گـاونـډیـه
څو گیلې درته کومه ، زما گرانه گاونډیه
د خـالي میـــدان اتله ، پهلوانه ، گاونډیه
چې زما کوډله سوزي، ته غوړي ورباندې شیندې
ورورولي خــو داسې نـه وي ، مسـلمــانه گاونډیه
ما په تیږو باندې ولې ، بیا لاسونه شاته نیسې
د فتنې میـدان دې وړی ، له شیطانه ، گـاونډیه
د تاریخ کوڅې مې پل کړې، خوستا نښه پکې نه وه
تـه لـه کــومــه راپیدا شـــوې ، بې نښانه گــــاونډیه
دا زمــا د وینــو څاڅکي ، ستا د باغ رنگین گـلان شول
بیخ دې شین شه،څه شی غواړې،نور له مانه گاونـډیه ؟
زه غمجن شومه، ته ښاد شوې،زه برباد شوم،ته آباد شوې
پــه پنځـــو کسو کــې یــاد شـــوې ، قــهــرمـــانه گـــاونډیه
کلمه دې مانه زده کړه ، اوس یې ته اجاره دار شوې
زه ناپاک شــومــه ، ته پاک شوې مهربانه گـــاونډیه
کله تورشې، کله سپین شې، کله شین کله رنگین شې
د رنگــونـــو پـــه بــازار کې ، سرگـــردانه گــاونــډیه
سپین میلو درباندې سپور دی، نڅوي دې، گډوي دې
تــور ښامار دې سـر ایستلی ، له گرېوانه گاونډیه ...
( صدیق کاوون )
فرهنگی ـ بامداد۷/ ۱۳ـ ۰۱۰۹