د افغانستان د خپلواکی د بیرته اخیستلو د ۱۰۴ کلیزي په مناسبات

 

لکه د ناوی پرمخ چی خط او خال ښه ښکاری

وطنه داسی دی نوم د استقلال ښه ښکاری

د خپلواکی اعتبار په ابادی کی نغښتی

آزاد اباد هیواد کی ټول وطنوال ښه ښکاری

وژنی غرور د خلکو د کور دننه جکړی

د مشکلاتو حل کی خو استدلال ښه ښکاری

وږی محتاجه ملت خو خپلواکی نلری

د پرمختللی ملت برم او جلال ښه ښکاری

د آزادی په غیږ کی بډای ملت زیب کوی

همدا ارمان ښه ښکاری همدا ایډیال ښه ښکاری

تل دی سرلوړی اوسی تل دی ودان اوسیږی

هره هستي د وطن خو مالامال ښه ښکاری

عسکر (چالاک ) وایی جنک مونږ ته تیاری راوالی

دلته قلم ښه ښکاری دلته کمال ښه ښکاری

( عسکر چالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۳ـ ۱۴۰۸

Copyright ©bamdaad 2023