په برخه شی .او لار به بیا نه وینی او لوی ګړنګ به دی ځای شی بیا راوتل له لوی ګړنګه ډیر زیار او زحمت غواړی .
ګوره دوی نه تا ته ، نه دا بیوزلی او زوریدلی ولس ته، او نه ماته، هیڅکله رښتیا نه وایی . دوی دروغ وایی دوی درواغجن او فریبکاره دی ددوی زړه نه په وطن سوزیږی او نه په دا بیوزلی ولس نه په تا او نه په ما ، ددی وطن هر کور، هره ونه او هره تیګه شهیده شوی ، هر کور، بانډه، ښار او کلی را ته همدغو اوهم دهمدغو وحشی بادارانو د ځمکی او هوا له لاری ړنګ کړی، داسی سترګی نشته چه ونه ژاړی داسی کلی نشته چه هره ورځ تری جنازی جګی نشی او دمور غږ خدای پاک او دهغه رسول الله ته ونه رسیږی او وا یی نه وری ؟
اوس دا لاڅه چه ددیو بندی او قم علما کرام په منځ کی نن استخباراتی جاسوسان او شیطانان دعلمای کرام تر نامه لاندی ځای په ځای شوی او دوی سره یو شوی، ددو په ګټه ناروا فتوا ورکوی، دوی دروغ وایی دوی دکاذبینو نه ملاتړ کوی دوی هم ډیوی نه پیژنی،
پاڅی د بلو ډیووغوښتونکو او د رښتینی لاری سر ښندونکو یارانو ، پاڅی بیوزله ولسه ، پاڅی زیار کشانو، داسمان تندر شی، طوفان شی، اسما نی کړیکه شی اود بیوزلو ، کونډو او یتیما نو سوی چیغه شی، او ددی عصر شمشیر تر لاسه کړی، او دپرد یو نو کران پری په رښتیا ووژنی ، خو ستا سو شمشیر با ید دهچا وینه تویه نه کړی چه بیا تا سوته څوګ قاتل ونه وایی، عزیزا نو ستاسو شمشیر باید قلم وی ، کتاب او کتابچه وی علم او کمپیوتر وی رښتیا ، صداقت او وطندوستی او خدمت وی .هو که دا د نن عصر منل شوی شمشیر مو تر لاسه کړ، پوه شی چه دوی به هم د رڼو سترګو څښتن شی ، تا به ، ځان به، ما به ، دا ګران وطن او دا بیوزلی ولس به ووینی او و به یی پیژنی ، کوم مالوچ یی چه په غوږو کی ایښی وه ، هغه به هم لری کړی بیا به ستا غږ ، زما غږ او د دغه بیوزلو ولسونو غږ واوری او دا خدای بښلی بیچاره ګان به د تا سو دشمشیر له برکته بیرته را ژوندی شی او ستاسو دعلم او رڼا یی شمشیر به دوی ته او وید و ته او مراچه ګویانوته داسرافیل شپیلی شی، دوی ته به دمحبت درس شی که دوی لږد اسانیت او محبت سره اشنا وی او وجدان ولری بیا به له تانه ، له ما نه او دی بیوزلی ولس نه چه کلونه کلونه دوی زورولی او وژلی یی دی اومال یی ورته غارت کړی او غنیمت یی ورته ویلی او له ټولونه به بښنه وغواړی، او مونږ به یی هم وبښوو دا ولس او دا وطن دبښنی او محبت په درس کی لوی شوی دا ولس با احساسه ده دوی زغم لیدلی او زغم یی زغملی خو محبت ښه پیژنی دوی دوینی تویول نه غواړی دا ولس سر لوړی ده او سر لوړی به پاته شی .
ګوره پاڅی ډیوی بلی کړی؟
فرهنگی ـ بامداد۱/ ۱۳ـ ۰۷۰۹